Home » دمېرمنو اسلام » پاک لمني دحديثوله نظره

پاک لمني دحديثوله نظره

 

(۱)نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم)یوځل دقریشوځوانانوته وفرمایل :

“یاشباب قریش احفظوا فروجکم لاتزنوا الامن حفظ فرجه فله الجنة”

“ای دقریشوځوانانودخپلو شرمځایونوساتنه وکړئ، زِنا مه کوئ،څوک چي څپل شهوت ځایونه ساتي دهغولپاره جنت دی”

په دې حدیث کي  ددواړوعالمورحمت (صلی الله علیه وسلم) څومره په کوټلو ټکوداحقیقت څرګندکړی دی چي کوم څوک چي دڅپلوځایونوساتنه کوي،دزِناپه ذریعه خپل نفساني شهواني شیطاني اولنډمهالي خوندونوله سرته رسولوڅخه ځان ژغوري هغوئ ته به جنت کي تل پاتي خوښۍورپه برخه شي،دې ته ویل کیږي “کارلږاومزدوري ډېره”

(۲)دروم باچاهرقل چي له ابوسفیان  څخه وپوښتل چي نبي کریم (صلی الله علیه وسلم)دکوموشیانوښوونه کوي،که څه هم ابوسفیان هغه وخت کي مسلمان شوی نه وو،هغه په څرګندوټکوکي دنبوي لارښوونولنډیزداسي وړاندي کړ :

“یامرنابالصلاة والصدقة والعفاف والصلة”

(بخاري ،کتاب الادب،باب صلة المراة ۲۴/۴ )

“هغه مونږته دلمانځه، صدقې،پاکلمنۍ اوصلي رحمي حکم کوي .”

جوته شوه چي دپاکلمنۍ ښوونه داسلام له بنسټیزوښوونوڅخه دی،بلکه داسي ویل پکاردي چي داسلامي ټولنې ودانۍ چي پرکوموستنودریږي له هغوڅخه دیوې نوم “پاکلمني” دی.

 

لیکوال: مفتی ابوالطیب

About admin