Home » بېلا بېلي لیکني » آیا رښتیا هم فقر دومره بددی؟

آیا رښتیا هم فقر دومره بددی؟

نن یوغریب رانه واپس تشه ځولۍ روان شو

نن مي بلاډیره ګیله له غریبۍ نه وشوه !

موږپه یوه داسي چاپیریال کې ژوندکووچې فقراوغربت پکې له ټولوعیبونه سترعیب ګڼل کیږي ، اوفقیرکه دهرڅومره کمال خاوندهم وي خوداچې دفقربدمرغې څپې وهلی دی زموږپه ټولنه کې ترټولواول نمره منفورشخص دی .

،اوددي برعکس شتمني ،اومال اګرکه په سود،قمار،غلا،اویابله حرامه طریقه لاسته راوړل شوي وي هغه نعمت بلل کیږي ،چې ګویاددنیا،اوآخرت دبریالیتوب تومنه ،اواساس ده ،اوشتمن خو د دې ټولنې له مفکورې نه د[ لاخوف علیهم ولاهم یحزنون ]په دائره کې پرته له شک ، اوشبهې نه داخل دی .

خوداچې فقیربه خداي ناکرده دشریعت مطهره له نظره هم دومره ذلیل ،اورزیل شخص وي لکه زموږپه ټولنه کې ګڼل کیږي ؟،اویافقربه  رښیتیاهم هغه بیکاره وصف وي چې که څوک پري ککړ وي نودابه دهغه لپاره پیغوروي ،اودخلګوله لوري به دهرقسم زورولولائق وي ؟

راځئ چې ددي پښتنې ځواب درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکواحادیثوکې و لټوو، أوپه هغومعلوماتوپوره باور،اویقین ولروچې هغه صلی الله علیه وسلم په همدي اړه فرمایلی وي  رسول الله صلی الله علیه وسلم دفقر،اوفقیربي شماره فضائل بیان کړي چې ځیني یې په لاندي ډول دي .

1ـــ عن أبی هریرة رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله صلی علیه وسلم :یدخل فقرآء المسلمین الجنة قبل الأغنیآء بنصف یوم ،وهوخمسمائة عام .

ژباړه :له ابوهریرة رض نه روایت دي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل :دمسلمان امت فقیران به له  شتمنونه داخرت  له ورځوڅخه نیمه ورځ مخکې جنت ته داخلیږي چې دانیمه ورځ پنځه سوه کاله کیږي .

2ــــ  په یوه بل اږده حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دفقیرانوپه هکله داسي فرمایې :عن عبدالله بن عمر:عن النبی صلی الله علیه وسلم قال :یجتمعون یوم القیمة فیقال :أین فقرآء هذه  الامة ؟قال : فیقال :لهم ماذاعملتم ؟فیقلون :ربناابتلینافصبرنا،وولیت الاموال ،والسلطان الی غیرنا.فیقول الله جل وعلا:صدقتم .قال :فیدخلون الجنة قبل الناس ،یبقی شدة الحساب علی ذوي الاموال ، والسلطان

ژباړه :له عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت دی چې رسول الله وفرمایل :مخلوق چې  په ورځ دقیامت سره جمه شي نووبه ویل شي :چې ددي امت فقیران چیرته دي ؟..اودوي ته به وویل شي چې تاسوپه دنیاکي کوم عملونه کول ؟نودوی به په جواب کي داسي ووایې :پرموږباندي تکلیف نازل شوی ووخوموږصبرکول ،اواې الله !تامال ،اوقدرت نوروته ورکړی وؤ…نوالله تعالی به ورته ووایې :چې تاسورښتیاواست .رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې له دینه وروسته به دوئ جنت ته داخل شي ،اودقیامت دورځې تکلیف به شتمنوته پاته شي .

اوترټولودخوشالۍ خبره لاداچې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به له مسکینانوسره دډېرې مینې له امله همیشه دادوعاکوله :عن انس :أن النبی صلی الله علیه وسلم قال :اللهم احیني مسکینا،وامتنی مسکینا،واحشرنی فی زمرة المساکین یوم القیامة فقالت عائشة رض :لم یارسول الله ؟قال :انهم یدخلون الجنة قبل اغنائهم باربعین خریفا.

ژباړه :نبی علیه السلام به دادوعاکوله :چې اې الله ماته دمسکنت ژوندراکړي ،اومرګ دمسکنت په حالت کي راکړي ،اودآخرت په ورځ مادهمدي مساکینوپه ډله کي راپورته کړي .نوحضرت عائشة ترینه وپوښتل داولی ؟علیه السلام ورته په جواب کي داسي وویل : چې مسکینان به له شتمنونه جنت ته څلویښت کاله وړاندي داخلیږي .الترغیب والترهیب  :۴/۶۳،۶۴،۶۶/

دایوڅومبارک حدیثونه موله پوره باب نه داختصارله امله راخلاصه کړي ،اودفقر، او فقیر د فضیلت ،اوبهترۍ لپاره همداڅوحدیثونه پوره کفایت کوي .

اوپه اخیرکي دلوي څیښتن جل جلاله په دربارکي لاس لپه کوو،اودزړه له تله دادوعاکوؤچې اې الله موږدهغه فقیرانوله جملې نه وګرزوي چې رسول الله يې جنت ته دمخته داخلیدوخبره کړي ،اوځانته یې دهغوئ په ډله کي دراپورته کیدلودوعاکړي ده .آمین یارب العلمین .

م \ صدیقی

ماخستن دوشنبه :۲۶/۳/۱۴۳۸/

 

 

 

 

 

About admin