عن عائشة رضي الله تعالي عنها قالت: قلت يا رسول الله، نرى الجهاد أفضل العمل، أفلانجاهد؟ قال: «لكن أفضل الجهاد: حجٌّ مبرور» [رواه البخاري باب فضل الحج المبروررقم 1520]

ژباړه :  له ام  المؤمنین  صدیقې  نه روایت  دی : وايې چې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم ته مې  وويل :موږ خو جهاد ترټولو اعمالوغوره ګڼو نوموږ [مېرمنې ]ولي  جهاد نه کوو؟

رسول  الله صلی الله علیه  وسلم  وفرمایل  :چې  ستاسو لپاره غوره جهاد مبرورحج  دی .

تشریح :کله چې  دجهاددفضیلت  په هکله ښه ډير آیتونه راغلل ،اوکله چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم دجهاددفضیلت  په  اړه بي  شمیره حدیثونه  څرګندکړل ،تردې  چې اوس  صحابه وته  داجوته شوه چې ترایمان وروسته ترټولو غوره عمل  جهاد دی ،نو ام  المومنین صدیقه پوښتنه کوي  :دالله رسوله ! موږ خوترټولو اعمالو جهادغوره ګڼو ،نوموږ [میرمني ]ولي جهادنه  کړو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل  : ستاسو جهاد حج  دی  ،یعني  تاسو باید هغه ثواب چې  په جهاد کې يې غواړۍ دمبرورحج  په کولوسره يې ترلاسه کړئ  . ښکاره ده چې  میرمني  دجهاددمشقتونو برداشت نشي  لرلای  .

 

About admin