Home » ځانګړي ليکني » دمیډیا محاذلپاره داستعدادونو دروزلو اړتیا

دمیډیا محاذلپاره داستعدادونو دروزلو اړتیا

 معاصر وخت کې میډیا ا و رسنۍ ځانګړی رول او اهمیت لري، په نړیواله سطحه دمیډیا کردار او تاثیر هرڅوک مني او پرې  اعتراف لري، نن سبا دنړۍ په هر هېواد او برخه کې ډلې، ټولنې او وګړي زیار ګالي چې دوخت له غوښتنو سره سم  منظمې رسنۍ او فعاله میډیا ولري

په اسلامي نړۍ کې هم یوشمیر خلکو او ټولنو لخوا کوښښونه کېږي چې دحالاتو سره سم  میډیا یې پروګرامونه او منظمې رسنۍ رامنځته کړي چې په دې لړ کې تر  ډېره حده هغوی په منظمه بڼه پروګرامونه ،داسلام او مسلمانانو ددفاع لپاره یې خپرونې دستاینې وړدي.

څنګه چې دوخت په تیریدو  او دحالاتو په بدلون سره دابلاغ او اعلام په وسایلو کې نوښتونه او بدلونونه رامنځته کېږي داسلام مبارک دین پخپلو لارښوونو کې مسلمانان هڅو ي څو دابلاغ  وسایل ترلاسه او دخپل ددین او ځان ددفاع لپاره تري کار واخلي.

په وړاندې زمانه کې له یوښاره بل ته خبرونه  دکوترو  او قاصدانو په واسطه په میاشتو او اوونیو کې رسیدل خو  په نن پرمختللي دور کې دساعتونو ، دقیقو، او ثانیو په ځنډ کې استول کېږي

دنوې پرمتخللي ټیکنالوجۍ په وجه  له یوبل سره دانسانانو  داړیکو  نیولو نوي شکلونه رامنځته او جوړ دي  چې په کې یو شکل دخواله رسنیو( سوشل میډیا) دی په کوم کې چې په وروستیو څو کلونو کې حیرانوونکی پرمختګ راغلی تردي پورې اوس  ویل کېږي چې خواله رسنیو او شبکو پخپل تیز پرمختګ سره بریښنایې میډیا ته شکست ورکړ ځکه پخو ا دبریښنایې میډیا یا رسنیو چې به  هرڅه خوښ وو هغه یې خپرول او کوم څه  به یې چې  خوښ به نه وو  دهغو له خپرولو یې ډډه کوله  خو خواله رسنیو هر څه دومره اسان کړل چې اوس څوک برښنایې میډیا ته حاجت نلري لکه  په ترکیه کې چې پوځ درجب طیب اردوګان دحکومت نسکورلو کودتاه وکړه  خو په لنډ وخت کې  اردوګان او د ترکیې خلکو دخواله رسنیو( فیسبوک، ټویټر، وایبر واټساف ) له لارې دپوځ بسته کودتاه دناکامۍ سره مخ کړه اوثابته شوه چې نن ورځ دخلکو خبرولو او راپورته کولو لپاره برښنایې میډیاته حاجت نشته  بلکې دخلکو دپوهولو او خبرولو کار چې څومره په اسانه او منظمه تو ګه دخواله رسنیو له لارې کيدای شي اومره دبرښنایې میډیا له لارې نشي کېدای  او نه نور برښنایې میډیا ته خلک ډېر جاجت لري.

 حقیقت دادی چې دنوې ټیکنالوجۍ په  دوره کې   هم هر کار منفي ا ومثبت دواړه اړخونه لري دخواله رسنیو ترټولو منفی او خطرناک اړخ دادی چې تري ملحدین او داسلام دښمنان دیوې قوي وسیلې په توګه کار اخلي  دهمدې لارې داسلام، اسلامي اقدارو سپکاوی کوي او مسلمانان په تشکیک کې مبتلی کوي  ددې هدف لپاره یې په خواله رسنیو کې ځانګړي انټرنیټي ګروپونه جوړکړي هغوی په منظمه ډول  داسلامي لارښوونو په اړه مسلمانان په تشکیک او ډول ډول نورو بې لاریو او مغالطو کې مبتلی کوي

بل پلو ستونزه داده چې  نړۍ کې مسلمانان هغسي چې ورته اړتیا ده په دغه محاذ کې فعال شتون نلري  او تراوسه په دې کشمکش کې ښکېل دي چې ایا په خواله رسنیو کې  دوی ګډون کیدای شي  او که نه؟ که ګډون او ونډه اخلي باید څومره وي؟  حال داچې کوم خلک چې دخواله رسنیو په جال کې نښتي هغوی  ددین دسالم فکر پیژندلو لو لپاره وخت نلري هغوی دکتابونو لوستلو  وخت نلري  بس یواځي  په خواله رسنیو کې چې  کوم وچ او لامده مواد   مومي هغه لولي او پري باور  اویقین کوي  چې په سبب یې ددین په نوم بې دیني زده کوي ….

هو!ضرور یوشمیر ادارې او ټولنې شته چې هغوی په خواله رسنیو کې منظم او ګټور پروګرامونه پرمخ بیا یې او دشریعت دحکمونو او لارښوونو سره سم  خپل مسؤلیت ادا کوي  چې رښتیا هم دهغوی کردار او کار دستاینې وړ دی  لیکن دهغوی شمیر په اوړو کې دمالګې برابر دی دا تشه یواځي دهغوی په شتون او کار نه دډکېږي بلکې په دې میدان کې نورو خلکو ته هم ضرورت دی  چې هغوی د دې کمې پوره کولو لپاره خپل صلاحیتونه صرف کړي او نورو خلکوته ترغیب ورکړي  څو هغوی هم نوي استعدادونه وروزي.

دیته په پام اسلامي پوهان وایي : ددې لپاره چې دخواله رسنیو اهمیت او تاثیر   په ډېره تیزۍ سره پراختیا مومي باید  په دې محاذ دکار او خدمت لپاره  په کارپوه  مسلمان استعدادونه وروزل شي په خاصه توګه  د ديني مدرسو په تعلیمي نصاب کې  دخواله رسنیو  دتخنیکي معلوماتو تدریس  ته ځای  ورکړای شي او که په نصاب کې  ځای ورکول شونی نه وي بیا دتعلیمي نصاب څخه علاوه دکورسونو په شکل دخواله رسنیو  سره ددیني مدرسو دطالبانو اشنا کولو په غرض ځانګړي تدریسي کورسونه برابرول دوخت اړتیاده  څو  په هغو کې طالبان و پوهو ل شي  چې په خواله رسنیو دالحاد او کفري افکارو په وړاندې  مبارزه په څه ډول کېدای شي  او په دې سربیره هغوی په خواله رسنیو کې ددیني کار په اهمیت پوکول  د الحاد او کفردفکري یرغل په وړاندې داستقامت روحیه ورکول پکار دي


ښکاره ده نن سبا ټول کفري ملت لګیا دی دمسلمانانو دبې لارې کولو لپاره پریمانه حربې. دسیسې او سیلې کاروي  په خاصه توګه دخواله رسنیو څخه زیات کار اخلي دمسلمانانو عقیدوي او نظریاتي پولې ړنګوي  او هم یې جغرافیوي حدود پایمال او اشغالوي په دې وخت کې اړتیاده چې داسلامي نړۍ دننه دوحدت روحیه پیاوړې کړای شي ځکه نن دمسلمانانو د اتفاق او یو والي ضرور ت دی نو بناءً  دخواله رسنیو محاذته پاملرنه پکارده دینې حلقې او ټولنې باید پکې منظم کارونه پرمخ یوسي  او له لارې مسلمانانو ته دراڼه راتلونکي پیغام ورسوي څو  هغه ځوان چې نن  دخواله رسنیو په منفي او خطرناکو لومو نښتی دانحراف او  الحاد په لور بیول کېږي ازاد اونجات مومي …   

فرهاد اتل

About admin