Home » ځانګړي ليکني » تقلید اوتمذهب دامت دانشعاب یواځنی حل

تقلید اوتمذهب دامت دانشعاب یواځنی حل

دایومنل شوی څرګندحقیقت دی چې داسلامي امت روان قرن تر بل هروخت زیات دعقیدوي نظري اختلاف اوانکسار په لوموکې ښکیل دی اودصلیبې معاصرکفردمکاروڅپوسونامې [دیمکراسۍ]په ډیر مکراوفریب سره ځیني ظاهربین اوساده لوح مسلمانان له ځانه سره وړي دتیارو له دې ګر داب څخه دخلاصون دروڼاساحل ته ټول بې تابه دي اوپه ډیر شوق اوذوق سره تاندوهي څوځان له هر ډول خپل منځي مذهبې تشنج څخه وژغوري اوپه ځای يې دشیطانې اوطاغوتې افکاروملاماته کړي البته دمسیر دتنوع اوبیلتون له امله بیلا بیلې لارې غوره شوې خو حق اوحقیقت ته په رسیدوکې هغه بریالي شوي چې دخپل پیغمبر دارشادپه تعمیل سره يې دسواداعظم داتباع سپيڅلې اومعقوله لارتعقیب کړي
اوله شریعت مقدس ماسو ا هرباطل نظام يې په قوي منطق اواستدلال مردود اونامعقول ګرزولی اوپه عملي ‌ډول یې مقدس شریعت دژوندانه په ټولو چاروکې دتمام انسانیت لپاره قانوني ضابته حیات تثبیت کړی ؛داسلامی قانون دیوون اواصولي چوکاټ لپاره دخیرالقرون ټولوفقهارضی الله تعالی عنهم زیاراستلی په ځانګړي ډول دائیمه اربعه مجتهدینو اصول ؛اوهغه فروع چې دالهي اونبوي ارشاداتوله معنوي وړانګویې استنباط اواستخراج شوی ډیر قدرمن اوپه نوې بڼه دراتلونکي هرنوي شیطانې نظام مقابله کونکي دي اوهمدامذاهب دمسلمانانوداصولي اتحاد سمبول ګڼل کیږي
:دتقلید او تمذهب تاریخي پس منظر اوشرعې حیثیت:
دخیرالقرون په سپیلي اومبارک دورکې دفقهي احکاموتړاوتنهاتر روایت الحدیث وو بناُداصحابو اوتابعینورضی الله عنهم ډیرشغل اوکار همدااحادیث اوروایات وواودفقهي احکامو استنباط اواستخراج ډیرلژاونادروو، اوهرکله چې اسلام اومسلمانانو ته الله جل جلاله فتوحات اوستربریالیتوبونه ورپه برخه کړل اوداسلام فاتح لښکر دځمکې ډیره رقبه ترحاکمیت لاندي کړه اودشرک،نصرانیت ،یهودیت،کفري اومنحرفونظامونوته يې په هرعسکري اوفکري ډګر کې ماتې ور کړه
په همدې وخت کې داسلامی نظام دتنفیذلپاره دیوه فقهي قانون دتدوین ضرورت پیداشوترڅودعامواوخاصویوه مرجع شي له همدي امله ځینوتابعینواحادیث اواثار دفقهي ابوابوپه ترتیب تدوین اوتجمیع کړل لکه:ابواب دامام شعبي ،اوکتاب الاثاردامام ابوحنیفه رضی الله عنهما،
زمونږ په څیرله ډیر پخواڅخه دخلګوداعادت ووچي په خپلو مسائلوکې به ېي استفتاء له علماء څخه کوله ځکه عام خلګ نشي کولای چې له خپلوماَخذنومسائل استنباط کړي،اوداهغه څه دي چي الله جل جلا له یې هم حکم کړی،
الله جل جلاله فرمایې:[فاسئلواهل الذکران کنتم لاتعلمون] اوهمدادتقلیداصطلاحي معنی ده:اذعرفوه بالعمل بقول الغیرمن غیر معرفة دلیله اومطالبته بالدلیل،،لکن په خیرالقرون کي ديوه ځانګړي عالم په تقلید اوفتوامقیدنه ووپه داسي ډول چې له بل عالم څخه به فتواغوښتل جوازنه لرل بلکه په کوم ښارکې به چې
ثقة [معتمد]عالم ووخلګوبه له هغه څخه استفتا‌‌ء کوله،لکه :په بخارې شریفه کي حدیث دی:عن عکرمه ان اهل المدینة سألواابن عباس رضی الله عنه هل یجوزللمرأة اذحاضت ان تنفرالی وطنهابعدطواف الزیارة وتترک طواف الوداع فاجابهم ابن عباس رضی الله عنه بانه یجوزلهاان تنفروتترک طواف الوداع ،
فقالو له لانأخذبقولک وندع قول زید وفي روایة للطیالیسي لانتابعک یاابن عباس وانت تخالف زیدا ثم زید بن ثابت رضی الله عنه رجع عن قوله لماعرف حدیث صفیة رضی الله عنها…ولمارجع زیدابن ثابت رضی الله عنه عن قوله اقتنع اهل المدینه،…ومن ذالک مااخرجه امام احمدبن حنبل .رح.عن ابی مسلم الخولانی .رح.قال:اتیت مسجداهل دمشق فاذاحلقة فیهاکهول من اصحاب النبی صل الله علیه وسلم واذاشاب فیهم اکحل العینین براق الثنایا کلمااختلفوافی شئ ردوه الی الفتی قال:قلت لجلیس لی:من هذا؟قال هذامعاذبن جبل،
دصحابه کرامورضی الله عنهم په سپیڅلي دور کې خاص له یوچا فتوی نه غوښتل کیدله ځکه مذاهب نه ووتدوین شوي اوپه دي کي کوم محظور نه ووچې دوی ته اسانه اونږدې وي له هغه چافتوی وغواړي اوبل داوېره نه وه چې انسان اقتنأ[ګوښه شي له مذاهبو هغه څه ته چې موافق یې له خواهشاتو سره وي بي له اطاعت دشریعت غرأ ]ځکه مذاهب لاتدوین شوي نه وواوداګرانه وه چې مستفتي ته دې قبل استفتأحکم ورمعلوم شي ،
[دیوه معین مذهب دتقلیدالتزام] اوهرکله چې مذاهب تدوین شول دانتقأاحتمال پیداشو اما:مجتهدینوچې کوم قول غوره کول هغه دقوت دلیل په اساس وونه دهوااوخواهش له امله ،لکن عامي هغه څوک چې په شرعي لحاظ ددلیل په ضعف اوقوت نه پوهيږی بنأکه هغه ته ازادې ورکړل شي چې څه غواړي هغه وکړي اوچې څه یې زړه نه غواړي هغه پریږدي بې له شرعي دلیله نودمذاهبو له فرعي اختلاف به ناوړه استفاده وکړي په هرمذهب کي چې کوم څه یې دخواهش مطابق هغه به عملي کوي اونو ربه پریږدي اوداهیڅ شرعي حیثیت نه لري ،اودهرمذهب دمسائلو دربط نظام چې له یو بل سره تړلی دی هغه به خطااودتلفیق حالت به رامنځ ته شي اوتلفیق په یوه مذهب هم جائز نه دی،له همدي کبله دیوه خاص مذهب د تقلیدضرورت پیداشو.داسې نه چې مقلد دیوه معین مذهب داعقیده ولري چې زماامام مطاع ده په خپله [العیاذبالله ] بلکه دهغه امام علم موثوق اودلائل يې تربل چاډیردي ابن خلدون رح فرمایې:ووقف التقلیدعندهؤلاء الاربعة ودرس المقلدون لمن سواهم
وسدالناس باب الخلاف لما کثر تشعب الاصطلاحات فی العلوم ولماعاق عن الوصول الی رتبة الاجتهادولماخشی من اسنادذالک الی غیر اهله ومن لایوثق برأیه ولابدینه فصرحوابالعجز والاعوازوردواالناس الی تقلید ‌‌هؤ لاء کل من اختص به من المقلدین….ومدعی الاجتهاد لهذالعصرمردودمنکوص علی عقبه مهجورتقلیده وقدصاراهل الاسلام علی تقلید هؤلاالاربعة ؛
مولنااشرف علی تهانوي رح فرمايې:موږتقلیدشخصي فی نفسه فرض یاواجب نه ګڼو بلکه داوایوچې په شخصي تقلید کې ددین انتظام اوپه نه تقلید کې بې انتظامې وي
مولناصاحب وړاندې ډېره ښه تشریح کوي:وايې لکه څنګه چې د تقلید انکاربد،اومذموم دی همدارنګه په تقلید کې جمود اوغلوهم مذموم دی اوله تعین د حقې لارې څخه ثابته شوه چې تقلید له دې امله نه وي چې امام شارع اوبانې داحکامووبلل شي بلکه په هغه داعقېده ولرو چې مبین داحکامو، موضح دشرا ئعو، اومظهر مرادالله والرسول دی، بنأ کله چې یوامر منافي ددې اعتقادنه وي ترهغه یې تقلید کیږي،اوکه یومتقي ،وسیع النظر ،زکی الفهم ،اومنصف المزاج،ته له خپل تحقیق ،اویوه عامي ته له داسي عالمه په دي شرط چې متقي وي،په شهادت دزړه معلومه وي چې راجح دابل قول ده نوپه کارده چې وکتل شي چې په مرجوح جانب کې هم په شرعي دلیل سره دعمل امکان شته اوکه نه؟که امکان وي نودعوامودفتني دمخنوي لپاره دي په مرجوح جانب عمل وکړي اواتفاق دې وساتي لکه په حدیث کې چې راځي:عن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت:قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الم تری ان قومک حین بنو الکعبة اقتصروا عن قواعد ابراهم فقلت:یارسول الله صلی الله علیه وسلم الاتردها علی قواعد ابراهم فقال علیه السلام لولاحدثان قومک بالکفرلفعلت،اخرجه الستة
وګورئ دلته که څه هم راجح داووچې بنأپه قواعد ابراهم وشي لکن رسول الله صلی الله علیه وسلم مرجوح جانب غوره کړ دفتني دتشويش له امله، اوکه په جانب مرجوح کې احتمال دجواز نه وو بلکه په عملي کولوسره ترک واجب یاارتکاب محظورراته اوله قیاس ماسواء بل دلیل هم نه وو ،اوپه راجح جانب کې صریح اوصحیح حدیث وو نوعمل په راجح واجب دی اوپه دي حالت کې تقلید روانه ده،اوجمود په تقلید کې په دغسي حالت کې مذموم دی په قران اوسنت سره عن عدی بن حاتم رضی الله عنه قال اتیت النبی صل الله علیه وسلم وسمعته یقرأ(اتخذوااحبارهم ورهبانهم ارباب من دون الله)قال انهم لم یکونوایعبدونهم ولکنهم کانو اذااحلوا شیأاستحلواه واذاحرمواشیأ حرموه .اخرجه الترمذی.
اوهمیشه دسلفومحققینو عمل داووچي کله به ورته ښکاره شوه چې ددوی قول مخالف دی له امر دالله جل جلاله اورسول صلی الله علیه وسلم سره هرومروبه يې هغه قول پربښود،اوهمدارنګه احنافو علماووهم ددي اصل پوره التزام کول ځکه دوی په څومسائلوکې دامام صاحب رایه پرې ایښې ده بنأهرعادل اومنصف ته ښکاره شوه چې څوک اتهام د[جامد تقلید]کوي خطااوبي ځایه دی چې منشأيې بي له درایته[عقله] په روایاتو سرسري نظردی ،لکن په مسئله کي دتقلید له ترک سره جائز نه ده چې دمجتهددابطال ژبه وښوروي اویاپه زړه کې ورباندي بدګمانه شي چې هغه حدیث پري ایښی ،ځکه :ممکن ده چې ورته داحدیث نه وي رسیدلی ،اویاورته رسیدلی خو سنديې ضعیف وو،اویادغه حدیث دهغه په آند مؤول دی په شرعي قرینه اودی معذوردی،اوځکه دهغوی په حق کې اطالة اللسان جائزنده چې بعض احادیث اکابروصحابه کراموته هم رسیدلي نه وو اوداددوی دعلم او کمال نقص نه بلل کيږي،فقدروی عن عبید بن عمیررح فی قصة استئذان ابی موسی رض قول عمر خفی علیّ هذامن امر النبی صلی الله علیه وسلم الهانی الصفق بالاسواق ،اخرجه البخاري،
هو!هغه څوک چې دجمهوروعلمأ مسلمینومخالفت کوي په عقائدوکې اوپه اجماعي مسائلو کي اویاپه سلفو صالحینو په سي بدرد وايې نودغه کس له ټولۍ داهل السنة والجماعة خارج دی (اهل السنةوالجماعة هم الذین یسلکون طریق الصحابة)اوپه ټولۍ داهل هوااوبدعت کې داخل دی،همدارنګه هغه څوک چې غلوپه تقلید کوي داډول چې قرآن اوحدیث له همدي امله ردوي نوله دي ډول دواړو کسانواجتناب او احتراز په کاردی، اوهمدا اعتدال اوحق الوسط دی،اوله دي ماسوأ باطل اوغلط دي،
مولنا تقي عثماني صاحب [دامت برکاتهم العالیة]لیکي ښکاره ده چې تمذهب بمذهب معین اوتقلید دمجتهد نه دی مګر دد ې لپاره چې هغه احکامو ته ورسي چې په قرآن او حدیث ثابت شوي وي دهغه چالپاره چې موافقت دتعارض بین الادلة المعارضة نشي کولای.ځکه علماوو په صراحت ویلي چې په عقائدواواحکامو منصوصه ووکې تقلیدته ضرورت نشته ،لکه:فرضیت دلمانځه،روژي،اوحج،حرمت دشرابو،قمار،خنزیر،سود،دوکه،خیانت،وغیره،هغه احکام چې داجتهاد مجال په کې نشته اوهمدارنګه دتمذهب ترجمه دانده چې علمأدمذهب په یوه مسئله کې هم دامام مخالفت نه کوي .ومنه ماروی عن الامام الطحاوی رح وهو حنفی المذهب انه قال:کان عبید بن حربویه یذاکرنی بالمسائل ،فاجببت یوما مسئلة فقال :لی ماهذاقول ابی حنیفة فقلت له ایهاالقاضی اوکل ماقاله ابو حنیفة اقول به قال :ماظننتک الامقلدا،فقلت :وهل یقلد الاعصبیَُّ .فقال :اوغبی فطارت هذه الکلمة بمصر حتی صارت مثلا.
دطحاوی رح له دي قول څخه مراددادی چې دمعین مذهب تقلید له دي سره منافي نه دی چې دطحاوي په څیر یوعالم دي له خپل امام ماسوأپه یومسئله کې دبل چاقول عملي کړي ،که نه نوداتعصب دی، اصول الافتآلمولناتقی عثمانی‌‌‌‏ له یوڅه تشریح سره مل…
نوویلای شو:تقلید :امت له انشعابه ژغوري ،په تقلید:کې دامت دیوون عملي پیغام نغښتی دی ،تقلید: داتبعواالسوادالاعظم دپیغمبرې فرمان یواځنی مصداق دی،تقلید: مسلمانانو ته داموي خلافت دسترقاضی اومجتهدامام ابویوسف ر ح دشرعي نظام ویاړلی تاریخ وریادوي تقلید:مسلمانان شرعي اصولي اتحاد ته رابولي ، تقلید:مسلمانان دڅلوروامامانو،امام ابوحنیفه ،امام شافعی،امام مالک،امام احمدرحمهم الله تعالی ،اودائمة الحدیث رح په احترام قائل ګرزوي،اودهغوی جزئي فرعي اختلاف امت ته دهوساینې اورحمت په معنی تعبیروي له همدي کبله دامامانو په سپیڅلي تاریخ کې دهغوی ترمنځ دتنازعی تفرق اوتقابل یومثال هم څوک نشي وړاندي کولای البته دمتقابل احترام اوله یوبل سره دبې کچې مینې له قیصويې تاریخ سرشاره دی اوهغوی به تل مسلمانانوته دباطل اوکافر اوددوی دنامعقولونظامونودمقابلې فکرې اوعملي درس اوتدریب ورکول ،رحمهم الله تعالی . پای

کتبه الهام بکتیکوي المتخصص فی الفقه والافتأبالجامعة العلوم الاسلامیة ۱۴۳۸ـ۲ـ۲۰ ه ق

About admin