Home » دمېرمنو اسلام » دپردې داړتياوجه

دپردې داړتياوجه

          څرګنده خبره ده چي  الله تعالی زنااوبدکاري حرام کړي دي،نودېته رابلونکي څيزونه اولاملونه يې هم حرام کړي دي،چي په هغوکي بسنټیزشی بې پردګي اوبدنظري دي،څرنګه چي الله تعالی په نارینه ؤ اوښځينه ؤ کي نفساني خواهشات اوجذبات ایښي دي چي پرهغوباندي دراپارېدوپه مهال قابوکول ګران بلکه ناشونی وي او  ددې راپارېدنې له بدواغېزواوخرابیوڅخه دځان ژغورنې لپاره له بې پردګي،بدنظري اودنارینه اوښځينه ؤ دګډون(اختلاط) مخنیوی ډېرضروري دی اوپه ټولنه کي خرابي هغه وخت پیداکيږي چي په پرده کولوکي سستي اودنارینه اوښځينه ؤګډون ډېر شي،ددې بې پردګۍ تباه کوونکي اغېزې دانسان روحانیت ،اخلاق  له منځه وړي،ځکه نوسپېڅلي شریعت ددې تباهي اوبربادي په کوهي کي دلوېدوڅخه دژغورنې لپاره ایمان لرونکوته دپردې  په اړه ډېرګټور حکمونه صادرکړي دي چي دهغواحکاموموخه(مقصد) داده  چي نراوښځې له بې پردګي،بدنظري اوخرابوخیالونواوبیادهغوپه پایله کي دراپیداکېدونکوهلاکوونکواومفسدوګناهونوڅخه وژغورلای شي،ترټولولوی څه چي نارینه دښځې خواته یاښځه دنارینه خواته لیواله(مائله)کوي،هغه کتل(نظر)دی،په انسان کي شهوت(نفساني خواهش)شته  اوشهوت له هغه څخه بېلېدلای نشي،دابه څنګه شونی(ممکن)وي چي د وږي سپي په وړاندي دې ډوډۍ کښېښودل شي اوبیادې داتمه وشي چي دسپي په زړۀ کي ددې ډوډۍ خیال هم رانشي،په همدې وجه شریعت ښځې ته دپردې کولوحکم ورکړی دی،چي ددې په ذریعه سره دنارینه ؤ سترګې،زړۀ اوخیالات پاک پاته شي،که نه دهیڅ ښځې پت به ساتلی پاته نشي۔ (المصالح العقلیه الاحکام النقلیه ص :۳۷۵ )

          په قرآن کریم کي دواړوخواووته امرورکړل شوی  دی چي خپل نظرونه لاندي وساتۍ،په سورة نور څلورمه رکوع کي لومړی نارنیه ؤ ته امرشوی دی :”ته مسلمانونارینه ؤته ووایه چي خپل نظرونه لاندي ولرئ،اودخپلوشرمګاوو ساتنه وکړئ،دادهغوئ دپاره ډېره دپاکیزګۍ خبره ده،بې شکه چي الله تعالی ښه خبردی په هغه څه چي خلګ يې کوي” ۔

         تر دې وروسته يې ښځوته خطاب کړی :”اومسلمانوښځوته ووايه چي خپل نظرونه لاندي ولرئ اودخپلوشرمګاوو ساتنه وکړئ،اوخپل ښایست مه ښکاروئ،مګرکه په مجبوري سره خپله ښکاره شي ،اوخپل پړوني په خپلوسینو اچوئ،اوخپل ښکلااوښایست (چاته)مه ښکاروئ(پرته له هغه چاچي شرعي محرم دي)

        اومسلمانانو(په تاسوکي چي په چاکي هم ددې احکاموپه منلوکي کمی وي نو)تاسوټول دالله تعالی په وړاندي توبه وکړئ ترڅوچي خلاصون ومومئ ۔(القرآن)

        الله عزوجل د سورة احزاب ۳۳آیت کي مسلمانوښځوته حکم کوي “وقرن في بیوتکن ولاتبرجن تبرج الجاهلیةالاولی”شیخ الاسلام مولاناشبیراحمدعثماني(رحمة الله تعالی علیه)تردې آیت شریف لاندي لیکي:”تراسلام وړاندي دجاهلیت په وخت کي ښځې بې پردې ګرزېدلې اودخپل بدن اوجامودسینګارښکارونه به يې کوله،دا دبداخلاقي اوبې حیايي چلنداسلام کله زغملای شي،هغه ښځوته حکم ورکړچي په کورونوکي تمې شي اودجاهلیت دوخت په څېردباندي راوتل اودخپل ډول اوسینګار ښکارول به نه کوي” ۔

        له حضرت عبدالله بن عمر(رضی الله عنه )څخه روایت دی چي حضور(صلی الله علیه وسلم )ارشادوفرمایه  چي ښځه دپټولوشی دی،اوبې شکه چي کله هغه له کوره دباندي راوزي نوهغې ته شیطان ګوري،اوداخبره یقني ده چي ښځه ترهغه وخته پوري الله تعالی ته ترټولوډېره نژدې وي چي دننه په کورکي وي۔ (الترغیب والترهیب للمنذري ۶۲۶ازطبراني)

       تشريح :په دې حدیث کي لومړی دښځې مقام ښودل شوی دی یعني دا چي هغه دپټ ساتلوڅیزدی ۔

        ښځې ته په حیث دښځې په کورکي اوسېدل لازمي دی،کومه ښځه چي  بې پردې ګرځي هغه دانسانیت له  چوکاټه ووتله،تردې وروسته يې وفرمایل چي ښځه چي کله له کوره څخه وزي نوشیطان دهغې خواته نظرونه اړوي اوکتنې پیلوي،مطلب داچي کله ښځه باهر راوزي نودشیطان داهڅه وي چي خلګ دهغې بدن،تګ،ښکلااوجاموته وګوري  اوخوندورڅخه واخلي،تردې وروسته یې وفرمایل چي ښځه هغه وخت ترټولوډېره الله تعالی ته نژدې وي ترڅوچي په کورکي دننه  وي،کومې ښځې چي دالله تعالی دنژدې والي مینه اولیوالتیالري هغوئ کورونوکي دننه اوسېدل خوښوي،اوترڅوچي شونې وي له کورله وتلوڅخه ځان ډډه کوي ۔

 لیکوال : مفتي ابوالطیب

About admin