Home » درس الحديث » جهاد یوداسې عمل دی چې په ثواب کې مثل نه لري

جهاد یوداسې عمل دی چې په ثواب کې مثل نه لري

عن  ابي فاطمة  رضی الله تعالی عنه انه قال : یارسول الله اخبرني بعمل استقیم علیه واعمله !قال علیک بالجهاد في سبیل الله فانه لامثل له . الجهادلابن اعثم ۱\۱۹۹

ژباړه : ابوفاطمه  رض  فرمایې  چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې وپوښتل :آی دالله رسوله یوداسي عمل راوښیه چې  تل يې سرته رسوم  اوعمل ورباندي کوم ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : په تاسو جهادلازم دی ،جهادکوئ  ،ځکه دجهاد په  اعمالو کې مثل نه لري .

تشریح : که یوتن وغواړي چې ددين په اعمالو کې داسي عمل پیداکړي چې تل يې سرته رسوي اوډیراجراوثواب ورباندي ترلاسه کړي ،نوهغه به کوم عمل وي ؟په ذکرشوي حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم حخه یوتن همدغه پوښتنه کوي  اورسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ورکوي : چې هغه عمل جهاد دی ، په اسلام کې دجهاد په څېر دثواب بل سترعمل نشته . په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم  دایمان څخه وروسته ترټولو سترعمل جهادګڼلی .

About admin