Home » درس القرآن » منافقان دجهنم په ژورو کندو کې

منافقان دجهنم په ژورو کندو کې

 

قال الله تعالي : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (145) إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (146) سورة النساء

ژباړه : بي شکه چې منافقین به داور[جهنم ]په ژوره کنده کې وي ، اودوئ به هیڅ مددګار ونه مومي ؛مګر هغه کسان چې له منافقته يې توبه وکړه ،اوخپل عمل يې صالح کړ اودالله تعالی په دين باندي يې منګولي ولګولي ،اوخپل هرعمل يې خالص دالله تعالی لپاره وګرزول نوهغه کسان به دمومنانو سره [په جنت کې ]وي اوډيرژربه الله تعالی مومنانو ته ډير لوی اجرونه ورکړي .

لنډتفسیر : منافقان چې په ښکاره به يې ځان دمومنانو په ډول ګڼل ،لمونځونه ،اودسونه ،روژي ،حجونه به يې کول تردې چې جهاد ته به لاهم درسول الله صلی الله علیه وسلم اوصحابه وسره تلو ؛مګر داټول يې دخپلو اغراضو لپاره کول ،یابه يې کفاروته جاسوسۍ کولي ،یابه يې خپل ځآن اومال په دې ډول له مجاهدینوساتل ،یابه يې داډول نورې ګټي لیدلي .

الله جل جلاله ددوئ په هکله فیصله کوي :دوئ ته دجهنم سزا ء اوروي ،اووايې :چې ددوئ ټکانه ډيربدځای دی اوهغه په جهنم کې ترټولوژوره کنده ده ،منافقان به همالته وي اوله هغه ځایه به هیڅ خلاصون ونه مومي اونه به يوبل داسي څوک پیداشي چې ددوئ مرسته یاکومک وکړي ،

مګر هغه خلګ چې لمړی په دې ګناه اخته شوي و اوبیايې توبه  ایستلي وي اوخپل ټول اعمال دشریعت سره سم کړي ،دالله تعالي په دین منګولي ټينګې کړي اودین دالله تعالی لپاره خالص وګرزوي ،هغه به درښتونو مومنانو سره په جنت کې یوځای شي .اوالله تعالی به مومنانوته اجرعظیم ورکړي .یعني  دجنت بهترینه ټیکانه

About admin