Home » بېلا بېلي لیکني » بي خونده اعمال [۲]ښکنځل یابدرد ویل .

بي خونده اعمال [۲]ښکنځل یابدرد ویل .

ښکنځل  یعني  ” یوچاته  له خولي داسې  الفاظ  ایستل  چې  هغه پري خفه کیږي ” .

ښنځل  دخولي  له دې شړپ  څخه  نیولی چې وايې : ای کم عقله ،احمقه ،ظالمه ، خره  ،سپیه  ،سارقه  ،غله  ،خبیث  ،منافقه  ،کافره  ،فاسقه  ،فاجره  ،اعور  ،کاذبه  ،نمامه  ، اعمی  اوداسې نور….. بیاتر زاني  ،بدکار ، دووس  اونورو……. بدوکلماتوپوري  ټول  په کې  داخل دي   [ المغني 8 / 220.]

په حدیثو کې  دښکنځلو په اړه سخت  ممانعت  راغلی  دی .

فقهاؤ  دښنځلوبیلابیل  احکام  لیکلي  دي :

په لاندې صورتونوکې  ښنځل  دکفر اوارتداد سبب ګرزي  .

  • که یوتن نعوذبالله تعالی  خدای جل جلاله  ته یادهغه یوه صفت  ته بد  رد ووايې  نو له ایمان څخه خارجیږي
  • که قرآن کریم ته یادهغه دیوه آیة  ته  بدرد  وویل  شي  نوهم  دغه    سړی کافرګڼل  کېږي  .
  • که دالله تعالی  شریعت  ،دین  یاهم یوه اسماني  غیرمحرف دين  یاکتاب  ته ښنځل  وکړل  شي  نوهم همداوړاندینی  حکم يې دی .
  • که اسلام ته  یاداسلام  دین  ته بدرد وویل  شي نوهم  دغه حکم دی .
  • که دالله جل جلاله رسول ته یایوبل پیغمبرته  ښکنځل  وشي  نوهم همداحکم دی .
  • داسلام دشعائرو سپکاوی  یاتحقیر  اوورته بدرد ویل هم کفردی  .
  • ملائکه یا په ځانګړي  ډول  عزرائیل  یاجبرائیل  اونورو ملائکه ته بدردویل هم ارتداد اوکفردی .
  • درسول الله صلی  الله علیه وسلم  یوه ثابت  سنت ته  بدردویل هم دکفرسبب ګرزي
  • دام المومنین  صدیقه  په هکله  چې  الله تعالی يې  عفت  په قرآن کریم کې  ذکرکړی  دی په دې اړه ناوړه یابدالفاظ  ویل هم کفردی .

کله بیا ښنځل  یابدرددفسق  اودلویې ګناه  دارتکاب  سبب جوړیږي 

  • لکه درسول الله صلی  الله علیه وسلم  ملګرو اواصحابوته  بدرد ویل  .
  • لکه پلار ته  ښنځل  یابدرد ویل  .
  • همداراز مور ته ښنځل کول
  • دمسلمانانو امام اوامیرته ښنځل کول
  • مسلمان ته بد ردویل
  • زامنو ته بدرد ویل
  • خادم اوملګري ته  ښکنځل  کول  ،
  • ښځواوماشومانوته بدردویل   اوداسې نور …
  • مردګانو یعني  مړو ته  بدالفاظ  استعمالول .

کله بیا ښنځل کول  دیومکروه تحریمي عمل ارتکاب  وي :

  • لکه باد اوهواته  بدرد ویل .
  • دهر اوزماني ته  بدردویل  .
  • تبې یانوروبیماریو ته ښنځل کول .
  • سوارلۍ یانورو حیواناتوته  قبیح  الفاظ  استعمالول .
  • ذمي یعني  هغه کافرته چې اوس يې دمسلمانانو سره استوګنه غوره کړي  وي .

کله دجواز اورخصة  حالت  هم لري  .

  • لکه یوه حربي  اوشریرکافرته  قبیح  الفاظ  استعمالول.
  • یاکوم تن چې یومسلمان  ته بدرد وویل ، هغه ته هماغه اندازه  په هغوالفاظو بدرد ویل روادي ؛ مګر ښه کار بیاهم  نه دی .

لنډه  داچې  :ښنځل  یابدرد ویل  خو په دې  عصر کې  داسې  معمول دي چې خلګ  باک هم ورباندي نه کړي  ،موږ داسې  خلګ هم لیدلي  دي چې خپلوماشومانوته  لمړی  همدغه بدرد ورزده کوي  ،اوکله موله خواصوڅخه دغه کلمات “چې اقلا دکبېرې  یاکراهة تحریمي ارتکاب ورپه کې موجود وي  ” دتکیه کلام په ډول  ډیراوریدلي  دي  ،

نوراځئ چې  دخپلې  خولي  سره احتیاط وکړو ،اودغه ټکوته پوره توجه وکړو   .

له معاذبن  جبل  رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی  چې  له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفرکې  وم ، یوه ورځ سهار  رسول  الله صلی الله علیه وسلم ته  ورنږدي شوم   په داسې حال کې  چې  موږ  په سفر روان  ووکله چې مي  رسول الله صلی  الله علیه وسلم  ګوښه وګڼل  نوورڅخه  ومي  پوښتل  چې  دالله رسوله  داسې عمل  راته وښایه چې  جنت ته مي  ورسوي ،  اوله اوره مې  وساتي . رسول  الله صلی الله علیه وسلم راته وويل :داخودي د ډير لوی  شي په اړه پوښتنه وکړه ؛ مګر په هغه خلګواسانه دی چې  الله تعالی ورباندي اسانه کړي وي ،بیايې  راته وويل  :دالله تعالی عبادت کوه  ، له هغه سره هیڅوک  شریک مه ګڼه ،ښه لمونځ کوه ،زکوة ورکوه  ،درمضان المبارک دمیاشتي  روژه نیسه ،اودبیت الله شریفې  حج کوه …… بیايې راته وويل  :ترټولوپه مهم شې  دي خبرکړم ؟ ماورته وويل : هو؛دالله رسوله ! رسول  الله صلی الله علیه وسلم  خپله مبارکه ژبه  ونیوه  اوراته وي ویل  :داژبه درګرزوه  ،ماورته وويل  :دالله رسوله موږ په خبرو هم  ماخوذه کیږو ؟ رسول  الله صلی الله  علیه وسلم راته وويل : …  داخلګ خوجهنم ته دهمدغه دژبې  لو ونه [خبري ] رسوي  .

(إنك لن تزال سالما ما سكت، فإذا تكلمت , كتب عليك , أو لك “)   ترڅوچې دسکوت  په حالت کې  يې  نوسالم یې چې خبري  دي پیل کړي  نویابه درباندي لیکلې کیږي  یابه درته لیکلي کیږي  یعني  یابه عذاب ورباندي ترلاسه کړي یابه ثواب .

مفتي ابوماریه

About admin