Home » جـــــهاد » دجهادپه سفرکې به داولاد اومیرمني خیال ساتل کیږي

دجهادپه سفرکې به داولاد اومیرمني خیال ساتل کیږي

جهاددالله تعالی له لورې یوه ستره فریضه ده اوالله تعالی دهمدي فریضې په هکله دومره ارشادات پرمایلې دي چې دنوروفرایضوپه هکله یی ندي فرمایلې .

الله تعالی جهاددمساجدو،مدارسو،خانقاوو،اوبالآخره دټولوخیریه اعمالواساس ،بنیاد اوبقاءګڼلی                     همدارازداسلام سترپیغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دجهادبی شمیره فضائل بیا ن کړي دي .له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه نه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوصحرایي پوښتنه وکړه چې ماته داسي عمل راوښیه چې له جهادسره برابروي ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې ماته داسي عمل نده معلوم چې له جهادسره برابروي داچې نبی کریم علیه السلام دالله رسول دی اودټول شریعت علم ورسره و؛مګر بیاهم دجهادله مثیل عمل نه ناخبري څرګنده وي دادجهاددفضیلت لپاره کاپي دلیل دی .

البة :مجاهددغه ثوابونه هغه وخت ترلاسه کولای شي  چې جهادیی په هغه طریقه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ،اودهغه خلفاءراشدینو سرته رسولی  یايې  دجهاد دغه سپېځلي  لاره  راته ښوولي .

سره له دي چې جهاد زموږ په ټاټوبي له پیړیوپیړیو راروان  دی اودادجهاد وطن دی ؛مګر بیاموهم په جهاد کې ډیرداسې اعمال وي چې  په جهاد کې ممنوع وی ،دبیلګي په ډول  په ځينو ځایونو کې دمجاهدینو ترمینځ بي ځایه اختلافات ، یودبل غیبت  کول  ،په یوه بل بهتان ویل ، په غنیمت  کې احتیاط  نه کول  اوداسي نور …یوه بله عامه غلطي چې زموږ ډيری  مجاهدین ورباندي  اخته دي  اوپام  يې ورته نشته  هغه داده چې :

ډیرمجاهدین خپلې میرمنې ،اواولادونه خپلو ورڼویانوروقریبانوته پریږدي اوجهادته لاړشي هلته بیاشپږمیاشتي اته میاشتي اوتردې ډيرې وختونه تېره وي ،دلته يې کورنۍ اواولادونه بي نفقي اودنورو په اوږوبارکړي وي  نودوئ فکرکوي چې په داسې حالت کې دجهادپه  لاره کي ډیروخت تیرول  یي دثوابونوتله درنه وي حال داچې په شریعت کي دمتزوج [دواده دخاوند ]لپاره جوازنلري چې داړتیاپرته په میاشتومیاشتو له کوره مسافرشي .همداوجه وه چې حضرت عمررضی الله تعالی عنه به دلیري وطن دتشکیل مجاهدینو ته ویل :چې په یوه میاشت کې مزل کوئ اوڅلورمیاشتي هلته تیروئ اوپه بله میاشت کې بیرته راروانیږئ .

في “كشاف القناع” (5/193) : ” ولو سافر الزوج عنها لعذر وحاجةٍ سقط حقها من القسم والوطء وإن طال سفره ، للعذر … وإن لم يكن للمسافر عذر مانع من الرجوع وغاب أكثر من ستة أشهر فطلبت قدومه لزمه ذلك ، لما روى أبو حفص بإسناده عن يزيد بن أسلم قال : بينا عمر بن الخطاب يحرس المدينة فمر بامرأة وهي تقول :
تطاول هذا الليل واسود جانبه وأرقني أن لا خليل ألاعبه
فوالله لولا خشية الله والحيا لحرك من هذا السرير جوانبه
فسأل عنها فقيل له : فلانة زوجها غائب في سبيل الله ، فأرسل إليها امرأة تكون معها ، وبعث إلى زوجها فأقفله (أي أرجعه) ثم دخل على حفصة فقال : بنية كم تصبر المرأة عن زوجها ؟ فقالت : سبحان الله ! مثلك يسأل مثلي عن هذا ؟ فقال : لولا أني أريد النظر للمسلمين ما سألتك. فقالت : خمسة أشهر ستة أشهر ، فوقّت للناس في مغازيهم ستة أشهر ، يسيرون شهرا ، ويقيمون أربعة أشهر ، ويرجعون في شهر .

مفتي محمداعظم صدیقي

About admin