Home » دار الافتاء » که په لمانځه کې دمیرمنو دسرویښتان …

که په لمانځه کې دمیرمنو دسرویښتان …

که په لمانځه کې دمېرمنو  دسرویښتان ښکاریږي  لمونځ يې صحت  نه لري  ..

محترم مفتی صاحب ! که دیوي میرمنی سر پټ وي ، مګر دتندي څخه لوړ ویښتان يې  یايې دملا په برابر شاته ویښتان  ښکاریږي ،یايې  پړونی  نری  وي  چې ویښتان  ځيني  معلومیږي  نولمونځ يی په دغه حالت کې صحیح کېږي ؟ یوطالب  ۱۴۳۶،۶،۸،

الجواب حامدا ومصلیا وبعد څرنګه چې  دمیرمنو دسر ويښتان په سترکې  داخل دی نوپه مذکوره صورتونوکې يې لمونځ  صحت  نه لري  که دیوه رکن په اندازه  همداسې  لوڅ پاته وي  ،یابل ته ورمعلومیږي  ، همداراز هغه ویښتان چې  چې تر غوږو لاندي وي ، پر مفتی به قول عورت دي ، نو که دونه ویښتان لوڅ وي چې وربع دادنی عضوي [کم اندام ]ته رسیږي [لکه غوږ ] لمونځ  يې  صحت  نه لري  .

همدارازکه چېري دسرپه بیلابیلوحصوکې څه څه ویښتان لوڅ وي ،سره جمع کيږي ،بیاکه چېري وربع دادنی عضوی [کم اندام ]ته رسیږی نو لمونځ يې صحت نه لري

والدلیل علیه مافی تبین الحقائق ۱\ ۹۶: [وکشف ربع ساقهایمنع، الشعروالبطن والفخذ والعورة الغلیظة ] یعنی ربع کل واحد منها یمنع عندهما وعنده یعتبر الأکثر لأن کل واحد من هذه الأشیاء عضو کامل علی حدة … وان انکشفت العورة من مواضع متفرقة تجمع لأن محمد رحمه الله ذکر فی الزیادات امرأة صلت ونکشفت شیء من شعرها وشیء من ظهرها وشیء من فرجها وشیء من فخذها ولو جمع بلغ ربع ادنی عضو منها منع جواز الصلاة ،

وفی البحر الرائق ۱\ ۴۷۱: [ وکشف ربع ساقها یمنع ، وکذا لشعر والبطن والفخذ والعورة الغلیظة ] لأن قلیل الأنکشاف عفو عندنا للضرورة فأن ثیاب الفقراء لا تخلو عن قلیل خرق کالنجاسة القلیلة …  أطلق فی الشعر فیشمل ماعلی الرأس والمسترسل، وفی الثانی خلاف وقد قدمنا أن الصحیح أنه عورة .

وفی ردالمحتار ۲\ ۹۵:  ط  .  ج  . [ وللحرة جمیع بدنها حتی شعرها النازل فی الأصح ] صححه فی الهدایة و المحیط والکافی وغیرها وصحح فی الخانیة خلافه مع تصحیحه حرمة النظر الیه وهوروایة المنتقی واختاره الصدر الشهید ، والأول أصح وأحوط کما فی الحلیة عن شرح الجامع لفخر الأسلام ، وعلیه الفتوی کما فی المعراج .

والله اعلم بالصواب ،

ابوحامد

About admin