Home » دار الافتاء » دعشرپه اړه دوه مهمي استفتاوی .

دعشرپه اړه دوه مهمي استفتاوی .

الاستفتاء رقم [………….] محترم مفتي صاحب! موږ باغونه لرو :مثلا: دانارو درختې دي ،وړاندي به دویالې اوبه ورباندي لګیدلي ،بیاوالې وچې شوي یايې اوبه کمي شوي ،ماشینان موورته کیښودل ،اوس یوڅه وخت دویالي اوبه اویوڅه وخت مشینانو اوبه وي ،په هرصورت زماپوښتنه داده :چې په دغه باغوکې عشردی اوکه نصف عشر ،په داسې حال کې چې باغونه نږدي درې څلورمیاشتي اوبه نه غواړي څکه هواسړه وي یاباران اوریږي اوپاته کال کې بیایاویاله اویاهم ماشین اوبرمه باندي اوبیږي .
همداراز علماء چې وايې په عشراونصف عشرکې کال معتبردی چې زیاتره کال دکاریزیاویالي اوبه وي نوبیاعشر دی اوکه دبرمي اوماشین اوبه وي نوبیا نصف عشر دی دغه کال له کوم ځای څخه شمارل کیږي ؟ یعني کال دولس میاشتي اوکه له شین کیدو څخه ؟ م \ خالد
الجواب حامدا ومصلیا وبعد :په لمړي صورت کې زموږ فقهاو لیکلي دي :که کښتونه یادرختي اونور داوبه ورکولو دوخت څخه بیاتررسیدلو پوري ډيره زمانه دباران یاویالي په اوبو سره خړوبیده لیږ په مشینانو یابرمو سره اوبه کیده نوبیا عشردی اوکه بوره نیمایې موسم په ویاله یاکاریز اونیمايې په برمه یامشینانوخړوبیده یازیاته زمانه په برمو اومشینانو اوبه کیده بیانونصف عشر دی .
کمافي المبسوط ۲\ ۲۲۲وطبع اخری ۲\۱۶۶ وماسقته السماء ففیه العشر وماسقي بغرب اودالیة ففیه نصف العشر ـ وان کان یسیمها في بعض سنة ویعلفها في بعض سنة فالعبرة لاکثرالسنة لان اصحاب السوائم لایجدون بدا من ان یعلفوا سوائمهم في زمان البردوالثلج فجعلنا الاقل تابع للاکثر .
وفي المحیط البرهاني ۳\۲۷۳ وماسقته السماء اوسقی سیحا ففیه العشر وماسقی بغرب اودالیة اوسانیة ففیه نصف العشر وبه وردالاثر عن رسول الله صلی الله علیه وسلم والمعنی في التفاوت اختلاف قدرالمؤنة وکربها ،واذاسقی فی بعض السنة سیحا وفي بعضهابالة فالمعتبر هوالغالب الاغلب وقدمرنظیره .
وفي البحر ۲\۴۱۶ وان سقی في بعض سنة بآلة والبعض بغیرها فالمعتبر اکثرها کمافي السائمة والعلوفة وان استویا یجب نصف العشر .
کذافي الهندیة ۱\۱۸۶
والجوهرة ۱\
والتبیین ۱\۲۹۲ وغیرها .
اوددوهم صورت

جواب دادی :چې ددرختو په عشراونصف عشرکې دکال اعتبار دشنه کیدو اواوبه کیدوڅخه دی اوپاته دوه درې میاشتي ترڅلورومیاشتو چې دیخ له امله اوبه نه غواړي یاهواسړه وي یادباران اوواوري ورته کفایت کوي نوهغه حساب نه دي لکه داچې دنسبت څخه هم څرګند دی چې که ډير په باران ،ویاله اوکاریز اوبه کیدو نوعشردی اوکه ډير په دالیه ،سانیه اونورو ونوبیانصف عشر دی ،همداراز دفقه په کتابوکې چې وروسته له دې مسئلي سره جوخت دسوائمو مسئله رااغلي اوصراحت په کې شوی چې درې څلورمیاشتي علوفه يې دیخ اوواري نه شمارل کیږي ، ځکه دغه وخت دیوه اړتیاله مخې اعتبارنه لري .
المبسوط ۲\۲۲۲وماسقته السماء ففیه العشر وماسقي بغرب اودالیة ففیه نصف العشر ـ وان کان یسیمها في بعض سنة ویعلفها في بعض سنة فالعبرة لاکثرالسنة لان اصحاب السوائم لایجدون بدا من ان یعلفوا سوائمهم في زمان البردوالثلج فجعلنا الاقل تابع للاکثر .
وفي المحیط البرهاني ۳\۲۷۳ وماسقته السماء اوسقی سیحا ففیه العشر وماسقی بغرب اودالیة اوسانیة ففیه نصف العشر وبه وردالاثر عن رسول الله صلی الله علیه وسلم والمعنی في التفاوت اختلاف قدرالمؤنة وکربها،واذاسقی فی بعض السنة سیحا وفي بعضهابالة فالمعتبر هوالغالب الاغلب وقدمرنظیره .
والله تعالی اعلم
کتبه : محمدعلم خان

بتاریخ ۸\۲\۱۴۳۸

About admin