Home » عصري مسائل » په ویب پاڼه دسامانونو دخرڅلاو او دنورو ویب پاڼو داعلانونو خپرولوپه اړه

په ویب پاڼه دسامانونو دخرڅلاو او دنورو ویب پاڼو داعلانونو خپرولوپه اړه

پوښتنه :   لمړی  :  زه  دیوټیوب په  ډول  یوه  ویب پاڼه لرم چې په هغه کې زه  موسیقي ، ډرامي او فلمونه چلوم  خو له  دې سره  زمایوبل ویب سایټ   یا ویب پاڼه  ده چې په هغه باندي زه دموبایل ، لیپ ټاپ  او ډیسک ټاپ  کمپیوټرونه  اونورو  برېښنایي  اوالیکترونیکي  شیان  خرڅوم  ، ددې دوهمې ویب پاڼي  اشتهار اواعلان  په لمړۍ پاڼه  باندي نشروم   اوپه دې  توګه  څوک چې فلمونه  ، موسیقي اوډرامي اوري هغه  د اعلان او اشتهار په لیدلوسره  دخریداري لپاره  زموږ  د  الیکترونیکي شیانو خرڅولو ویب پاڼي ته راځي

دوهم :   ماله  امازون  ( amazon   چې په امریکا کې  د  ای کامرس یو ستر ویب سایټ دی ) سره  معاهده ده چې  زه په خپله  ویب پاڼه  باندي   دامازون  ویب پاڼي  دحلالو توکو اعلانات خپروم ، دمثال په توګه  : دکورني سامانونو فریج ،کولر اونورو اوکله چې  اخیستونکی داشیان اخلي نو زه  له کمپنۍ څخه  معلوم شوی کمیشن اخلم

درېیم :  زه  په خپل ویب سایټ باندي  دنورو تجارتي کمپنیو دحلالو توکو غیرتصویري  اشتهار اواعلانات  خپروم  اوپه دې اعلاناتو پیسي اخلم  نو دشریعت له نظره زما داکاروبار اوګټه څرنګه دي ؟

جواب : دفلمونو او موسیقۍ ویب پاڼه چلول حرام دي ، اوپه داسي ویب پاڼه باندي دخپلي بلي ویب پاڼي اعلانات اواشتهار خپرول نامناسب عمل دي ، په  انټرنټ باندي داسي ویب پاڼه جوړول چې په هغه کې دالیکترونیکي  یانورو شیانواخستلو اوخرڅولو کاروبارکیږي صحیح دي  خو په دې شرط چې کوم داسي شیئ نه وي چې په شریعت کې یې جواز نه وي او دپیرلو اوپیرودلو ټول شرعي  لوازمات پکې ملحوظ شوي وي ، همداراز په  ویب پاڼه باندي هم باید غیرشرعي  اوغیراخلاقي مواد خپاره  نه کړي ، په همداسي ویب پاڼه باندي دنورو ویب پاڼو داسي اشتهارات چې په پورتني شرط سره ټکر کې نه وي جائز دي اوله دې لاري پیسي ګټل هم جائز دي

دامازون  ای کامرس ویب پاني  د موادو تشهیرچې په خپله پاڼه یې کوئ ضروري تفصیلات یې نشته چې څه ډول اعلانات خپروئ ؟ایا اخیستونکی دهغه ویب پاڼي مواد ستاسو له ویب پاڼي ته ترلاسه کولی شي ؟یاهغه ستاسو په ویب پاڼه  باندي د شته لینک په مټ  دهغوی ویب پاڼي ته ورځي اوسودا له هغوی سره کوي ؟ اوکه  له دې پرته کوم بل صورت دی ؟ نوځکه په  دې اړه یواصولي جواب درکول کيږي هغه داچې چیري اخیستونکی  ستاسو له ویب پاڼي څخه دهغه بل ویب سایټ  څیزونه رانیسي ، اویا ستاسو په ویب پاڼه باندي دهغه بلي ویب پاڼي لینک موجود وي  اوستاسو ویب پاڼه دهغوی دویب پاڼي ته  دورتلو ذریعه  جوړیږي نوپه دې صورتونوکې تاسو ته  له هغه بلې ویب پاڼي څخه  مقرره کمیشن اخستل جائز دي

خو داخبریادساتل په کار دي چې :دکمیشن څو مختلف صورتونه  په انټرنټ باندي رواج دی ، ډیری ویب پاڼي په ممبر یا غړي جوړیدلوباندي کمیشن ورکوي ، اودملټي لیول مارکیټینګ په  بنیاد باندي کارکوي چې د دې ډول کمپنیو په  طریقه کارباندي معاصرو علماؤ دعدم جواز فتوا ورکړي ده

والله تعالی اعلم

م/محمد

About admin