Home » درس القرآن » دالله تعالی وعدې اودشیطان وېري

دالله تعالی وعدې اودشیطان وېري

قال الله تعالی  :الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (۲۶۸)

ژباړه : شیطان مو [په جهاد اونورو لارو کې دمال په مصرفولو ] له فقر اونیستې  څخه وېره وي ،اوپه بدو اوناوړه کارونو موګوماري ،اوالله تعالی  [ په جهادکې دمال په مصرفولو سره ]دمغفرت اود دنیوي اواخروي  عوضونو وعدې درکوي ، الله تعالی  ښه وسعت ورکونکی دی  اوپه هرڅه ښه عالم دی  .

لنډ تفسیر : کله چې یومؤمن وغواړي  اودالله تعالی په لاره کې دخپل مال  اوشتمنې دمصرفولو اراده وکړي نوشیطان سمدستي ورته راوړاندي  شي اوډول ډول اندیښنې  ورواچوي  چې  ګوره دامال به سبا په بله ښه درشي  ،هیڅ به نه وي درسره،په خپلو شخصې دغه” اوهغه چاروکې يې  مصرف کړه  , یايې په ” هماغه اهمو” ځایونوکې  ولګوه ،سبابه نیستي وي یوشی به نه پیداکیږي  اوداسې  نور ..

مګر الله تعالی : دغه انسان ته چې دالله تعالی په لاره کې  خپل مال مصرف کوي  ،یعني جهادبالمال کوي  ،یازکوة ورکوي ،یاصله رحمي کوي  : دوئ ته دمغفرت دوعدې  سره دخپل طرف  څخه  ددنیوي اواخروي  عوض  اوبدلې وعده ورکوي . اوالله تعالی  دوسعت  ،پراخي  اوښه علم څښتن  دی .

About admin