Home » بېلا بېلي لیکني » ولي ترنیمي لاري …؟

ولي ترنیمي لاري …؟

 م فزیراحمد

دجهاد  په  هرمیدان  کې   صبر ، حوصله ، هاند او پرله پسي کوشش  اوهڅې  دنارینتوب نښاني   او د کامیابۍ   مهم   شرطونه  دي ، که څوک  صبر او استقامت  ولري  او  د مبارزې  دنتایجو لاس ته  راوړلو ته  تلوسه اوتلواره  ونه کړي ، نو الله تعالی به  اجر ورکوي  او له اجر  او ثواب نه   به  نه  محرومه کیږي  ، یابه بری ترلاسه کوي  اویابه  دشهادت  اونیکمرغي  شرف  ترلاسه  کوي  ،  که  موږ دالله  تعالی  رضا غواړو  او په دې عوه کې ريښتیني یو، نو  دا  هدف په  مو په   دې  سپیڅلي مبارزه سره  ترلاسه کړی ، داعمالو پایلي دالله تعالی په لاس کې دي ، موږ په دې نه  یو  مامور شوي چې  داعمالو مطلوبي پایلي  ترلاسه کړو، 

،دټولو انسانانو طبعیت یوډول نه وي، ځکه خو دمبارزې  میدان  ته  راوتلو  خلکو کې ځینې داسي  کسان  هم پکې  راپیداکیږي، چې   په نیمه لاره کې  جلاکیږي ،چې  دځینو په   جلاکیدلو سره یې    اسلامي  مبارزې ، جهاد او  دعوت   ته  زیان رسیږي،

دنیمي لاري دملګرتیا ګڼ شمېر لاملونه  وي، خو څوهغه عوامل چې ترفرد پوري اړه لري ستاسو په وړاندي ږدو،  ځکه  دټولني اصلاح دفرد له اصلاح نه پیلیږي ،ترڅو له  دې ډول عواملو ترخپل وس پوري ځان وساتو.

۱ –  غیر تنظیمي خوی اوطبعیت : ځیني  کسان   په  ځانګړي شرائطو او خاصو حالاتوکې  په یوه اسلامي  تنظیم  او مبارزه  ډله کې داخل شوي وي، خو وروسته  معلومه شي چې  نوموړی  دتنظیمي چاپیریال او حالاتوسره  دتوافق صلاحیت نه لري ، نه شي کولی چې  دتنظیم له سیاسي تګلاري سره ځان داسي عیار کړي، چې هرڅه  ومني .

په دې ډله کې ځیني اشخاص داسي وي ،چې  دتنظیم  اوحرکت له لورې قیودات  اومحدودیتونه نه شي زغملی ، هرشرط اوقید ورته د غره په شان دروند اولوی ښکاري، نوځکه غواړي، له دې قیوداتو اوږي سپکې کړي اوځان ته مختلفي بهاني  اولاري چاري ولټوي او په  نیمه  لاره کې  لاس  پریږدي  .

که په تاریخ باندي نظر واچوو ،ډېر داسي کسان به  ووینو،چې  په خپل شخصي ژوندکې  دبې نظم اوبې پروګرامه  خلکو له ډلي ؤ،  خوکله چې  له ځانګړو شرائطو اوحالاتو نه په استفادې سره کومې  مبارزي  ډلي  اوتحریک سره  وریوځای شوي وي  ،ستره صدمه یې ورته رسولي ، ځکه دوئ له   مبارزینو  او تحریک سره ملګري وو  او وروسته یې لاره  ورنه بېله کړي وي  ، او ځان ته یې یوبل ګوند اوډله   جوړه کړی وي ، هغه  هم دیوه ډېر ښه شعار لاندي،    دوئ خلکوته   ګمان ورکوي ،چې  دمسلمانانو د اتحاد لپاره یې داکارکړی ؛ خو په حقیقت کې  له ټولو نه  لوی زیان  دهمدې  خلکوله لاسه  پیداشوی ، دوئ همدغه  ښه شعار  د هرې بې نظمۍ لپاره بهانه جوړه کړي وي ، دهمدې شعار په برکت  یې  دآمریت اوماموریت  ټول قوانین ترپښو لاندي کړي وي ، دتنظیم او ادارې ټولي غوښتني  او اصولو ماتولو لپاره   ددوئ په نظر همدا شعارونه  کافي وي.

۲-  دځان اوخیټي وېره :  په  ځان  ویریدل ، دخیټي  یا  فقر وېره  په انساني  نفس ژوره  اغیزه لري ، داډول وېره  انسان کمزوری  او اراده یې  کاواکه کوي.

شیطان هم  له همدي  لاري   کوشش کوي، دمؤمنانو اومبارزینو زړونو ته ننوځي ،  وعدې ورکوي او هسي خیالي باغونه ورته  شنه او زرغونه کوي  :دسورة آل عمران په ۱۷۵  نمبرآیت کې الله تعالی فرمایې:« بېشکه  داشیطان  دی، چې خپل پیروان  ویروي، ای مؤمنانو! تاسو له کفاروڅخه مه ویریږئ ،یواځي له مانه  و ویریږئ که په رښتیا مؤمنان یاست» .

۳ –  افراط : افراط  اوعملي  مبالغه هم  د ډېرو انسانانو د سقوط اوپه نیمه لاره کې دپاتي کیدو لامل ګرځي ، هغه  خلک چې  له خپل توان  او استعداد  نه  اوچت  کار ته  اوږه  ورکوي ، اعتدال نه مني،  په هرڅه کې افراط  او مبالغه کوي ، داډول خلک حتما  له  ډول ډول  نفسي او ایماني  ماتي اومشکلاتوسره مخ کیږي ، داسي خلک داسي  مثال لري، لکه څوک چې  غواړي  ،یوه پراخه   او اوږده دښته کې په بيړه   مزل  وکړي، خو دسپرلۍ څاروی یې مري اوپه نیمه  لاره پاتي کیږي .

دمسند احمد په یوروایت کې راغلي « په دين کې له افراط نه  ځانونه وساتئ،له تاسو نه وړاندي خلک په دیني اموروکې  دافراط  (مبالغې) له امله هلاک شوي دي».

انسان  کمزوری مخلوق دی ، امکان لري ،کله کله  مشکل  کارهم ترسره کړي  اودروند بار اوچت  کړي، خوتل یې داکار له وسه نه دی پوره ،بله داچې کیدای شي انسان په  تدریجي توګه  دمشکل کار له انجام سره عادت شي ،خو په یوځل  اوپه یوه وار یې داپه وس کې نه وي، چې داډول لوی کارونه سرته ورسوي .

همدارنګه  ټول انسانان  یوشان هم نه دي ، یوتن به  دیوکار دکولو وس اوتوان لري  خوبل  به داتوان نه لري  چې همدغه کاروکړي،….

همداوجه ده چې په  سپیڅلي شریعت کې  عزیمتونه او رخصتونه راغلي ، اوهمدا دشریعت   دبشپړتیا او واقعیت نښانه ده ، په  یوروایت کې دي « الله تعالی داخوښوي چې په رخصتونوکې عمل  وکړای شي، لکه څرنګه چې یې پر عزیمتونو عمل خوښوي».

۴ – تساهل او تفریط :  تفریط اوتساهل هم لکه  دافراط اومبالغې په شان  د افرادو دسقوط   او هدف ته  له  رسیدو وړاندي   دانحراف یو ترټولو بد عامل دی ، هغه خلک چې  دالله تعالی په  اوامروکې سستي کوي ، دشریعت په تطبیق کې لټي اوبې پرواهي کوي ، همداخلک په وړو امورو کې له تساهل نه داسي  حد ته ورسیږي، چې بیا ډیر لوی اومهم  اوامر هم په بې پرواهي سره  ترپښو لاندي کوي ، دتفریط اوسستي  په عادت  جوړولو سره دشیطان دلومو ښکارشي،

دالله تعالی شریعت  ټول دالله  تعالی له لوري  راغلی دی، باید په بشپړه توګه له  کومي  کمې اوزیاتوب نه ورباندي عمل وشي ، څوک چې په شریعت کې څه زیاتوي ګناه یې همدومره ده، لکه شریعت نه چې څوک څه کموي . دحلال  اوحرام  احکام باید په مکمله توګه  رعایت کړی، په دې هکله  معلومي شوي پولي  اودخدای سرحدونه  باید ښه وپیژندل شي  اوداپولي درنې  وبلل شي اوهیڅ تساهل اوسستي پکې  ونه شي .

هغه خلک چې له تساهل  اوسستي سره عات وي څه وخت وروسته  نه  شي کولی  دعزیمت کار ترسره کړي  همدا دتساهل اوتفریط ترټولو خطرناکه  پایله ده .

۵-  غرور اود شهرت مینه :  دانحراف او په   نیمه  لار کې  دبېلتون یو بل مهم عامل  هم  غرور  اودشهرت  مینه ده ، دا  یوداسي خطرناکه  ناروغي ده، چې  مبارزین  په نیمه لاره  پرېښودلو مجبوروي  ، دټولو نیکو اعمالو ثواب  یې له منځه  وړي او آخرت یې ور بربادوي .

دا سي خلک له   فاسد چاپیریال  او خراب محیط  نه  په   تأثر سره  په  دې رنځ  ځکه اخته کیږي، چې   زوړونه  یې  له تقوی خالي وي ، دوی دچاپیریال دخرابتیا له  له امله  ډېر ژر  له حاکمې  وضعي سره الفت  پیداکوي  او په نیمه  لاره کې له خپلي ټولي مبارزې مخ اړوي .

دوی ته لمړی ځانونه  ښه ښکاره شي ، په ځان مین شي ، نورکم  اوځانونه  ورته  لوړغرونه ښکاري، ځانونه دتقوی ، اخلاص ، زهد اوعبادت خاوندان ګڼي  اوپه نورو  یې هغه دچاخبره  هیڅ خیال نه راځي ، همدا ناروغي ورو ورو  لویه شي او آن داسي خطرناک  صورت غوره کړي ،چې ځيني وخت  انسان  دایمان  له  دائري  د وتلو سبب شي.

۶ –  بدنیتي  یا په نورو نه  لورینه : له هغه  مهمو عواملو څخه چې  دمبارزې په لاره کې خنډ  او بالآخر له مبارزې نه د لاري  بدلولو اوپه نیمه  لاره کې دپاتي کیدو  لامل  ګرځي،  یوهم  بدنیتي  او نه  لورينه  ده ،دمبارزي او دعوتي  تحریکونو  په  غیږ کې  ډول  ډول  خلک  راغونډ شوي وي ، یوله بله  په فکري ، نفسي ، عصبي  اوبدني  پلوه  سره  توپیر لري ، ذکاوت مختلفي  درجي لري ، علم اوپوهه دټولو یوشان نه وي  ، دایوطبعي مسأله  ده  چې  افراد په  اثر، عمل او ورکړه مختلف وي .

هغه خلک چې  دنورو  دخوشحالۍ مقام او منزلت  نه شي  زغملی ، یواځي په دې اکتفا ء نه  کوي، چې په نورو یې نیت بدشي ، بلکې  هڅه کوي، چې  بې کچې ټوپونه ووهي  اوپر ځان زیات فشار راولي  ، ځیني وخت  خوپه عصبي  ناورغي اخته شي اوپه همدې سره  یاخو دمبارزې له صف نه  بېل شي  ، اویاهم له هغه کسانو د غچ اوکسات اخستلو په فکرکې شي چې  دخپلي ناکامي عوامل یې بولي ،

ددې  رنځونو  بد والي ته په ډیرو آیتونو او  حدیثونوکې  اشاره شوي  ، او دهمدي رنځ له امله  ډېرخلک په  ډېرو فتنوکې لویدلي، چې  د خسر الدنیا والأخرة   مصداق جوړشوي .

نوپه کار ده، چې  له  پورتني  صفاتوڅخه په کلکه ځان وساتو،  له ملګرو او خلکوسره  ښه راشه درشه ولرو ، د ملګرو او خلکو خدمت وکړو  ، دهغوی ښې مشوري او نصحیتونوته  غوږ کیږدو ، رسول الله -صلی الله علیه وسلم – او دنبوت په  مدرسه کې  روزل شویو  مبارزینو مبارکو صحابه کرامو خو خو له همدي ،ځان غوښتنې،کبر،افراط ،تفریط  نه  پاک  اودتواضع  اونورو ښو صفاتو خاوندان وو، چې خلک به یې په لیدلومسلمانان کیدل او ډېرکم وخت کې یې ډیرزیات پیروانان  وموندل،

—————————————————-

About admin