Home » بېلا بېلي لیکني » أياثواب دزمان ،مکان ياتكليف په لامل کمیدلای ،زیاتیدلای شي ؟

أياثواب دزمان ،مکان ياتكليف په لامل کمیدلای ،زیاتیدلای شي ؟

۵ : برخه

أياثواب  دزمان ،مکان  ياتكليف  په لامل  کمیدلای  اوزیاتیدلای  شي ؟

هو؛ دنیکواعمالو اجر یابدله  په څوصورتونو کې  کمیدلای  اوزیاتیدلای شي  :

۱= دهرنیک  عمل  ثواب  دمشقت  اوتکلیف  له  امله زیاتیږي ،که څه هم په  عبادت  کې  دمکلف مشقت  دشارع مطلوب  نه دی ،مګر طبعې ده چې الله تعالی دمکلف  دزیار ،محنت  اومشقت   سره اجر ورزیاتوي  .

نوچې په اعمالو کې  څومره مشقتونه  برداشت  شي همدومره يې بیا ثواب اوبدله زیاته وي .جهاد کې دټولو اعمالونه ثواب  ځکه زیات  دی :چې ترټولو اعمالوپه کې مشقت  زیات  دی .بیا چې دحج  مرحله  کې  ترنورو عباداتو سختې  اوکړاوونه ډیردي  نوځکه رسول الله صلی الله علیه  وسلم  له جهادنه وروسته دډيراجر وړعمل  همداحج  وګڼل .

همداراز  په یخنیو کې  دښه اودس کونکي  ،په تیارو کې  اودلیرې  سېمي  څخه  مساجدو ته دتلونکي  اجر ترهغه زیات  دی چې  په ګرمې  ښه اودس کوي یاپه نږدې  واټن کې  مسجدته قرار لري .

۲=  زمانې  له امله  هم  ډير اعمال  داسې  دي  چې  له بلي  زماني  نه په اجرکې  توپېرلري  ،دبیلګي  په ډول  دلیلة  القدر دشپې عبادت  دزرو میاشتو له عبادت  سره برابر دی  بلکه ترې  غوره دی  ،درمضان المبارک  روژې  ترنورو روژو زیات  اجر لري  ،

په روژه کې  نفل  دفرضو سره په ثواب کې  برابردي  .اوفرض  یې  دبل  مهال  داویا فرضونو سره برابردي  . دشپي  په اخیرکې  لمونځ  دورځې  اوشپي  ترټولو اوقاتو غوره دی .

دعاشورا  ،یوم العرفې  ایام البیض  روژي  بیاترنورو روژو غوره  دي  .

۳ = دريم  دمکان  له امله   :تاسو ګورئ  په مسجدحرام کې یولمونځ  په ثواب  کې  ترنوروځایونو یولک زیات  ثواب  لري.

همداراز مسجدنبوي  اومسجداقصی کې بیاترنورو مساجدو ثواب  زیات  دی ،اوبیاپه جامع  مسجدکې  دمحلي  ترمسجداوپه هروړانديني  مسجدکې  ترنوي  اوپه کمو لمونځ کونکوترډیرو لمونځ کونکوپه یوځای کیدو ثواب  زیاتیږي .

About admin