Home » لمونځ » په لمانځه کې څرنګه خشوع ترلاسه کولای شو؟

په لمانځه کې څرنګه خشوع ترلاسه کولای شو؟

 مفتي پذیراحمد

څرنګه چې لمونځ داسلام له مهمو پنځو بناوو څخه  یو  دی  ، اودقیامت په ورځ به  لمړی پوښتنه دلمانځه په اړه کیږي  اوهغه لمونځ دالله تعالی جل شانه   په دربارکې قبول دی ،چې  په خشوع سره  ترسره شي  ، مګر له بده مرغه چې  زموږ ډیر  وروڼه  له  خشوع څخه  ناخبره دي  او آن ځیني وروڼه خو هسي ښکته پورته شي اوګمان کوي ،چې نور یې له  لمانځه غاړه خلاصه شوي  اوپه  دې ګډوډ لمونځ باندي  دهغه اجر  اوثواب  طمعه  لري چې  الله جل جلاله   یې  وعده کړي  ، خوحقیقت دادی ،چې په کوم لمونځ کې خشوع نه وي، هغه دالله تعالی په دربارکې  دقبول وړ نه دی ، نو داچې  په څه ډول  په لمانځه کې خشوع  ترلاسه کړو، نو راځئ  په دې اړه   دالیکنه   ولولو !

په لمانځه کې دخشوع ترلاسه کولو لپاره   درې   درجې دي :

په لمانځه کې دخشوع ترلاسه کولو درې درجې  او درې  زیني دي ، لمړۍ درجه داده، چې کوم الفاظ په ژبه سره اداء کیږي، دهغو الفاظو طرف ته مو توجه وي ، دوهمه درجه یې داده، چې دهمدي الفاظو معانیو ته مو فکر وي ،  اودریمه درجه داده، چې لمونځ په دې فکرسره اداء کړو، لکه چې موږ الله جل جلاله وینو  ،یا کم ترکمه که موږ یې نه وینو، نو الله تعالی خو مو ویني  ،  او د(سورة المؤمنون )په  لمړي آیت کې چې دکامیابو مؤمنانو کوم صفت بیان شوی ،چې په لمانځه کې خشوع کوي ، هلته په دې خبره هم  تنبیه راکړل شوي، چې یوازي په لمانځه کولو باید اکتفاء ونه کړو، بلکې  په لمانځه کې دخشوع پیداکولو هم پوره هڅه اوکوشش وکړو!

اکثره خلک شکایت کوي ،چې  زه کله لمونځ کوم، نو ډیر خیالونه اوفکرونه راته پیداکیږي ، موږ باید ددې خیال  اوفکر له امله پریشان نه شو ،بلکې  دهغې دله منځه وړلو او علاج طرف ته متوجه شو ،  اصل خبره هم همدا ده، چې باید دکوم تکلیف اونقص له امله غمجن نه بلکې  دهغه دلیري کولو اوله منځه وړلو لاره غوره کړو، چې ددې تکلیف اونقص لیري کولو لپاره کومي لاري چاري شته ؟

لمړۍ لاره یې داده :چې الله تعالی له لمانځه وړاندي کوم مقدمات قائم کړي ، دهغه خیال وساتو، لمونځ خو مقصود اصلي دی، لیکن ترلمانځه وړاندي څو داسي مقدمات اوتمهیدات ايښودل شوي، چې په مټ یې یو انسان  اصل لمانځه ته رسیږي  ، که یوانسان همدغه تمهیدي کارونه په صحیح توګه  ترسره کړي ،نوپه لمانځه کې دخیالونو اوفکرونو راتلل به  پخپله کم شي .

دلمانځه مقدمات :  الله تعالی دلمانځه په مقدماتوکې ترټولو لمړی طهارت ايښی ، ځکه خو دهرلمونځ کونکي لپاره طهارت اوپاکي حاصلول ضروري دي ، په یوه مبارک حدیث کې راغلي : مفتاح الصلوة الطهور ،یعني پاکي دلمانځه چابي اوکیلي ده ، په یوه بل حدیث کې راغلي : لاتقبل الصلوة بغیر طهور ، یعني کوم لمونځ له طهار ت اوپاکي پرته دالله تعالی په وړاندي دقبلیدلو وړتیا نه لري

 استنجاء :  دطهارت سلسله له استنجاء څخه پیلیږي ، چې په اړه یې علماء کرامو لیکلي انسان دي داستنجاء کولو په مهال دطهارت حاصلولو پوره کوشش کوي ترڅو پوري چې د بولو دڅاڅکو راتلو ویره وي  ،ترهغه وخت دي ځان نه فارغ کوي چې  دفقه په اصطلاح کې ورته استبراء ویل کیږي ، ځکه که په سمه توکه پاکي ونه کړله شي، په بدن یا جامو باندي یې دنجاست اثرات پاتي کیږي چې له امله یې انسان په ډول ډول فکرونو مبتلاء کیږي .

ناپاکي  دخیالاتو سبب : الله تعالی په هرڅه کې څه خصوصیات ايښي ، دناپاکۍ یوه خاصه داده چې له امله یې دانسان په زړه کې ناپاک اوخراب خیالونه ، شیطاني وسوسې پیداکیږي ، ځکه نو دلمانځه ترټولولمړی تمهیدي کار دادی ،چې دناپاکۍ لیري کولو اهتمام وکړای شي .

دلمانځه دوهمه مقدمه  اودس : له دې وروسته دوهم تمهیدي کار  اودس کول دي ، دا اودس هم یوعجیب اونادرشئ دی ، په حدیث شریف کې راغلي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې یوانسان اودس کوي او په اوداسه کې خپل مخ پریولي  نو له امله یې  دسترګوپه مټ شوي ټول صغیره ګناهونه  وینځل کیږي ،همداراز چې کله انسان لاسونه مینځي نو الله تعالی دهغه دپښو له امله کړل شوي ګناهونه ورته معافوي ، …اوکوم څه  څلور اندامونه چې  په اوداسه کې وینځل کیږي ،یامسح ورباندي کول کیږي ،په عامه توګه دبدن همدغه غړو باندي ګناهونه کیږي ، الله تعالی دا انتظام فرمایلی ،چې بنده دلمانځه لپاره زماپه حضورکې حاضریږي ،نو لمړی یې باید له بدن څخه ګناهونه لیري کړی شي ، دهغه لاس ، مخ  اوپښي له ګناهونوڅخه پاک شي ، خو البته له ګناهونوڅخه  صغیره  او واړه ګناهونه مراد دي، ّځکه لوی ګناهونه له توبي پرته نه معافیږي

دامام ابوحنیفه رحمه الله په اړه مشهوره ده، چې کله به چا دنوموړي په وړاندي اودس کاوه، نو دهغه داوداسه په اوبوکې به یې دهغه دګناهونوشکلونه په نظر راتلل، چې اوس فلانۍ ګناه مینځله کیږي – الله تعالی نوموړي ته داکشف ورکړی ؤ  – په هرصورت الله تعالی ترلمانځه وړاندي اودس ددې لپاره مقررکړی، چې په دې سره نه یواځي ظاهري پاکي ترلاسه کیږي بلکه باطني صفایي اودګناهونو صفایي هم ورباندي حاصلیږي .

په کوم ډول اودس سره ګناهونه وینځل کیږي :  بایدوویل شي چې له  اوداسه څخه دافایده هغه مهال ترلاسه کیدی شي، چې کله یوانسان دسنت مطابق اودس وکړي ، اوهغه ډول اودس وکړي څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی ، درسول الله صلی الله علیه وسلم یو عادت مبارک داو، چې کله به یې اودس کاوه ، نوقبلې لوري ته به یې مخ کړ ، همداراز هغه صلی الله علیه وسلم به  داودس په پیل کې بسم الله الرحمن الرحیم  ویله  او داودس په مهال به یې خبري نه کولي، بلکې اودس کولو ته به متوجه و.

 داودس طرف ته  توجه :  داودس طرف ته دتوجه ترټولو لویه  خبره داده ،چې کله انسان خپل مخ وینځي ،نو دې ته یې باید توجه وي ،چې زما دمخ ګناهونه وینځل کیږي ،اوکله چې لاسونه پربمنځي نو دې ته یې توجه اوفکروي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې داودس په مهال دلاسونووینځلوسره  دلاسونوګناهونه معافیږي نو دامهال زما دلاسونو ګناهونه وینځل کیږي ،همداراز داوبو په استعمال کې باید اسراف ونه کړي ، زیاتي اوبه توی نه کړي ،چې دڅومره اوبو ضرورت وي ،بس همدومره اوبه دي استعمال کړي ، په یوه مبارک حدیث کې راغلي : ایاک والسرف وان کنت علی نهرجار  یعني ځان له اسراف نه وژغوره که څه هم  د رواني ویالي پرغاړه یې.

ګورئ که څوک درواني ویالي په اوبو په هرڅومره اوبو اودس وکړي، له امله یې په اوبوکې کوم کمي نه راځي ،خوله دې سره سره یې فرمایلي چې په داسي موقع هم له اسراف نه ځان وژغورئ او اضافي اوبه مه تویوئ.

داودس کولو په مهال دعاګاني : د اودس کولو په مهال دعاګاني وکړئ ، په حدیث شریف کې راځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله اودس کاوه ، نوپه کثرت سره به یې  اشهدان لا اله الاالله واشهدان محمدعبده ورسوله  ویله ، او همداراز  اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارک لي في رزقي ، او له اودس وروسته به یې دادعا ویله : اللهم اجعلني من التوابین واجعلني من المتطهرین ،

که کوم څوک له دې ادابوسره اودس وکړي نو ددې اودس خاصه بیا داده، چې

دا ډول خیالونه چې زموږ په زړه اودماغ کې یې ځای نیولی له هغه به موپاک کړي اودالله تعالی لوري ته به مو دماغ متوجه کوي .

داودس په مهال خبري اتري کول :  زموږ لویه تیروتنه اوغلطي داودس له پیل څخه شروع کیږي ،کله چې موږ داودس کولو لپاره کښینو ،نو ددنیا ټول خرافات داودس کولو په مهال روان وي ، ګپ شپ اوخبري اتري کیږي، چې په داسي حال کې چې په هیڅ هم نه یو،خبر اودس کوو ، بس هسي ژر ژر خپل فرض ساقط کړو اوځانونه فارغ کړو. چې نتیجه یې داشي چې داوداسه له ټولو فایدو اوثمراتو بې برخي شو ، ددې په ځای که موږ په توجه فکر اوادابوسره اودس وکړو اوداودس په مهال دعاګاني ووایو نو دلمانځه لمړی تمهید اولمړۍ مقدمه به مو سمه کړي وي

دلمانځه دریمه مقدمه داده، چې کله دي اودس وکړ، مسجد ته راغلي ، نو مسجد ته ترجماعت دریدلو لږ وړاندي راشه  اودتحیة المسجد اوتحیة الوضوء په نیت سره دوه رکعته لمونځ اداء کړه ، دادوه رکعته واجب یاسنت مؤکد نه دي،  لیکن ډیر زیات فضیلت لري ، په حدیث شریف کې راغلي چې : یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت بلال رضی الله تعالی عنه ته  وفرمایل : ای بلاله ! کله چې زه معراج ته لاړم اوهلته الله تعالی په مادجنت سیل وکړ، نو ما ستاسو دپښو  داسي غږ( ترپهار) واورید، لکه دکوم بادشاه په وړاندي چې کوم ګارډ روان وي ، دا  راته ووایه چې تاسو کوم خاص عمل کوئ چې له امله یې  الله تعالی تاسوته دامقام درکړی ؟

چې په جنت کې یې تاسو زما باډیګارډ کړئ ؟ حضرت بلال رضی الله عنه په جواب کې ورته وویل : ای دالله رسوله ! نورکوم عمل مي خو مي نه دی یاد، البته یوه خبره شته، هغه داچې له کله راهیسي زه مسلمان شوی یم، نو له هغه وخت نه مي دا له ځان سره پتییلي، چې کله هم اودس وکړم ،نو دوه رکعته لمونځ به په هغه اوداسه خامخا اداء کوم ، – نوزمادمسلمانۍ راهیسي زه هروخت له اودس کولو وروسته دوه رکعته تحیة الوضوء خامخا اداء کوم – که دلمانځه وخت وي اوکنه وي ، ددې په اوریدلوسره رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : همدا هغه عمل دی ،چې له امله یې الله تعالی تاسو ته دغه مقام درکړی

تحیة المسجد کوم وخت باید وکړو : په هرحال له هراوداسه وروسته دوه رکعته نفل کولوکې دوه  دقېقي لګیږي ، لیکن الله تعالی دهغه له امله دومره زیات فضیلت فرمایي ، اومسجدته  له داخلیدلوسره ترکښېناستلو وړاندي دوه رکعته تحیة المسجدکول افضل دي ، البتة که دچاهیرشي کښيني اووروسته ورپه یاد شي نو هغه وخت دي یې اداء کړي ، په دې کې هم هیڅ مشکل نشته لیکن افضل اوغوره داده چې ترکښيناستلووړاندي یې اداء کړي ، دادلمانځه دریم تهمید دی

دلمانځه څلورمه مقدمه وړانديني سنتونه : دلمانځه څلورمه مقدمه داده ،چې ترهرفرض لمانځه وړاندي څو رکعتونه سنت مؤکد یاسنت غیرمؤکد راغلي دي ، دمثال په توګه دسهار ترلمانځه وړاندي دوه رکعته ، دماسپښین ترلمانځه وړاندي څلوررکعتونه سنت مؤکد دي ، اودمازدیګر اوماسخوتن ترلمانځه وړاندي څلورڅلور رکعته سنت غیرمؤکد دي ، دماښام لمونځ چونکه ژر کول کیږي، نوځکه دماښام ترلمانځه وړاندي د دوو رکعتونو دومره فضیلت نشته ، لیکن په بعض روایاتو کې دامهال هم دوه رکعته ثابت دي ، نوځکه ترفرض لمانځه وړاندي چې کوم لمونځونه کول کیږي داڅلورم تهمید دی

له دې څلورو مقدماتو وروسته خشوع حاصلیږي : له دې څلورو مقدماتو تیریدلو وروسته چې کله په فرض لمانځه پیل وشي، نوهغه ته به داشکایت په وړاندي نه راځي، چې عامه خلکوته پیښیږي، چې په لمانځه ودریږي نو زموږ زړه چیري او دماغ چیري وي ،په حواس باخته حالت کې مو لمونځ اداء شي ، داذان اوفرض لمانځه په مابین کې چې د۱۵ یازیاتو دقېقو وقفه ښودله شوي، هم دهمدي لپاره ده ،چې ددې وقفې په ترځ کې انسان داتمهیدات پوره کړي ،یعني په اطمینان اوډاډسره اودس وکړي ، بیاتحیة الوضوء اوتحیة المسجد په اطمینان سره اداء کړي اوبیاسنتونه اداء کړي  له دې ټولو تمهیداتو وروسته چې کله په فرض لمانځه پیل وشي نو ان شاء الله

په خشوع ، او الله تعالی لوري ته توجه به حاصله شي ، په دې تمهیداتوکې یواځي ،څو دقېقي وخت لګیږي ،لیکن  ددې له امله زموږ لمونځونه صحیح کیږي، چې له امله به یې صلاح اوفلاح زموږ په برخه کیږي ،

د خیالاتوپرواه مه کوئ :

له دې وروسته به داهم ووایو چې  له دې تمهیداتو سرته رسولو وروسته که بیاهم په فرض لمانځه کې کوم خیالات راځي، نو له هغه څخه بلکل بې غمه شئ ، که هغه خیالات په غیراختیاري توګه راځي، نو دالله تعالی له لوري معاف دي ، بعضی خلک  ددې خیالاتو له امله  دلمانځه بې قدري شروع کړي، ډیرخلک وایې زموږ دالمونځ نو څه شئ دی ؟ ډیرخلک وایې زموږ لمونځه بي کاره دي، ځکه خیالات او چورتونه ډیر راځي، په لمانځه کې مو هیڅ ډول خشوع نه وي

ددې سجدو قدر وکړئ :  خو یاد ولرئ ! دا ټولي دناقدري خبري دي  او الله تعالی ته داډول خبري خوښي نه دي ،  دې ته خو وګوره، چې دالله تعالی په فضل اوکرم سره دلمانځه کولو توفیق درکړل شو ، دالله تعالی په وړاندي دسجدي کولو توفیق درکړل شو  ،لمړی خو ددې توفیق اونعمت شکر اداء کړه ،چې دهغه په وړاندي دي لمونځ اداءکړ ، ګوره څومره خلک دي چې له دې نعمت څخه بې برخي دي ، که موږ هم بې برخي وای نو دڅومره غټي محرومي خبره وه

،الله تعالی چې پخپل دربارکې دحاضرۍ کوم توفیق راکړی ،داهم یو سترنعمت دی ، البتة له خپله طرفه چې کومي کوتاهۍ وي اوخشوع نه راته حاصلیږي او ډول ډول فکرونه په لمانځه کې راته پیداکیږي په هغه باندي به استغفار کوو!

له لمانځه وروسته کلمات : حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه فرمایي : چې انسان دي له هرفرض لمانځه وروسته  دوه کاره کوي ، یوداچې  الحمدلله دي وایې اوبل داچې استغفرالله دي وایې ، دالحمدلله په ویلو سره به ددې شکر اداء کړي، الله تعالی په خپل دربارکې دحاضرۍ اولمانځه کولو توفیق  راکړ ، اوپه استغفرالله سره به داڅرګنده کړي ،چې ای الله ج ! داچې تاسو دلمانځه کولوتوفیق راکړ ، لیکن مادلمانځه حق هسي اداء نه کړ لکه څرنګه چې په کارؤ  نو په دې سره به په هغه کوتاهي استغفار وکړي ،چې له ده صادره شوي ، په یوه مبارک حدیث کې راغلي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هرلمانځه کې له سلام ګرزولو وروسته  درې ځله استغفرالله  استغفر الله  استغفر الله  ویل حال داچې هغه لمونځ کړی و، کومه ګناه یې نه وه کړي ، لیکن په دې خبره به یې  استغفارویل چې ای الله لکه څرنګه چې ستاسو له لوړشان سره مناسب لمونځ و، هسي خو مو ونه کړ.

خلاصه داچې : په هرصورت باید د دي کمزوري لمانځه بي قدري هم باید ونه کړو، اوپه  خودپسندۍ اوعجب کې هم مبتلاء نه شو ، الله تعالی چې کوم توفیق راکړی، په دې باندي شکر اداء کړو  اوکومه کوتاهي چې رانه شوي په هغه استغفار وکړو  او ترخپل وس  پوري لمونځ په  ښه توګه اداء کړو او دښه لمانځه اداء کولو فکر جاري وساتو، اوکه موږ ټول ژوند دي ته متوجه شو، نو امید دی چې الله تعالی به یې په خپل فضل اوکرم سره قبول کړي .

 الله تعالی دي موږ ته په دې خبروباندي په خپل فضل سره  دعمل کولو توفیق راکړي ، آمین

About admin