Home » علمي شخصیات » د ابن ماجه رحمه الله ژوند او تالیفات

د ابن ماجه رحمه الله ژوند او تالیفات

لیکوال :سید سعید

د الصحاح السة د شپږم کتاب( سنن ابن ماجه) مؤلف نومیالی حافظ او لوی محدث ابو عبدالله محمد بن یزید ماجه قزویني ربعي مشهور په (ابن ماجه رحمه الله) په ۲۰۹هق کال په قزوین کي  پیداشوی دی.

ابن ماجه رحمه الله په خپل ښار قزوین کي دجیدو علماوو څخه داحادیثو درس پیل کړ،ډیر احادیث یې حفظ کړل، داحادیثو سره د ډیر شوق له امله یې د سفر موزې په پښو کړې،له قزوین څخه حجاز،شام،خراسان،عراق او مصر ته ولاړ او هلته یې له مختلفو نومیالیو علماوو سره داحادیثو په دورو او درسونو کي ګډون وکړ.

امام ذهبي په سیر اعلام النبلاء کي لیکي چي ابن ماجه نومیالی حافظ او لوی مفسرؤ، په سنن،تفسیر او تاریخ کي ښه مصنف او په خپل وخت کي د قزوین تر ټولو لوی حافظ ؤ.

دالوافي بالوفیات کتاب مصنف صلاح الدین خلیل لیکي چي: حافظ ابو عبدالله محمد بن یزید ابن ماجه دسنن،تاریخ او تفسیر دکتابونو مصنف او دقزوین لوی محدث ؤ.

علماء د امام ابن ماجه رحمه الله د فقهي مسلک په اړه مختلف نظرونه لري، د حضرت شاه ولی الله محدث دهلوي رحمه الله په نظر ابن ماجه د امام احمد بن حنبل رحمه الله مسلک ته رجحان درلود.

شاه انور شاه کشمیري رحمه الله په دې نظر ؤ چي ابن ماجه د امام شافعي رحمه الله د مذهب پیروي کوله.

د ابن ماجه رحمه الله استادان:

علی بن محمد طنافسی، عبدالله بن معاویه، هشام بن عمار، محمد بن رُمح، سوید بن سعید، عبدالله بن جراح قهستانی، مصعب بن عبدالله بن زبیر، إبراهیم بن محمد شافعی، یزید بن عبدالله یمامی، جُباره بن مغلس، داؤد بن رشید، إبراهیم بن منذر حِزامی، أبی بکر بن أبی شیبه، محمد بن عبدالله بن نمیر او….

د ابن ماجه رحمه الله شاګردان:

د ابن ماجه څخه هم لویو علماوو احادیث روایت کړي دي، دبېلګې په ډول محمد بن عیسی أبهری، ابو عمرو أحمد بن محمد بن حکیم مدائنی، علی بن إبراهیم بن سلمه قطان، سلیمان بن یزید فامی قزوینی او ابو طیب أحمد بن روح بغدادي یاد ولای شو.

د ابن ماجه رحمه الله تالیفات:

سنن ابن ماجه

تفسیر القران الکریم

کتاب التاریخ

سنن ابن ماجه:

دابن ماجه رحمه الله مشهور تالیف سنن ابن ماجه دی،سنن ابن ماجه د احادیثو د شپږو صحیح(الصحاح السته ) کتابونوشپږم کتاب دی، لومړنی کس چي سنن ابن ماجه یې د مبارکواحادیثو په موجوده شپږو معتبرو کتابونو کي حساب کړی ابو الفضل طاهر بن مقدسي دی.ورپسې حافظ عبدالغني په کتاب الاکمال په اسماء الرجال کي سنن ابن ماجه داحادیثو شپږم صحیح کتاب ګڼلی دی.

امام ذهبي په سیر اعلام النبلاء کي لیکي چي: سنن ابن ماجه پر ۳۲کتابونو او ۱۵۰۰بابونو مشتمل دی او ۴۰۰۰احادیث پکي تدوین اوخوندي شوي دي،استاد محمد فواد عبدالباقي وایې چي په سنن ابن ماجه کي ټول ټال ۴۳۴۱ احادیث راټول شوي دي،په سنن ابن ماجه کي درا ټولو شوو احادیثو له جملې ۳۰۰۲ احادیث د صحاح سته پنځو لومړنیو کتابونو هم را نقل کړي او پاته ۱۳۳۹ احادیث د صحاح سته په پنځو کتابونو کي نشته، دهمدې زوائدو احادیثو په هکله ویل کیږي چي ۴۲۸ احادیث صحیح الاسناد،۱۹۹حسنه الاسناد،۶۱۳ ضعیف الاسناد او ۹۹واهیه الاسناد( منکره\ مکذوبه) دي.

دابن اثیر رحمه الله په وینا ابن ماجه په فقهه کي ګټور کتاب دی،خو ددې ښېګڼي سره سره ضعیف احادیث هم پکي کم نه دي.

ځیني علماء په سنن ابن ماجه کي د بعضو ضعیفو احادیثو د درج له امله همدغه کتاب په صحاح سته کي نه شمېري،دوی د سنن ابن ماجه پر ځای د امام مالک حمه الله مؤطاء د صحاح سته شپږم کتاب ګڼي.

پر سنن ابن ماجه خورا لویو عالمانو شرحي او تعلیقات لیکلي چي د ځینو نومونه یې په لاندي ډول دي:

شرح ابن ماجه د حافظ علاوالدین المغلطایې حنفي اثر

شرح ابن ماجه،د علامه ابن رجب زبیدي اثر

ما تمس إلیه الحاجة علی سنن ابن‌ماجه،د شیخ سراج عمر بن علی الملقن تالیف

الدیباجه شرح سنن ابن‌ماجه،د شیخ کمال محمد بن موسی دمیري تصنیف

شرح سنن ابن‌ماجه،د حافظ برهان ابراهیم بن محمد معروف به سبط ابن‌العجمی اثر

مصباح‌الزجاجة،د علامه سیوطی تالیف

شرح سنن ابن‌ماجة،د شیخ ابوالحسن‌محمدبن‌عبدالهادی سندی حنفی اثر

إنجاح الحاجة بشرح سنن ابن‌ماجه،د شیخ عبدالغنی مجددی دهلوی حنفی اثر

حاشیه بر سنن ابن‌ماجه،د مولانا فخرالحسن گنگوهی تالیف.

مفتاح الحاجة، د شیخ محمد علوي حاشیه

د ابن ماجه رحمه الله وفات:

د اسلامي نړۍ ستر حافظ،محدث او عالم او د الصحاح السته دشپږم کتاب (سنن ابن ماجه) مؤلف امام ابن ماجه رحمه الله په ۲۷۳هق کال د ۶۴ کلونو په عمر په قزوین کي وفات او همالته  دفن شوی دی.

ماخذونه: ویکي پیډیا

بیداري اسلامي

عقیده

او…..

About admin