Home » دمېرمنو اسلام » په کورکی دخاوندخدمت دبهترينواعمالوڅخه دی
دمیړه  اطاعت کول

په کورکی دخاوندخدمت دبهترينواعمالوڅخه دی

داسماءبنت يزيدانصاری رضی الله واقعه ده چي هغه دنبی کريم صلی الله عليه وسلم په خدمت کی حاضره شوه اوحضرات صحابه رضی الله عنهم هم حاضروو،دې وويل چي زماموروپلاردی ترتاقربان وي،زه دنوروښځودطرف دنماينده اوقاصدې په توګه راغلې يم زماځان دې پرتاسوقربان وي ددې دپاره چي نبی کريم (صلی الله تعالٰی عليه وسلم)موږته دهرې نيکۍ لاره ښودلې ده نوموږته لازمه ده چي ده ته دقربانۍ شعارووايو)تاسوالله پاک  په حقه سره دنارينه ؤاوښځوطرفته راليږلي ياست،موږپه تاسوباندي اوچي کوم څه تاسوراوړي دي پرهغوباندي ايمان راوړو،موږښځې په کورونوکي بندې ناستې يواودنارينه ضرورتونه پوره کوو،دحمل اواولادتکليف زغمو،اونارينه دجمعې،جمعي لمونځ دمريضانوپوښتنه،دجنازې حاضرېدل اودحجونواداءکول،اوتردې هم افضل لکه دالله په لاره کي جهاداونورښه کارونه کوي،له دې امله دوئ زيات ثواب پيداکوي چي څه وخت دوئ حج،عمره اودالله په لاره کي جهادکوي نوموږددوئ دمال حفاظت کوو د دوئ دپاره جامې تياروواوددوئ دکوچيانوپالنه کوو،نوای دالله رسوله !( صلی الله تعالٰی عليه وسلم) څنګه به موږپه ثواب کي ورسره شريکې شويعنې برابرې به شوچي هغوئ خوپه دې عملونوسره په ثواب کي مخ ته شول نبی کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم صحابه رضی الله ته خطاب وکړاوويې ويل چي تاسوددې ښځې سوال واوريدی،ددين په باره کي يې څومره ښه سوال وکړ،اصحابووويل چي ای دالله رسوله !موږته نه ده معلومه چي ددې ښځوپه شان به څوک ددې خبرومعلومات لري؟بيانبی کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم دهغې طرفته مخ وګرځاوی اوويې فرمايل چي ولاړه شه اوته ټولوښځوته ووايه چي ستاسودخپلوخاوندانوسره ښه سلوک کول اودهغوئ دخوشحاله کېدلوخيال ساتل اودهغوئ خبرې منل ددې ټولوعملونوسره چي نارينه يې کوي برابر دي، نوهغه ښځه دخوشحالۍ څخه په تهليل اوتکبيرويلوسره ولاړه.

(بيهقی فی الشعب صفحه ۱ ۲ ۴جلد۶)

لیکوال : م/ ابوالطیب

About admin