Home » درس الحديث » په جهادکې دنیت سمول .

په جهادکې دنیت سمول .

عن أبي أمامة الباهلي قال: جاء رجل إلى النبي – صلى الله عليه وسلم – فقال: «أرأيت رجلاً غزا يلتمس الأجر والذِّكر، ما لَهُ؟ فقال له رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: «لا شيء له» ، فأعادها ثلاث مرّات، يقول له رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: «لا شيء له» ، ثم قال: «إن الله لا يقبل من العمل؛ إلا ما كان خالصاً له، وابتغي به وجهه» .

له ابوامامة  رضی  الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول  الله صلی الله عليه  وسلم ته يوتن  راغی  اوورته ويې ويل : که یوتن  له دي  امله غزا (جهاد) کوي  چې ثواب   اوهم  په خلقوکې شهرت  ترلاسه کړي ،نوثواب  يې  شته ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : نه له دي غزا څخه هیڅ شی نشي  ترلاسه کولای ،هغه سړي  درې  ځلې  داپوښتنه تکرارکړه  اورسول  الله صلی  الله علیه وسلم هم درې سره ځلې  هماغه جواب  ورکړ چې  هیڅ اجر یې نشته . اوبیاپیغمبرصلی الله علیه سلم زیاته کړه : الله تعالی  یواځې  هغه عمل  قبلوي چې یواځې  دهغه لپاره وشي  اودهغه رضاپه کې  مطلوب  وي .

تشريح : په اسلام  کې  په هرعمل کې  داشرط  ګرزول  شوی  چې  نيت  به يې   سم وي اودنيت  سمون  داده : چې  هغه عمل  به یواځې په دې  نیت  کیږي  چې الله تعالی  راضي  شي  یابه يې دالله تعالی  څخه دبدلي  په نیت  سرته رسوي  ،که یوتن  عمل له دي امله کوي چې  په خلقوکې  به مشهوره شي  یابه يې  خلق  ستاینه وکړي  یادکوم  بل شرم  اوپیغورله امله وکړي  نوڅرنګه چې داعمل  ده دخپلې  ګټي  لپاره وکړ نوثواب  اوبدله خويې  نشته بلکه  په دې عمل  به سزا هم  وویني  .

جهاد ددين  اواسلام  له  ډيرو سترواعمالو څخه دی نودنيت  سمون  په کې  ضروري  دی  که يې  نيت  سم  نه وي  نو نه يواځې  داچې  جهاد يې  ضائع بلکه دغه عمل  به  يې  دغاړي  طوق  هم شي  .

لکه  په يوه  بل  حديث  کې  چې دي  چې  دقيامت په ورځ  به درې  تنه  راشي  اوپه هغوئ کې به مجاهدهم  وي  دی به وايې  چې جهاد مي  کړی  مګر الله تعالی به ورته وايې  جهاد خودي  ددې  لپاره کړی  چې  په خلقوکې مشهوره  شم  يامي  خلګ  وپيژني … اوبيابه بالاخره جهنم  ته کش  کړل  شي  .

About admin