Home » عصري مسائل » ایا دزېږیدو نیټه اوتاریخ په ژوندیا اخلاقو کې اثرلري کنه ؟

ایا دزېږیدو نیټه اوتاریخ په ژوندیا اخلاقو کې اثرلري کنه ؟

پوښتنه : په ځینو اخبارونوکې د میاشتو اړوند لیکل شوي چې که څوک  په فلانۍ میاشت کې پیداشي نو دغه اوهغه عادتونه به یې وي، اوکه په فلانۍ میاشت کې پیداشي ډیرنیکبخت  یا بدبخت به وي اوداسي نور …  نو ایا د زوکړي تاریخ اونیټه  دانسان په اخلاقو او یاهم ژوندباندي کوم اثر لري اوکنه که په دې اړه معلومات راکړئ منندوی به مویم ـ احمدساحل

الجواب : داخلاقو تعلق له انساني تربیت سره دی ، د  زوکړي اوپیدایښت نېټه  اوتاریخ پوري  هیڅ اړه نه لري  اوبل داچې دانسان راتلونکی اومستقبل الله تعالی  له انسان څخه پټ کړی چې په  دې اړه په سورة لقمان ۳۴ نمبرآیت کې   دالله تعالی فرمان دی  وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَداً  اوهیڅوک نه پوهیږي چې سبابه څه کیږي . نو ځکه خو تاریخ ته په کتلوسره د راتلونکي اومستقبل په اړه وړاندوینه کول له  توهماتو اوبې بنیاده خیال پرته نور اهمیت نه لري ځکه خو له داسي بې بنیاده اوحقیقت نه لرونکي خبرو باندي دخپل ژوند قیمتي  وختونه مه ضائع کوئ

 والله تعالی اعلم

لیکوال مفتي محمد

About admin