Home » دمېرمنو اسلام » پاک لمني دقرآن مجيدله نظره

پاک لمني دقرآن مجيدله نظره

(۱)دستراجرژمنه :

(۱)  دالله تعالی ارشاد دی : (وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ) (احزاب:۳۵)

    “دخپلوشرمځایونوساتونکو نراوښځو،اودالله ډېریادوونکو نراوښځو،دهغوئ لپاره الله بخښنه اولوئ ثواب تیارکړی دی”

په دې آیات کي څومره په څرګنده توګه  دایادونه شوې چي له پاک لمني سره دالله په یادکي ژوندتېروونکوکسانولپاره الله تعالی بخښنه اولوئ ثواب  برابرکړی دی،له ثواب څخه مراد ددنیا برکتونه اودآخرت نعمتونه دي،په داسي حال کي چي له مغفرت څخه مراد دادی چي له پاک لمني چاڅخه کېدونکې نورې کمۍ(کوتاهۍ)الله تعالی ژربخښي،دا خبره جوته ده چي کوم زده کوونکی چي په زده کړه کي  هڅانداور‌بړې ګالونکی وي،ښوونکی دهغه نورې کمۍ له پامه باسي.

   د “اجر” سره د”عظیم” لفظ داښکاروي چي پرپاک لمني ترلاسه کېدونکی انعام ترعام هغه ډېړوي،هسي دود هم همدا دی چي لوئ خلګ چي کوم شي ته لوئ ووايي هغه رښتیاهم ډېرلوئ وي،دلته دنړۍ پالونکي (رب العالمین)پرپاک لمني باندي ترلاسه کېدونکي ثواب ته ستر ويلی نورښتیابه هم هغه انعام ډېرلوئ وي . دمبارکۍ وړدي هغه نیکمرغه څوک چي دپاک لمني ژوند تېروي او دداسي اجر ترلاسه کوونکي ګرزي  .

                                     هنیئالارباب النعیم نعیمها

“نعمت ترلاسه کوونکوته دې دهغوئ نعمتونه مبارک وي”

(۲)  دپوره خلاصون زېری :

دباري  تعالی ارشاد دی :

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ. . . . . . . . . . وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ   (المؤمنون)

“(کره ده چي) خلاصون ومومئ هغومؤمنانوچي دخپلوشرمځایونه ساتنه کوي”

         په دې مبارک آیات کي دخلاصون موندونکومؤمنانودڅوصفتونویادونه شوې ده،چي یوصفت پکي پاک لمني ده،له دې څخه جوته شوه چي پاک لمني دي چي پوره خلاصون ورپه برخه کېدلای شي.

په عربي ژبه کي “فلاح” ويل کیږي داسي بري ته  چي ترهغه وروسته ناکامي نه وي،داسي خوښۍ ته چي ترهغه وروسته غم نه وي،اودالله تعالی په وړاندي داسي عزت ترلاسه کېدوته چي ترهغه وروسته ذلت نه وي .

 فطوبی لمن له هذا المقام .

لیکوال :مفتي ابوالطیب

About admin