Home » عصري مسائل » ایا تقریري انعامي مقابلې ترسره کول جائز دي؟

ایا تقریري انعامي مقابلې ترسره کول جائز دي؟

پوښتنه: نن سبا په دیني مدارسو او مکتبونوکې  دسیرت النبي -صلی الله علیه وسلم-  ترنامه لاندي  اویاهم دنورو اهمو موضوعاتو اړوند  تقریري انعامي مسابقي  ترسره کیږي چې په دې کې ښه تقریر کونکو ته  انعامونه هم ورکول کیږي ایاداډول تقریري مسابقې منعقدکول او  ګټونکوټه  ته یې  انعامونه ورکول جائز دي ؟

الجواب حامدا ومصلیاوبعد: داډول تقریري انعامي مقابلې جوړول او دانعامونو تقسیمول جائز دي  په دې کې شرعاهیڅ ممانعت نشته ،

في تکملة فتح الملهم ۳/۳۸۹، وردالمحتار۹/۵۷۷ : وأماالمسابقة بعوضٍ وهی المراهنة فلهاصور مختلفة- الأولی: أن یکون العوض کالجائزة المقدمة من غیرالمتسابقین  کالإمام أوغیره ، وهذاجائز بالإجماع.

ومثله في جواهرالفقه ۲/۲۴۸ وفتاوی محمودیه۹/۳۹۱  ، والله تعالی اعلم

کتبه م/محمد

About admin