Home » جـــــهاد »  د روان جهاد دوه چنده ثوابونه
جهاد

 د روان جهاد دوه چنده ثوابونه

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد:

د شاه شجاع چوکۍ ته د دوهم غدار له راوستو  وروسته، د اسلام او افغان ضد شيطاني کړنو په بهير  کې يوه زياتونه: د جهاد د روڼ انځور تتونه، او په نشراتو کې د جهاد پر ځای د غلامۍ د مخفي اشارو د تعليماتو  پيل وو..

خو جهاد تل پاتې مقدس عمل دی، په تقدير کې د لمر په څېر  رڼه او غالبه برخه لري، کوونکي يې د ستر ثواب خاوندان او پرېښودونکي يې د ذلتونو ښکار وي.

له حضرت مقدام رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر شهيد ته د الله له لوري شپږ  امتيازونه ورکول کېږي : په اول سر کې به ورته د ګناهونو بښنه کېږي او خپل د جنت ځای به ويني ، د قبر له عذاب نه به ساتل کېږي ، او د قيامت د ورځې له لويې وېرې څخه به په امان وي ، په سر به ورته د (وياړ) وقار يو داسې تاج ايښودل کېږي چې يوه ملغلره به يې له دنيا او د دنيا له ټولو شيانو څخه غوره وي ، او له دوه اويا غټو سترګو والا ( ښايسته )  حورو سره به يې نکاح کېږي ، او د اويا خپلوانو په حق کې به يې  ( له جهنم څخه د خلاصون ) شفاعت منل کېږي .  ( ترمذي او ابن ماجه )

له ابو صالح څخه روايت دی چې ما په ممبر باندې له عثمان ( رضي الله عنه ) څخه واورېدل، ويل يې : يو حديث چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلی وو ،  له تاسو څخه مې تر اوسه پټولو ، ځکه چې زه وېرېدمه چې ټول به له ما څخه ( سنګر ) ته لاړ شئ ( او مدينه منوره به خالي پاتې شي ) بيا دا راته  ښه ښکاره شوه چې درته بيان يې کړم ، څو هر کس ځان ته په خپله خوښه لاره غوره کړي ، ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې : څوک چې د دښمن خواته نږدې په سنګر کې يوه شپه تېره کړي ،  ( د دې يوې شپې ثواب ) په نورو ځايونو کې د زرو شپو ( له عبادت ) څخه غوره دی . ( ترمذي ، ابن حبان ، حاکم ، ابن ماجه )

له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که څوک خپل مال د الله تعالی په لاره کې (مجاهدينو ته ( ور ) واستوي ، او په خپله په کور کې وي ، نو د يوې روپۍ په بدله کې به ورته اوه سوه روپۍ اجر ورکړشي ، او که څوک په خپله جهاد ته لاړ شي بيا هغلته خپل مال هم مصرف کړي نو په هره روپۍ به الله تعالی ورته د اوه لکه روپيو اجر ورکړي ، و الله يضاعف لمن يشاء و الله واسع عليم  او الله تعالی ثواب دوه چنده کوي  د چا لپاره يې چې خوښه شي .( ابن ماجه )

له حضرت عبد الرحمن بن جبر رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د چا پښې چې د جهاد په ګردونو خړې شي ، د جهنم اور به نه پرې لکېږي .  ( بخاري )

له اهل کتابو( انګرېزانو) سره د جهاد دوه چنده  ثواب  :

                 دا د عام جهاد  د ثواب يو څرک  دی ، او که  جهاد او جګړه له اهل کتابو سره وي ، ( په اسلام کې يهودان او مسيحيان (انګرېزان او امريکايان) اهل کتاب بلل کېږي )  که جګړه د دوی  پر ضد وي یا له دوی سره د ولاړو مرتد شويو مسلمانانو پر ضد وي  ، بيا نو د جهاد ثواب دوه چنده کېږي  ، پدې هکله يو څو حديثونه وړاندې کوو  .

اول :

 ژباړه :  له حضرت قيس بن شماس رضي الله عنه څخه روايت دی چې :             د اُم خلاد په نوم يوه ښځه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله ، د خپل شهيد شوي ځوی په هکله يې پوښتنه کوله ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې : ستا د ځوی لپاره د دوه شهيدانو اجر دی . هغې وويل : ای د خدای رسوله ! ولې ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : ځکه چې دی اهل کتابو وژلی دی .                (ابوداود کتاب الجهاد  باب فضل قتال الروم , السنن الکبری للبيهقي ، باب فضل قتال الروم واليهود )                                                                                           عن عَبْدِ الْخَبِيرِ بْنِ ثَابِتِ بْنِ قَيْسِ بْنِ شَمَّاسٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَدِّهِ ، قَالَ:جَاءَتِ امْرَأَةٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، يُقَالُ لَهَا : أُمُّ خَلاَّدٍ ، وَهِيَ مُتَنَقِّبَةٌ ، تَسْأَلُ عَنِ ابْنِهَا وَهُوَ مَقْتُولٌ ، فَقَالَ لَهَا بَعْضُ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم : جِئْتِ تَسْأَلِينَ عَنِ ابْنِكِ وَأَنْتِ مُتَنَقِّبَةٌ ؟ فَقَالَتْ : إِنْ أُرْزَإِ ابْنِي فَلَنْ أُرْزَأَ حَيَائِي ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : ابْنُكِ لَهُ أَجْرُ شَهِيدَيْنِ ، قَالَتْ : وَلِمَ ذَاكَ ، يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : لأَنَّهُ قَتَلَهُ أَهْلُ الْكِتَابِ.                                                 (رواه ابوداود في الجهاد  باب فضل قتال الروم , والبيهقي في الكبرى باب فضل قتال الروم واليهود)

خليل احمد سهارنپوري رحمة الله عليه د ابو داود په شرحه کې  د اُم خلاد رضي الله عنها  د حديث په تشريح کې ويلي دي چې : مُوَفَّق  ( بن قُدامة حنبلي ) لدې حديث نه پدې خبره باندې استدلال کړی  چې د اهل کتابو په ضد جنګ له نورو کافرانو څخه غوره دی .  اِستدل بذلک المُوَفَّق علی أن قتال أهل الکتاب أفضل من غيرهم .  ( بذل المجهود۱۱ /  ۳۸۷ ،المکتبة الامدادية ، مکه . )

 دوهم :

  ژباړه :   امام طبراني  په معجم الکبير۱۶۰۳۳ حديث کې  او ابن عبد البر په الاستيعاب کې  د محمود بن مسلمه په ترجمه کې له ابن شهاب رحمة الله عليه څخه دا روايت نقل کړی چې کله محمود بن مسلمة رضی الله عنه په خيبر کې شهيد شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل  چې : د ده لپاره د دوه شهيدانو اجر دی ، ځکه چې دی اهل کتابو وژلی .

روي الإمام الطبراني رحمه الله في الكبير برقم ( ۱۶۰۳۳و ۱۶۰۳۴) :  عَنِ بن شِهَابٍ،”فِي تَسْمِيَةِ مَنِ اسْتُشْهِدَ يَوْمَ خَيْبَرَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الأَنْصَارِ ، ثُمَّ مِنْ بني حَارِثَةَ – مَحْمُودُ بن مَسْلَمَةَ”.وَذَكَرُوا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ، قَالَ لِمُحَمَّدِ بن مَسْلَمَةَ: “أَخُوكَ لَهُ أَجْرُ شَهِيدَيْنِ”، وَاللَّهُ أَعْلَمُ ) اهـ  قال الهيثمي فی المجمع باب غزوة موتة :رجاله رجال الصحيح .

درېم :

ژباړه :  امام مسلم رحمة الله عليه  په کتاب الجهاد باب غزوة ذي قرد کې دا روايت نقل کړی چې کله عامر بن الاکوع رضی الله عنه په خيبر کې شهيد شو ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې : اِنُّ له أجره مرتين ، د ده لپاره د ده اجر دوه  وارې دی .

روي الإمام مسلم في الجهاد , باب غزوة ذي قرد :

عن سلمة بن الأكوع رضي الله عنه  قال : خَرَجْنَا إِلَى خَيْبَرَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ فَجَعَلَ عَمِّي عَامِرٌ يَرْتَجِزُ بِالْقَوْمِ : تَاللَّهِ لَوْلَا اللَّهُ مَا اهْتَدَيْنَا , وَلَا تَصَدَّقْنَا وَلَا صَلَّيْنَا . وَنَحْنُ عَنْ فَضْلِكَ مَا اسْتَغْنَيْنَا , فَثَبِّتْ الْأَقْدَامَ إِنْ لَاقَيْنَا . وَأَنْزِلَنْ سَكِينَةً عَلَيْنَا .  فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ هَذَا قَالَ أَنَا عَامِرٌ قَالَ غَفَرَ لَكَ رَبُّكَ قَالَ وَمَا اسْتَغْفَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِإِنْسَانٍ يَخُصُّهُ إِلَّا اسْتُشْهِدَ قَالَ فَنَادَى عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ وَهُوَ عَلَى جَمَلٍ لَهُ يَا نَبِيَّ اللَّهِ لَوْلَا مَا مَتَّعْتَنَا بِعَامِرٍ قَالَ فَلَمَّا قَدِمْنَا خَيْبَرَ قَالَ خَرَجَ مَلِكُهُمْ مَرْحَبٌ يَخْطِرُ بِسَيْفِهِ وَيَقُولُ قَدْ عَلِمَتْ خَيْبَرُ أَنِّي مَرْحَبُ , شَاكِي السِّلَاحِ بَطَلٌ مُجَرَّبُ , إِذَا الْحُرُوبُ أَقْبَلَتْ تَلَهَّبُ . قَالَ وَبَرَزَ لَهُ عَمِّي عَامِرٌ فَقَالَ :  قَدْ عَلِمَتْ خَيْبَرُ أَنِّي عَامِرٌ , شَاكِي السِّلَاحِ بَطَلٌ مُغَامِرٌ.  قَالَ فَاخْتَلَفَا ضَرْبَتَيْنِ فَوَقَعَ سَيْفُ مَرْحَبٍ فِي تُرْسِ عَامِرٍ وَذَهَبَ عَامِرٌ يَسْفُلُ لَهُ فَرَجَعَ سَيْفُهُ عَلَى نَفْسِهِ فَقَطَعَ أَكْحَلَهُ فَكَانَتْ فِيهَا نَفْسُهُ  قَالَ سَلَمَةُ  فَخَرَجْتُ فَإِذَا نَفَرٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُونَ بَطَلَ عَمَلُ عَامِرٍ قَتَلَ نَفْسَهُ قَالَ فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا أَبْكِي فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ بَطَلَ عَمَلُ عَامِرٍ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ قَالَ ذَلِكَ قَالَ قُلْتُ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِكَ قَالَ كَذَبَ مَنْ قَالَ ذَلِكَ بَلْ لَهُ أَجْرُهُ مَرَّتَيْنِ اهـ

اهلِ كتاب:

پدې باندې د ټولو عالمانو اتفاق دی چې يهودان او مسيحيان دواړه اهل کتاب دي.

قال الامام القرطبي رحمه الله :  “لا خلاف في أن اليهود والنصارى أهل كتاب ولاجل كتابهم جاز نكاح نسائهم وأكل طعامهم – وضرب الجزية عليهم،.وأختلف في الصابئين اهـ” (القرطبي :تفسيرالآية ۶۲ من البقرة ) و قال السعدي : “أهل الكتاب : هم اليهود، والنصارى , وقال ابن حزم: هم اليهود، والنصارى، والمجوس اهـ” (القاموس الفقهي للدكتور سعدي ابو حبيب مادة ك ت ب.)  “أهل الكتاب: هم اليهود والنصارى…Scripturaries , People of the book ” ( معجم لغة الفقهاء لمحمد قلعجي ) وقال الرازي في آية ۲۹من التوبة : “أهل الكتاب ، وهم اليهود والنصارى والسامرة والصابئون ، وهذان الصنفان سبيلهم في أهل الكتاب سبيل أهل البدع فينا ، والمجوس أيضاً سبيلهم سبيل أهل الكتاب ، لقوله عليه السلام : « سنوا بهم سنة أهل الكتاب » وروي أنه صلى الله عليه وسلم أخذ الجزية من مجوس هجر اهـ”

زېری:

له دې  بحث نه دا خبره ثابتېږي چې اوسنی جهاد دوه چنده ثواب لري ، ځکه چې اوس هم د مسلمانانو په مقابل کې يهودان او مسيحيان جنګېږي  . او کوم غازيان يا عام مسلمانان چې ددوی په ګوليو شهيدان شي ، د هغوی لپاره به هم د دوه شهيدانو اجر وي . ان شاء الله .

د جهاد د ثوابونو ټول حديثونه عمومًا او دا وروستني حديثونه خصوصًا د وخت هر  غازي، د شهيد مور، او د شهادت غوښتونکي هر زلمي نازک او پاک زړه ته الهي زېری دی .

 په اوسني جهاد کې شريک  افغانان او نور قومونه که څه هم د  ځينو په اند له نړۍ نه په ځينو برخو کې شاته پاتې دي ، خو له اسلامي نظره همدوی تر ټولو غوره خلک ګڼل کېږي ، په اسلام کې د غوره والي او پرمختګ فيصله جنت يا جهنم ته د دخول پر وخت کېږي .

په اسلام کې کاميابي داده چې انسان دې په دنيا کې خپلواکه او په آخرت کې له جهنم نه بچ او جنت ته داخل شي ، الله تعالی فرمايي چې {فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ}  (آل عمران: ١٨٥)      ژباړه : څوک چې له اور ( د جهنم ) څخه بچ کړی شو ، او جنت ته داخل کړی شو ، نو يقينا چې ( داکس ) کامياب شو .

له انګريزانو او نورو کافرانو  سره د مسلمانانو روانه شخړه او جهاد  ، د ورځو ، میاشتو او کلونو خبره  نه  بلکه تر قیامته يو غځېدونکی پراخه بهير دی .

راشد

۲۵ذی الحجة ۱۴۳۷هــ

About admin