Home » بېلا بېلي لیکني » ثواب :دریمه برخه

ثواب :دریمه برخه

دریمه برخه

ثواب  په کومو څېزونو ترلاسه کېږي  ؟

نوپه دې هکله بایدواضحه کړو چې  ثواب  دالله تعالی داحسان اوفضل  له مخې  په ټولو هغواعمالو ترلاسه کیږي چې  الله تعالی ورباندي امرکړی نورکه هغه فرائض  وي  که واجبات  اوکه مستحبات  .

همداراز  دټولو هغو منکراتو په  ترک چې  الله تعالی  ځيني  منعه کړي ،نورکه هغه  حرام  وي اوکه مکروه ،البته په دې شرط چې  موږ دومره  وس  اوقدرت  ولرو چې  دغه منکرات  سرته رسولی  شو مګر دالله تعالی  دوېري  له امله يې ایله کړو .

په دې هکله دالله تعالی  ارشاد څومره واضح  دی :

{فَمَنْ يَعْمَل مِثْقَال ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ وَمَنْ يَعْمَل مِثْقَال ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ  } ، ژباړه : نوهرڅوک چې  دزرې  په اندازه  دخیرکار وکړي دقیامت په ورځ  به يې ثواب  وویني  ،یعني  اجربه يې  ترلاسه کړي  اوکه څوک بداودشرعمل وکړي  نوهم  جزاء به يې وويني  .

دلته  بایدیادونه وکړو : چې  دنیکواعمالو سرته رسونه خپله دثواب  موجب نه ده ځکه  دډيرو ماموراتو سرته رسونه یواځې  ددې  لپاره جوګه کیدلای  شي  چې دمکلف  ذمه فارغه شي  ،اودمنهیاتو ترک  یواځې ددې جوګه  کیدلای  شي  چې دګناه په عدم ارتکاب دجهنم  څخه برائت  موندل کیږي  .

لهذا خلاصه داشوه : چې  دالله تعالی  دفضل اواحسان  له مخې  موږ  په لاندي  اعمالو سره ثوابونه ترلاسه کولای شو :

۱=  دهرفرض عمل  په سرته رسولو ،لکه اودس ،لمونځ ، روژه ،حج  ،زکوة ،جهاد، اوداسې  نور …

۲=  دهرواجب عمل  په سرته رسولو : لکه اضحیه  ،تکبیرات ،وتر ،نذر  اونورکفارات  اوعبادات …

۳=  دهرسنت عمل  په سرته رسولو : لکه دټولو عباداتو سنتونه  ،مثلا سنن  الصلوة  ،سنن  في  الصلوة، سنن في  الصوم  ،سنن  في  الحج  ،سنن  في  الجهاد ،وغیرها

۴= دټول مستحباتو په کولو : لکه  دعباداتو مستحبات  ،درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اعمال چې  دعادت په ډول يې سرته رسولي  وي  لکه درسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه  په  خوراک اوڅښآک  اولباس  کې  اوداسې   نور اعمال  .

۵=  دټولو هغه مباح  اعمالو په سرته رسولو چې په صحیح  نیت  سره سرته ورسیږي  . لکه تعطر،ښه یانوي  جامه  په غاړه کول  ،یاتنوع په خوراک کې  دعبادت  یاجهاد دقوت په نیت اوداسي نور .

۶=  همداراز  دهرهغه حرام  په ترک  سره چې دی  يې په کولو سره قدرت لري  خودالله تعالی  دویري  له امله يې ایله کړي  .

۷= دهرمکروه تحریمي  عمل  په ایله کولو سره چې  دالله تعالی دویري یادرسول الله صلی الله علیه وسلم داطاعت  له امله يې  ایله کړي  .

۸=  کله ناکله انسان  ته الله تعالی بي شمیره ثواب اوبدله یواځې  په نیت ورکړي  ،په داسې حال کې  چې  هیڅ  عمل  يې نه وي کړی . لکه رسول الله صلی  الله علیه وسلم چې  فرمایې : نیة المومن خیرمن عمله  . یعني کله یوانسان په نیت باندي دومره ثواب  ترلاسه کړي چې په عمل يې نشي  ترلاسه کولای  . 

همداراز رسول  الله صلی الله علیه وسلم فرمایې  : من هم بحسنة فلم يعملها كتبت له حسنة . اوبل حدیث کې فرمايې : من أتى فراشه وهو ينوي أن يقوم يصلي في الليل فغلبته عيناه حتى أصبح كتب له ما نوى وكان نومه صدقة عليه من ربه عز وجل  أخرجه النسائي (۳ /۲۵۸، – ط المكتبة التجارية) ، والحاكم (۱/ ۳۱۱ – ط دائرة المعارف العثمانية)

……………………………………………………

ماخذونه :  الموسوعة الفقهیة  ۱۵\۵۶\۵۸  الموافقات للشاطبي  ۱ / ۱۴۹۱۵۱ إلى ۲ / ۳۲۳۳۲۹  الاشباه  والنظائرلابن نجیم  رح ۱۹\۲۶

About admin