Home » دمېرمنو اسلام » پرده نه کول ښکاره سرغړونه ده

پرده نه کول ښکاره سرغړونه ده

         پرده نه کول په ښکاره ګناه ده،یعني ښکاره بغاوت دی،درسول  صلی الله علیه وسلم ارشاد دی :”زماټول امت دبخښنې وړدی،مګرپه ښکاره ګناه کوونکي دبخښنې وړنه دي” ۔

خيالي پرده

        لکه  څرنګه چي بې له کومې اړتیا په بدنیت دنامحرم لوري ته کتل،دهغه آوازاورېدل،اوله هغه سره خبرې کول حرام دي، دغه ډول دهغه خيال په زړۀ کي کول اوله داسي خيال کولوڅخه خونداخيستل هم حرام دي،دې ته دزړۀ زناویل کيږي  ۔

      له خپلې مېرمنې سره دکوروالي(نزدېکت) په وخت کي داخیال کول چي ګواکي له فلانۍ ښځې سره کوروالی کوم،داخيال له خپلې مېرمنې سره روا کوروالی ناروا ګرځوي ؛ځکه داسي څوک له پردۍ(نامحرم)سره په جسم سره نه په خیال سره خوزناکوي ۔

لیکوال : مفتي ابوالطیب

About admin