Home » درس القرآن » کله چې دحج احرامونه وتړئ..

کله چې دحج احرامونه وتړئ..

 

قال الله تعالی :الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ (197)

ژباړه : دحج څومیاشتي معلومي دی ،چاچې په دغو میاشتوکې په خپل ځان حج فرض کړ [یعني دحج احرام یې وتړل ] نو له هغه وروسته به نه جماع کوي [له خپلومیرمنوسره] نه به فسق اونوري ګناوي کوي ، اونه به جګړي اوشخړي کوي ،اوهغه څه چې تاسو یې له نیکواعمالوڅخه سرته رسوئ الله تعالی پري عالم دی ،

اوله ځان سره [دحج دسفر ] خرچه اخلئ ، اوبهتره خرچه هغه ده چې تاسو[له سوال څخه ] ځان ورباندي وژغورئ ، اوله ماڅخه وویریږئ ای دعقل څښتنانو .

لنډ تفسیر : که څوک غواړي چې حج اداکړي نوله دغه درو میاشتو[شوال ،ذوالقعده، اوذوالحجه ] څخه دحج احرام تړلی شې  ، نوهرچاچې دحج احرام وتړل نوبیا به له څوڅیزونوڅخه په کلکه پرهیزکوي ، هغه لکه  له خپلومیرمنوسره جماع  ، یادجماع دواعي [ لکه لمس ،معانقه ، اوداسې نور ] همداراز به دفسق اوګناه داعمالو څخه ډډه کوي ، اونه به دخلګو سره شخړي اوجګړي کوي ،بلکه خپل ټول کوشش به دنیکو اعمالو په سرته رسولو کې کوي ، اوپه هرنیک عمل یې که وړوکی وي یالوی الله تعالی ورباندي ډیرشه عالم دی ، اواجربه یې ورکوي .

همداراز چې کله دحج لپاره ځې نودحج دسفرتوشه اوخرچه به ورسره اخلي ، یواځې دتوکل په دعوه به بي خرچې  دغه سفرنه کوي چې بیانو په لاره یاهلته له خلګوڅخه سوال اوچنده غواړي ، اوخلګ تنګه وي ، هوبهترینه خرچه هغه اندازه ده چې له سوال کولو څخه ځان ورباندي وژغورئ ، هسې اسرافونه کول هم شه کار نه دی اوبیا په داسې یوسپيڅلي سفرکې . له الله تعالی څخه وویریږي ، په خپلو ټولوکړو وړوکې .

About admin