Home » دماشومانو اسلام » یوسوال لس ځوابونه

یوسوال لس ځوابونه

 

علمیت زیب اوزینت دی هرانسان ته

جهالت لوی مصیبت دی هرانسان ته

په یوکلي کې ډیرمشهورعالم ؤ،دلرې لرې نه به خلک هغه ته راتلل،دمسئلوپوښتنې   به یی ترې نه کولې . هغه به هرچاته پوره پوره ځوابونه ورکول . یوځل دهغه  دیرې ته لس کسان راغلل،هغه ورسره ډیرپه مینه ستړې مشې وکړه اوپه عزت یی کښینول،چې دمه شول نوبیایی ترینه پوښتنې وکړې چې څنګه موپيښه راوکړه،هغه لس واړه ډیرهوښیاراودعلم شوقیان وو،هغوئ ورته وویل:چې تاسولویی عالم یی.مونږستاسو ډیرصفت اوریدلی دی ،زمونږدټولوپه زړه کې یوسوال دی . خوتاسو دعلم خاوندان یی . مونږ هریوته به بیل بیل ځواب راکوي .هغه ورته وویل : ښه ده زه به کوښښ کوم چې هریوته بیل بیل ځواب ورکړم تاسوخپل خپل سوال وکړئ.

هغوئ ورته وویل :مونږ داپوښتنه  کووچې په علم اودولت دواړوکې کوم  ښه دی اوولې ښه دی؟

عالم ورته وویل : ستاسودسوال ځواب خویودی چې له  دولت نه علم ښه دی .خووجه به یی تاسوهر یوته بیله بیله وښایم . تاسولس کسان یی نو زه به درته دعلم دښه والی لس درجې وښایم .

۱ـــ دولت خدای پاک فرعون ته ورکړی ؤاوعلم یی پيغمبرانوته .

۲ـــــ  ددولت حفاظت به ته کوې اوعلم به ستاحفاظت کوي .

۳ـــــ  ددولتمندسړي دښمنان ډیروي اودعالم سړي دوستان .

۴ـــــ دولت په خرڅ کولوباندې کمیږي اوعلم چې څومره خرڅ کوې اومره زیاتیږي .

۵ــــ  دولتمندسړی اکثربخیل وي خپل دولت پټوي اوعالم سړی سخي وي .علم نوروته رسوي .

۶ــــ دولت تانه غله پټولی شي .دښمن یی درنه په زوراخیستی شي . خوعلم نه درنه څوک غلاکوی نشي اونه يي درنه په زور وړای شي ، بلکه ترمرګه به درسره وي .

۷ــــ  ددنیاسازوسامان ،مال و دولت زړیږي اوچې زوړشي نوبې کاره شي .علم چیرې نه بې کاره کیږي .

۸  ـــ دولت سره بنیادم کبرجن کیږي اوکبرجن دخدای دښمن دی  اوعلم سره بنده نه  کبرورک کیږي .

۹ــــ علم دبنیادم دماغ روښانه کوي اونیکۍ ته یی رااړوي .اودولت انسان غافله کوي اوعیاشي ته یی اړوي .

۱۰ـــ ددولت حدشته اودعلم څه حدنشته .

لسوکسانوچې وارپه وارځوابونه واوریدل نو ډیرخوشحاله شول اووېی ویل : چې رښتیاعلم ددولت نه ډیرښه دی اودعلم څه حدنشته.اصل دولت علم دی دبې علمه پيسه نه دهغه  دخیرده اونه دبل .ددولت دغم کولونه مخکې دعلم لو ی دولت ترلاسه کول په کاردي .

 

 

About admin