Home » دمېرمنو اسلام » دخاونددناشکري څخه ځان ساتئ

دخاونددناشکري څخه ځان ساتئ

عَنْ اَسْمَآءَرضی الله عنهاقَالَتْ مَرَّبِنَارَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم وَنَحْنُ فِیْ نِسْوَةٍ فَسَلَّمَ عَلَيْنَاوَقَالَ اِيَّاکُنَّ وَکُفْرَالْمُنْعِمِيْنَ فَقُلْنَايَارَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم وَمَاکُفْرُالْمُنْعِمِيْنَ؟قَالَ لَعَلَّ اِحْدَاکُنَّ اَنْ تَطُوْلَ اَيْمَتُهَابَيْنَ اَبَوَيْهَاوَتَعْنَسَ فَيَرْزُقُهَااللهُ عَزَّوَجَلَّ وَيَرْزُقُهَامِنْهُ مَالاًوَّوَلَدًافَتَغْضَبُ الْغَضَبَةَ فَرَامَتْ تَقُوْلُ مَارَاَيْتُ مِنْهُ يَوْمًاخَيْرًا.

(مسنداحمد،الفتح الربانی،صفحه ۰ ۳ ۲جلد۱،کنزالعمال صفحه۵ ۶ ۱جلد۶ ۱)

ژباړه : حضرت اسماءرضی الله عنهافرمائی چي نبي کريم (صلی الله تعالٰی عليه وسلم) زموږدښځوپرټولګۍ باندی تېرېدی نبي عليه السلام موږته سلام وکړی اووی ويل چي خبردار!داحسان کوونکي دناشکرۍ څخه ځان ساتئ،موږ  وويل چي داحسان کوونکي ناشکري څه شی دی؟ نبی عليه السلام وفرمايل چي تاسوديوې مودې پورې دمور اوپلارپه تابعداري کي ژوندتېراوه،بياالله تعالٰی خاونددرکړی دهغه څخه تاسوته داولاداومال فائدې حاصليږي(پرتاسوباندی ضرورتااورعايتااوصحبتامال خرڅ کوی)بياچي کله تاسودهغه څخه (په څه وجه)خفه شئ،نوتاسو(په پېغورورکولوسره)واياست چي موږهيڅکله دده څخه خيراوښيګنې نه ده ليدلې ۔

فائده:انسان ته اوخاصکرپه الله جل جلاله باندی ايمااويقين ساتونکوته په کاردی چي دالله تعالٰی په تقسيم اودهغه پرورکړل شوي نعمت اودولت باندي راضي اوسی،خواه که هغه په هره درجه کي وي اګرچي هغه دده دمرضۍ اوخواهش مطابق نه وي،مالک خالق چي څنگه ساتلی وي دهغه شکردې اداءکوي دښځې خاوندچي هم په الٰهی قسمت کي دی نوپه هغه دې راضي اوسی ،دکمۍ اوکوتاهۍ شکايت دې نه کوي،که چيري څه دغم اوتکليف خبره راشي نومخکيني احسانات اوښه سلوک دې ترپښونه لاندي کوي،اودناشکرۍ خبره دې نه کوي چي په دې سره دښځی عاقبت خرابيږي ۔

About admin