Home » بېلا بېلي لیکني » ایا موږ دنیکو اعمالوثواب نوروته بخښلی شو؟

ایا موږ دنیکو اعمالوثواب نوروته بخښلی شو؟

څلورمه برخه

دصریحو نصوصو  [آيتونو اوحدیثو] په بناء داسلامي  امت  دجمهورو [اکثرو]علماؤ رایه داده :چې  دیوه بنده دعمل  اجر اوثواب  که يې  بل  مؤمن ته وبخښې نوالله تعالی يې  دهغه  په اعمالوکې  ثبتوي  ،اودهغه وعملنامی ته ورنقل  کیږي ,نورکه  دغه  عمل  لمونځ  وي ،  اوكه روژه ،حج ،صدقه،دقرآن کریم  تلاوت ،يانوردخیراعمال وي،الله تعالی فرمايې  :

وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإِِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإِْيمَانِ . الحشر۱۰

وقال الله تعالی : وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ .محمد ۱۹

 همداراز په دې هکله ډيرحدیثونه موجود دي :

په حدیث کې وارد دي : وَقَدْ ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَحَدُهُمَا عَنْهُ وَالآْخَرُ عَنْ أُمَّتِهِ (۱)

 وایضا رَوَى عَمْرُو بْنُ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ أَنَّ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَال لِعَمْرِو بْنِ الْعَاصِ لَمَّا سَأَلَهُ عَنْ أَبِيهِ: لَوْ كَانَ مُسْلِمًا فَأَعْتَقْتُمْ عَنْهُ، أَوْ تَصَدَّقْتُمْ عَنْهُ، أَوْ حَجَجْتُمْ عَنْهُ بَلَغَهُ ذَلِكَ (۲) .

وأخرجه مسلم والبخاري عن عائشة «أن رجلا قال لرسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم: إن أمي افتلتت نفسها وأظنها لو تكلمت تصدقت فهل لها أجر إن تصدقت عنها؟ قال: نعم»

وأخرجهما ايضاعن ابن عباس قال: «أتى رجل النبي صلى الله تعالى عليه وسلم فقال: إن أختي نذرت لأن تحج وأنها ماتت فقال النبي عليه الصلاة والسلام: لو كان عليها دين أكنت قاضيه؟ قال: نعم قال:فحق الله أحق بالقضاء»

اوداسې  ډير نصوص موجود دي  چې واضح ترې معلومیږي  چې  دثواب  بخښل  شته  . اوداچې  ځېني  خلګ له  دې  آية  څخه استدلال کوي  چې  الله تعالی فرمايې  : وَأَنْ لَيْسَ لِلإْنْسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى .النجم ۳۹ نورئیس مفسرین عبدالله بن عباس  رضی  الله تعالی عنه  وايې : چې  دغه آيت  منسوخ  شوی  دی ،  حضرت عکرمة  رضی الله تعالی عنه وايې :چې  داپه وړاندينيو امتونو پوري اړه لري ،اوځینو علماو یې نورتاویلونه کړي  .

مسئلة  :آیا رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ته  داعمالو ثواب بخښل  شرعا شته اوکنه ؟ زموږ  فقهاء  يې  ثابت ګڼي  اوځکه خودرسول الله صلی الله علیه وسلم  لپاره حج  ،اضحیه اونوردخیراعمال  سرته رسوي  ،اوځيني علماء يې بیامانع  دي  .

مسئلة  : دپریشانیو اوغمونو اونوروکړاوونو کې  مسلمانانوته ثواب  شته اوکنه ؟ ابن حجر رح  وايې  چې مصیبتونه اوتکالیف  دګناهونو کفارې  دي  اوپه  رضااوصبر سره الله تعالی ثواب هم  ورکوي  .اوکه صبراورضاء  نه وي نواجراوثواب  يې نشته . (۳)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 (۱)  أخرجه أبو يعلى عن جابر بن عبد الله كما في مجمع الزوائد (4 / 22 – ط القدسي) وقال الهيثمي: ” إسناده حسن “.

(۲) أخرجه أبو داود (3 / 302 – تحقيق عزت عبيد دعاس) وإسناده حسن.

(۳) الموسوعة  الفقهیة  ۱۵\۵۸\۵۹

کتبه :ابوحامد

About admin