Home » ځانګړي ليکني » تفقه اودافتاء دصلاحیت موندلو اهمیت

تفقه اودافتاء دصلاحیت موندلو اهمیت

په دين کې تفقه  اوفتوی یاحکم لیکل یوداسې عظیم  عمل  دی چې ښایې ساری ونه لري ،په دې موضوع که څوک بحث کوي نوممکن  چې یوځانګړی  کتاب يې هم ظرفیت  ونه شي  لرلای  . البته موږ به يې  اهمیت ته  په لنډ ډول څواموروته اشاره وکړو.

  • الله تعالی فرمايې : لولانفرمن کل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم اذارجعواالیهم [التوبة: 122] … ولي نه وزي له تاسو نه يوه ډله چې په دين کې پوه حاصله کړي ، اوبياچې ددين احکام زده کړي نوولاړشي خپل قوم ته اوهغوئ دالله تعالی له عذابونو څخه وويروي       .

                  دفتوی دصلاحیت موندل ددې أمر تعمیل اوتمثیل دی  چې لوی رب يې  امت  ته په صراحت اووضاحت سره کوي  .

    • قال الله تعالی : يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (269) البقرة       .الله تعالی ددین پوه هغه چاته ورکوي چې خوښه يې شي او چاته چې فقه يعني ددين فهم ورکړ شو نوهغه خيرکثير وموندل       . دغه صلاحیت موندل چې په تفقه في الدین سره راځې رب العزة یې خیرکثیر ګڼي .اوخپله ځانګړي عطیه يې ګڼي .
    • فتوی ورکول دالله تعالی یوصفت دی       .قل   الله یفتیکم   ……..الآية [ ۱۲۷       النساء ]
    • الله تعالی چې ځمکي ته څومره رسولان       اوانبیاء را استولي نوهغوئ ته يې       داحکامو اوفتوی ورکولو وظیفه هم ورکړي وه ، لکه الله تعالی چې فرمايې : وجعلناهم ائمة يهدون بامرنا . انبيا ء ۷۳       .
    • رسول الله صلی       الله علیه وسلم ته د رب العزة له لوري دنبوة له منصب سره دافتاء منصب اوعلم هم ورکړل شو ، نوافتاء درسول الله صلی الله علیه وسلم دسترومناصبو څخه و چې په ورثه کې به يې علماء اختیاروي .
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم       له بعثته بيا تررحلته په همدغه منصب پاته شوی .   .
  • درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دڅلورو سره خلفاؤ په خپل نوبت کې همدغه وظیفه درلوده .
  • وړاندي ذکرشوچې فتوی دشرائطوپه وجودکې یوفرض عین یافرض کفایې عمل ګرزي چې ثواب يې هم همدومره دی.
  • وّإذً أّخّذّ اللَّهٍ مٌيثّاقّ الَّذٌينّ أٍوتٍوا الًكٌتّابّ لّتٍبّيٌَنٍنَّهٍ لٌلنَّاسٌ وّلا تّكًتٍمٍونّهٍ [آل عمران: 187]کله چې الله تعالی  دهغوکسانوڅخه  چې کتاب  ورکړل شوی  په ټينګه وعده واخسته  چې دکتاب  احکام به خلقو ته بیانوي  اوپوټوي  به يې نه .یعني  الله  تعالی دعلم په څښتنانو واجب کړی چې ددين داحکاموعلم  به نه پوټوي  بلکه خلکوته به يې رسوي .
  • عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍورضی الله تعالی عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ سُئِلَ عَنْ عِلْمٍ فَكَتَمَهُ أُلْجِمَ بِلِجَامٍ مِنْ نَارٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ . رواه  احمدفي  مسنده  ۱۳\۴۱۷ وابن ماجة  ۱\۹۷ په یوه بل روایت کې راغلي :
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي  دي : «من علم علماً فكتمه أُلجِم يوم القيامة بلجام من نار.سنن البیهقي  .

              نودعلم  رسول نورو ته  لمړی دتفقه موندلو اوبیادحکم  اوفتوی په لیکلو کې  سرته رسیږي .

  • رسول الله صلی الله علیه وسلم تفقه في الدين ټول خیرګڼلي اوهغه صلى الله عليه وسلم فرمایلي-: “من يرد الله به خيرًا يفقّهه في الدين” متّفق عليه.
  • په یوه بل روایت کې راغلي : قال النبي       صلى الله عليه وسلم -: “النَّاس معادن خيارهم في الجاهلية خيارهم في الإسلام إذا فقهوا” متّفق عليه . یعني په اسلام کې دخیرمعدن هغه څوک دی چې په دين کې فقاهت ولري .
  • څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا څخه رحلت وکړ ،اوله هغه  وروسته بل نبي نه راځې  اوددین په رسولو کې لوی  خدای ج  دهغه نائبان علماء پيداکړي دي ، نواوس دهمدغه علماؤ مسئولیت دی چې څرنګه  ددې دين حفاظت وکړي اوڅه ډول دغه دين ترخلقوورسوي ،
  • دعلم  دنشر لپاره ډیرې لاري شته لکه درس ،تدریس ،دعوت اونور.. ؛مګر دوقت  ترټولو مهمه  لاره يې خلقوته ددين احکام  رسول  ،هغوئ  ته  دعباداتو ،معاملاتو اونورو اموروکې رهنمايې کول  اوپه ورپيښو مسائلو کې  فتوی اوحکم ورکول  ځکه له یوې خوا  دامهال خلق له ډیرونویو مسائلو سره مخ دي بل پلوته په ولسونوکې  ددين دپوهي کچه خورآ ټيټه شوي  ،اخوا موپه ديني تعلیم کې دتفقه في الدين  سلسله  یاخو نشته  یاخو بی خی سطحې شوي  ،فتنې همداسې په جوپو رارواني دي .

             نوترټولو مهمه ده چې خواص  مو دتفقه في الدين لوري  ته متوجه شي  .

  • دمجتهدینو راتلل، دمذاهبووجود،په زرو بلکه په لکونوفرعي مسئلې حل کیدل ،دهرعصر اوزماني مسائل تحلیل اوڅېړل ،به زرونو فتاواوي اوتصنیفونه رامینخ ته کیدل ددين په ساتلو،خپرولو اوخلقوته په رسولو کې خورا مهم رول  لرلی .   چې داټول لمړی  دتفقه اوبیا دافتاء اوحکم  بیانولو په مټ سرته رسیدلي دي  ،دعلمي نړۍ دغه سلسله په همدغه تخصصاتواوتفقه في الدین باندي پاته کیدلای شي چې ددین احیاء اوبقاء ورسره تړاولري
  • قال الامام النووي  أن  الافتاء عظیم  الخطر ،قدیرالموقع ،کثيرالفضل ،لان المفتي  وارث  الانبیاء وقائم  بفرض  الکفاية .. موقع  عن الله سبحانه .وقال شیخنا دامت برکاتهم . الافتاء لیس  ابداء للاراء الشخصیة  اوتحکیماللعقل المجرد بل هوتبیین لماشرع  الله تعالی  لعبا ده … وان  هذالمنصب  نیابة  من الله تعالی  ورسوله  في بیان  تلک الاحکام .اصول الافتاء ص\۱۳

مفتي ابویاسر عفی عنه

About admin