Home » دماشومانو اسلام » دبیکاره نومونو بدلول

دبیکاره نومونو بدلول

امام ابوداود وایې  :  چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم   .  دعاص ،  عزیر ، عقله ، شیطان ، حکم ، غراب ، حباب ،  شهاب ، نومونه بدلول  … اوداسي به یې  دحر ب   نوم په  سلم  ،  اومضطجع په منبعث   اوعفرة  په  خضرة  اوشعب الضلالة  په شعب  الهدی  ، اوبنو زینیة  په بنو الرشده  بدلول  .

دبخاري په روایت کي راغلي  :   سعید بن المسیب  له خپل  پلار څخه ر وایت   کوي  چي  زما پلار پیغمبرصلی الله علیه وسلم  ته راغی   هغه ص  ورته وویل  ستا نوم  څه ده  ؟ زماپلار  ورته وویل  حزن   [ غمګین ]  نوپیغمبرصلی الله ورته وویل  :  لا بل  انت سهل   نه  بلکه  ته  سهل  [ خوشحال  ]  یې  یعني  ستانوم بایدحزن نه بلکه  سهل وي    خو هغه ورته وویل  :  نه  زه  هغه  نوم  نه بدلوم چي  پلار  ورباندی  بللی  یم  :  له دي روایت څخه وروسته ستر تابعی  سعید بن المسیب  وایې :  چي  له  هماغه مهاله  په موږ کي  حزن   غم  ځای  نیولی  دی .

په دي  اړه  نور هم  ډیر حدیثونه  او اثار  نقل شوي  چي  موږ  ته پکې  دالارښونه  شوي  چي  په ماشومانو بیکاره   نومان  ښودل   له  هغوۍ  اوځان  سره  جفا ده  .

دښه  نوم په  اوریدلو  دپیغمبر ” ص “خوښي .

عبدالله بن بریده  له  خپل  پلار څخه  روایت کوي  : وکان النبی r لایتطیر من شيء ولکنه اذا اراد ان یاتي ارضا سأل عن اسمها فان کان حسنا رؤی ذلک في وجهه ، وکان اذا بعث رجلا سأل عن اسمه فان کان حسن الاسم رؤی البشر في وجهه وان کان قبیحا رؤی ذلک في وجهه . مفتاح السعادة ۲\ ۲۴۷

ژباړه :  پیغمبرr  به  له  هیڅ شي  کرکه  نه کوله  ،  کله چي  به یوی   سیمي  ته  داخل شو  نو دهغه کلي  یاسیمی  دنوم  پوښتنه به یې کوله  که به یې ښه نوم  وو نو دپیغمبرr  په  مبارک  مخ کي  به دخوښې نښې  ښکار ه شوي   ، اوکله چي به یې  یومجاهد چیرته  لیږل  نو لمړی  به یې دنوم  په اړه  ورځیني  وپوښتل  که به یې ښه  نوم   وو  نو دپیغمبر صلی الله علیه وسلم  په  مبارکه  څهر ه  به  دخوښۍ  نښي  څرګندي شوي  .  اوکه  به  یې  بیکاره  نوم  وو نو دناخوښۍ نښې به یې په  مبارک  مخ کي ښکار ه  شوي  .

About admin