Home » عصري مسائل » دمریض لپاره مسجد ته دبولو له کڅوړي سره تلل صحیح دي ؟

دمریض لپاره مسجد ته دبولو له کڅوړي سره تلل صحیح دي ؟

پوښتنه :یوتن مجاهد چې  سخت  زخمي شوی   دی ، ډاکترانو یې له نس سره  یوکڅوړه نښلولي چې  فضله مواد او تشي متیازي (بولې) دیوه پایپ په مټ ورته راځي ، نوموړی  چې اوس یې  صحت لږ ښه دی  د  لمانځه  لپاره مسجد ته  راځي  ، نو ایادداسي بیمارشخص مسجدته راتلل اوله خلکوسره یوځای لمونځ کول جائز دي کنه ؟ او داسړی مسجدته  د نجاست داخلونکی بلل کیږي کنه؟ اودبدبویي  اونه بدبويي له امله په مسئله کې  کوم فرق راځي کنه؟

الجواب : حامداومصلیا وبعد : په عامو حالاتوکې مسجد ته بدبویه او یا هم نجس شیئ داخلول مکروه تحریمي دي بیا په خاصه توګه  هغه مهال چې دمسجد دککړیدلو ویره  اوخطره وي ، لکن کوم څوک چې معذوروي لکه په پورتنۍ مسئله کې یې بیان شوی  نو هغه کڅوړه دنوموړي دنس اومعدې په حکم کې ده نوکه بدبویي یې نه ځي اوپټه وي  اودخلکو دنفرت باعث نوي نو دداسي شخص مسجدته تلل جائز اوصحیح دي   ، ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دمستحاضې ښځي په مسجدکې اعتکاف کول ثابت دي که څه هم  نجاست به ورسره ؤ خو هغه به پټ ؤ اوبدبويي به یې هم نه ولاړیده ځکه نو ورباندي رسول الله صلی الله علیه وسلم  انکار نه دی کړ ی

په بخاري شریف باب اعتکاف المستحاضه ۱/۲۷۳    کې روایت دی : عن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت : اعتکفت مع رسول الله صلی الله علیه وسلم امرآة من ازواجه مستحاضة فکانت تری الحمرة  والصفرة  فربما وضعناالطست تحتها وهی تصلی

ددې حدیث په تشریح کې علامه بدرالدین عیني رحمه الله  لیکلي : چې که جامي یا مسجدنه ککړیږي نو صحیح دی ، همداسي چې څوک دمستحاضې په معنی کې وي یعني معذور اونور دوی ته هم  دمسجد داخلیدلواواعتکاف کولو اجازت دی

 وممایستنبط منه : جوازاعتکاف المستحاضة وجوازصلاتها لأن حالها حال الطاهرات ، وانهاتضع الطست لئلایصیب ثوبها اوالمسجد، وان دم الاستحاضة رقیق لیس کدم الحیض ، ویلحق بالمستحاضة مافي معناها کمن به سلسل البول ، والمذي والودي ومن به جرح یسیل فی جواز الاعتکاف ، والله تعالی اعلم           عمدة القاري۳/۱۳۰ کتاب الحیض باب اعتکاف المستحاضة

م/محمد

About admin