Home » درس الحديث » دوه ،ترټولوغوره انسانان .

دوه ،ترټولوغوره انسانان .

 

عن أبي سعيدٍ قال: قيل: يا رسول الله؛ أي الناس أفضل؟ فقال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: «مؤمنٌ يجاهد في سبيل الله بنفسه وماله» ، قالوا: ثم من؟ قال: «مؤمنٌ في شِعْبٍ من الشِّعاب، يتقي الله، ويَدعُ الناس من شَرِّه . رواه البخاري برقم رقم 2786

له ابوسعیدرضی الله تعالی عنه څخه روایت دی :چې له  رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول چې  کوم خلګ  ډير غوره دي  ؟  هغه ورته وویل : چې  دایمان خاوندوي اودالله تعالی په لاره کې په ځان  اومال سره جهادکوي  ، اصحابو وویل  : بیا کوم خلګ  له نوروغوره دي  ؟ رسول  الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : هغه مومن  چې دیوه غره په څنډه کې اوسې  ،له الله تعالی ویریږي  اوخلګ  يې  له شره خوندي وي  .

تشريح  : دثواب اواجر په  اعتبارسره  له ایمان وروسته ترټولو سترعمل جهاددی ،ځکه ددې عمل ویښه ،اوخوب  ،ناسته اوولاړه ،خوراک  اوڅښاک ، سیاحت اوعبادت  ……. ټول داسې  اجرلري  چې    په اسلام کې يې  بل عمل نه لري  ،هو؛داثواب  دهغه مجاهدپه  برخه ده ،چې  دښه ایمان څښتن  وي  ،اوبیادالله تعالی په لاره کې  په ځان  اومال سره  جهادکوي  ،که یوتن  ټوله ورځ  ښه روژه نیسي اوشپه  هم  داسې  ويښه  اوپه عبادت  تیروي  ،اوپه مسجدکې  معتکف  هم وي  اودده دغه ټول اعمال  الله تعالی قبول هم  کړي  بیاهم دمجاهد خوراک ،ځښاک ،ویښتوب  اوویده کیدل  تري  غوره دي ،

صحابه و پوښته وکړه :چې  دالله رسوله  ! له جهادوروسته بیاکوم عمل  غوره دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته  وويل : بیانوهغه  تن چې له ټولو خلګوليري دیوه غره په لمن کې اوسې  خپل عبادت کوي  ، له الله تعالی  ویریږي  ، له فتنو ليري  ،اوخلګوته يې   ضرر نه رسیږي  .

About admin