Home » دار الافتاء » قنوت نازله !!

قنوت نازله !!

الاستفتاء رقم …………… محترم مفتي صاحب ! موږ دلته په سعودي کې یو، دماښام لمونځ مو په یوه امام پسي کول چې له رکوع څخه راپورته شو دعاء يې شروع کړه،موږ دغسې پسي ولاړو ښه اوږده دعايې وکړه ،بیاسجدې ته ولاړ نوزموږ لمونځونه څرنګه دي ؟آيا بیرته يې راوګرزوو ؟ المستفتي جانان

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دغه دعاء ته قنوت نازله ویل کیږي ،چې کله په مسلمانانو حالت سخت شي ،یا په یوه سیمه یرغلګر یرغل وکړي نوبیا علماوته مستحب دی چې په جهري لمونځونوکې دقنوت نازله دعاء ووايې .څرنګه چې په اوسني وخت کې په سوریه کې په مسلمانانو ډيرسخت حالت راغلی دي نو علماء همدغه قنوت نازله وايې ،په کار خوداوچې په درسته اسلامي نړۍ  کې دقنوت نازله دعاوي شوی وای .. الحاصل :په دې سره لمونځ نه خرابیږي بلکه بهتردادی چې به دغه جماعتونو کې  شرکت وکړي .

 

وعندنا: ای الحنفیة وهو أنه لا يقنت في غير الوتر إلا لنازلة: كفتنة وبلية، فيقنت الإمام في الصلاة الجهرية، قال الطحاوي: إنما لا يقنت عندنا في صلاة الفجر من دون وقوع بلية، فإن وقعت فتنة أو بلية فلا بأس به، فعله رسول الله صلى الله عليه وسلم .

وهل القنوت للنازلة قبل الركوع أو بعده؟ احتمالان، استظهر الحموي في حواشي الأشباه والنظائر كونه قبله، ورجح ابن عابدين ما استظهره الشرنبلالي في مراقي الفلاح أنه بعده .

……………….

البحر الرائق وحاشيته منحة الخالق لابن عابدين 2 / 47، 48، الدر المنتقى شرح الملتقى 1 / 129، مرقاة المفاتيح 1 / 163 منحة الخالق على البحر الرائق لابن عابدين 2 / 48. الموسوعة الفقهیة 34\66

About admin