Home » دمېرمنو اسلام » دښځودبهر وتلوتګلاره
%d8%ac%d9%84%d8%a7%d8%a8%db%8c%d8%a8

دښځودبهر وتلوتګلاره

اسلام ښځوته لارښوونه کړې چي ترڅوچي کېدلای شي مېرمنې دې په کورکي دننه وي،دمجبوري  له کبله چي اجازه ورکړل شوې ده په هغه کي یوشمېربندیزونه لګېدلي دي،دبېلګې په توګه داچي وتلوپه مهال به عطرنه پوري کوي،اوداحکم شوی چي ښځه به دلارې په منځ کي نه ځي،دلارې په اړخ کي به ځي،دنارینه ؤ ګڼې ګوڼې ته به نه ننوځي،که هغې ته دوتلو اړتیاشي نوټول بدن به په چادري یااوږده پرېړ یاپوخ رنګ لرونکي پړوني کي پېچلې ځي(دلار لیدلولپاره دیوې سترګې ښکاره پرېښودل کافي دی)،یادې هغه چادري چي دسترګوپه وړاندي يې جالۍ لګېدلې وي کاروي،نن سبا ځوانې انجونې تش په نامه پړوني اغوندي هغه هم نری  وي،داکله هم شرعي پرده نشي کېدلای،اودهغوئ په داسي پړوني کي بهروتل  دبې پردې وتلوپه څېردي چي له یوه مخه ناروا اوحرام دی،په قران کریم کي چي دکوم پړوني یادونه  شوې ده له هغه څخه کله هم داسي پړوني مراد نه دی،مېرمنې چي دکومې اړتیاله کبله له کوره  بهرځي نو شرنګېدونکی هیڅ زېور به يې نه وي اغوستی،له غیرمحرم سره که دضرورت له کبله دخبرواړتیاشي،نوډېرې کمې به وي،دهو یا نه په ځواب ورکولو سره به يې پای ته رسوي،دخبروپه مهال دناز اولېوالتیا لهجه نه کاروي،  څه ډول چي پورته کښته اوتلوسره زړۀ راکښل کيږي،دغه ډول دنازپه لهجه کي هم کشش وي،دښځې په آوازکي په طبعي اوفطري ډول نرمي اوپه لهجه کي يې زړۀ راکښنه وي،پاک نفسه مېرمنې داسي وي چي له پردو نارینه ؤ سره دخبروپه مهال په تکلیف سره داسي لهجه غوره کوي چي سختي اوپردی والی  پکښي وي،دمفتي رشیداحمدصاحب (رحمه الله تعالی) په قول چي په تکلیف سره داسي لهجه غوره کوي چي اورېدونکی داسي محسوسه کړي چي ګواکي یوه بدشکله اوخیرنه ښځه ږغیږي(په حواله د”شرعي پرده”)ترڅودیوبدباطنه کس زړۀ کي لیوالتیانه شي پیدا،اوښځه به پرته له محرم څخه سفرنه کوي،هغه هم داسي محرم چي باورپرې وي،له فاسق محرم سره چي باورپرې نه وي سفرکول سم نه دی،دغه ډول مېړه یامحرم څخه پرته له کوم نامحرم نارینه سره یوازي پاته کېدلو یاشپه تېرولو کله هم اجازه نشته،محرم هم هسي چي پرې باور وي،داټوله حکمونه په حقیقت کي دپت  اوپاکلمنۍ دژغورنې لپاره ورکړل شوي دي ۔

لیکوال : م/ ابوالطیب

About admin