Home » دماشومانو اسلام » نوي ماشومان اودموراوپلار مسئولیتونه

نوي ماشومان اودموراوپلار مسئولیتونه

 

ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په اسلامي تهذیب کي دماشوم   دزیږیدوسره سم دهغه په جسماني او روحي بدني اومعنوي لورو کي دپلار اومور څه ځانګړي مسؤلیتونه شته که پخپل وخت سره سرته ورسیږي نو دماشوم دراتلونکي په اړه خورا اغیزمن او ګټور تمامیږي . چي پایله کي به دغه مور اوپلار دخپل مستقبل سره یو داسي نیک اوغوره ماشوم ولري چي   له اخلاقی تهذیب سره سره به   دکور اوټولني لپاره یوه ښه ډالۍ وي چي مستقبل یی هوسا، سوکاله اولادډیرو دتمدن اوښه ژوند جوګه  وي   .

خوداچي دماشوم دغه تهذیب یادمور اوپلار مسؤلیتونه څه دي ؟   نو په دی اړه باید دالا ندي کرښي ولولو .

کله چي ماشوم یا ماشومه وزیږي

کله چي ماشوم یاماشومه وزیږي نو دخپلي دي خوښۍ زیری دي نورو ته ورکوي   هغه بل تن ته هم مستحب ده چي مبارکي ورکړي ‍ .

قال الله تعالى : وامْرَأَتُهُ قائِمة فَضَحكتْ فَبَشَّرْناهَا بإسْحاقَ ومِن وراءِ

إسْحاق  يعْقوب   هود:71  وقال عز من قائل : َفنَادتْهُ الملائكة وهُو قائم يُصلّي في المحْراب أنَّ الله يُبشّرُك بيحْيى ( آل عمران: 39) . وقال سبحانه يا زَكَريَّا إِنَّا نُبَشِرُك بغُلامِ اسمُهُ يَحْيى   (مريم :۷ ]

ژباړه : اومیرمن یې ولاړه وه نوموږ داسحاق په ورکړه زیری ورکړ اوله هغه وروسته دیعقوب په زوکړه . یعني دهغه زیری مو هم ورکړ .

نوملایکو اواز ورته وکړ په داسي حال کي چي حضرت زکریاعلیه السلام په محراب کي په لمانځه ولاړوو ملایکو ورته وویل بی شکه الله تعالی زیری درکوي دیحی په نوم دیوه زوی .

وفي الحدیث

ولما ولد النبي عليه الصلاة والسلام بشرت به ثويبة أبا لهب وكان مولاها، وقالت: قد ولد الليلة لعبدالله ابن، فأعتقها أبو لهب سروراً به .

ژباړه : کله چي دپیغمبرصلی الله علیه وسلم مبارک ولادت وشو نو دثویبي په نوم دابولهب یوي مینځي په هغه باندي زیری وکړ چي نن شپه دعبدالله زوی زیږیدلی ابولهب هغه مینځه ددغه زیري په خوښي کي ازاده کړه . ذکره السیوطي رحمه الله في فتاواه الحاوي ۱\۱۹۶ وایضا في احسن الفتاوی ،وبلوغ المامول للشیخ عبدالله ، وحسن المقصد في عمل المولد ، وعرف التعریف بالمولدالشریف وغیره

دماشوم لمړنۍ پالنه

اوبیا یې اسلام دلمړنۍ پالني له مخي دغسل او نظافت امر کوي . اوبیایې   په راسته   غوږ کي داذان او په کیڼ غوږ کي داقامت دویلو ښودنه کړي   ، لمړی یې دبدني نظافت اودوهم یې دروحي اومعنوي   سمبالتیا اوصحت سره تړاولري . چي دادواړه دانسان لپاره خورا اړين دي . ځکه دماشوم په غوږ کي داذان او اقامت ازانګه دهغه معصوم دماغ ته دلوی خدای دمبارک نوم اودهغه دلویې او توحید اواز رسول دي .

عن ابي رافع قال رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم اذن في اٌذن الحسن بن علي حین ولدته فاطمة بالصلوة . رواه الترمذي . مشکوة ص\ ۳۶۳ وفي المرقات بهامشه هذا یدل علی سنیة الاذان في اذن المولود وفي شرح السنة روي عن عمر بن عبدالعزیز کان یؤذن في الیمنی ویقیم في الیسری اذا ولد الصبي قلت وقدجاء في مسند ابي یعلی عن الحسین مرفوعا من ولد له ولد فاذن في اذنه المنی واقام له في اذنه الیسری لم تضره ام الصبیان   . کذا في جامع الصغیر للسیوطي .ترجمة

په ماشوم ښه اوغوره نوم ښو دل

: چي کله ماشوم باندي دنوم ښودلو مرحله راځي نو دلته   پلار مکلف ده چي بایددخپل   ماشوم لپاره غوره نوم انتخاب کړي . پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دي اړه ویلي :

من ولدله ولد فلیحسن اسمه . مشکوة ص\۲۷۱   دچا چي   ماشوم وزیږي نو ښه نوم دي ورته   انتخاب کړي   .

نوپه ماشوم دداسي نوم ښودل   چي له لفظي ښکلا سره معنوي جوړښت ، توافق ، اوتزیین هم ولري نه یواځي دخپل مسؤلیت سرته رسول دي بلکه دادماشوم دیوستر حق څخه دخپلی غاړي خلاصول هم دي .

پیغمبرr به بیکاره نومونه نه خوښول :

په مفتاح السعادة ۲\۲۴۷ راغلي : وکان یکره الاسم القبیح لانه کان یتفاءل بالحسن . پیغمبر r به بیکاره نوم نه خوښول اوپه ښه نوم به یې نیک فالي نیوله . دابن عباس رض څخه نقل شوي : وکان رسول الله صلی الله علیه وسلم یستحب الاسم الحسن : پیغمبرصلی الله علیه وسلم به ښه نوم خوښول .

اوبیا پیغمبر r موږ ته دبیلګي په ډول دغه سي حسین نومونه ښایې   : عن عبدالله یحبي ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال خیرالاسماء عبدالله وعبد الرحمن   واصدقها حارث وهمام حارث یحرث لابنائه وهمام یهم بالخیر . ښه نومونه دعبدالله اوعبدالرحمن دي او رښتوني یې   دحارث اوهمام نومونه دي . حارث له دي امله چي دخپلو ماشومانو لپاره زیار ایستونکی وي کرهڼه اوکروندي ورته پالي اوهمام له دي امله چي   دنیکو کارنو په لټون کي وی .

دبیکاره نومونو بدلول

امام ابوداود وایې : چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم   . دعاص ، عزیر ، عقله ، شیطان ، حکم ، غراب ، حباب ، شهاب ، نومونه بدلول … اوداسي به یې دحر ب   نوم په سلم ، اومضطجع په منبعث   اوعفرة په خضرة اوشعب الضلالة په شعب الهدی ، اوبنو زینیة په بنو الرشده بدلول .

دبخاري په روایت کي راغلي :   سعید بن المسیب له خپل پلار څخه ر وایت   کوي چي زما پلار پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته راغی   هغه ص ورته وویل ستا نوم څه ده ؟ زماپلار ورته وویل حزن   [ غمګین ] نوپیغمبرصلی الله ورته وویل : لا بل انت سهل   نه بلکه ته سهل [ خوشحال ] یې یعني ستانوم بایدحزن نه بلکه سهل وي   خو هغه ورته وویل : نه زه هغه نوم نه بدلوم چي پلار ورباندی بللی یم : له دي روایت څخه وروسته ستر تابعی سعید بن المسیب وایې : چي له هماغه مهاله په موږ کي حزن   غم ځای نیولی دی .

په دي اړه نور هم ډیر حدیثونه او اثار نقل شوي چي موږ ته پکې دالارښونه شوي چي په ماشومانو بیکاره   نومان ښودل   له هغوۍ اوځان سره جفا ده .

دښه نوم په اوریدلو دپیغمبرr خوښي .

عبدالله بن بریده له خپل پلار څخه روایت کوي :  وکان النبی r لایتطیر من شيء ولکنه اذا اراد ان یاتي ارضا سأل عن اسمها فان کان حسنا رؤی ذلک في وجهه ، وکان اذا بعث رجلا سأل عن اسمه فان کان حسن الاسم رؤی البشر في وجهه وان کان قبیحا رؤی ذلک في وجهه . مفتاح السعادة ۲\ ۲۴۷

ژباړه : پیغمبرr به له هیڅ شي کرکه نه کوله ، کله چي به یوی   سیمي ته داخل شو نو دهغه کلي یاسیمی دنوم پوښتنه به یې کوله که به یې ښه نوم وو نو دپیغمبرr په مبارک مخ کي به دخوښې نښې ښکار ه شوي   ، اوکله چي به یې یومجاهد چیرته لیږل نو لمړی به یې دنوم په اړه ورځیني وپوښتل که به یې ښه نوم   وو نو دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په مبارکه څهر ه به دخوښۍ نښي څرګندي شوي . اوکه به یې بیکاره نوم وو نو دناخوښۍ نښې به یې په مبارک مخ کي ښکار ه شوي

About admin