Home » درس الحديث » دمجاهد دعا :

دمجاهد دعا :

عَنْ مَسْرُوقٍ قَالَ: «مَا مِنْ حَالٍ أَحْرَى أَنْ يُسْتَجَابَ لِلْعَبْدِ فِيهِ إِلَّا أَنْ يَكُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ مِنْ أَنْ يَكُونَ عَافِرًا وَجْهَهُ سَاجِدًا»
الجهادلابن مبارک ص\۴۹
ژباړه : له مسروق رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې ويې ویل :ددعادقبلیدو لپاره ترټولو ښه حالت دادی : چې یوتن دالله تعالی په لاره کي وتلی وي مخ يې په ګردونوسپېره اوالله تعالی ته سرپه سجده وي .
تشریح : جهادالله تعالی ته یومحبوب عمل دی ،څومره چې انسان په دغه عمل مشغول وي الله تعالی ته ډیرنږدي وي ، اوالله تعالی دنږدي کسانوغوښتني ډيرژرپوره کیږي ، دمسروق رض څخه په دې روایت کې همدې حبرې ته اشاره ده : چې ترټولو داجابت وړ یاژرقبلیدونکي دهغه مجاهددعااوغوښتنه ده چې مخ يې دجهاد په ګردونو سپېره اوالله تعالی ته سرپه سجده وي ، نودغه مجاهدچې کله هم خپل رب ته لاس لپه کړي هغه به يې غوښتنې ومني اودرحمت له ډکوخزانو څخه به يې ورکړي ،نورکه مجاهدداخرت دښيګڼو غوښتني لري اوکه ددې پاتې کیدونکې دنیا .

About admin