دعا

دعاګانې باید له ساده خلګو څخه زده کړو:

یو عرب بدو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له روضې مطهرې سره لاسونه لپه کړي وو او دعا یې کوله؛ د دعا یو عجیب انداز یې وو عجیبه الفاظ یې راټول کړي وو :
اي ربه دا ستا حبیب ده، زه ستا بنده یم او شیطان ستا دښمن ده!
زما مولا که دې ماته مغفرت وکړ ستا حبیب به خوشاله شي، ستا بنده به بریالی شي او دښمن به دې غمجن شي.
ای زما ربه! که بخښنه راته ونکړي نو ستا حبیب به خپه شي، ستا بنده به ناکامه شي او دښمن به دې خوشاله شي!
ای الله ستا شان تر دې ډیر ستر ده چې دوست دې خپه کړي، بنده دي ناکامه کړې او دښمن دې خوښ کړې!
ای ربه ته مې د خپل حبیب په خاطر د جهنم له اور څخه ازاد او پخپل رحمت کې داخل کړه.

‫        دذوالنون دعا

يووخت په مصر كي سخته وچكالي راله دسيمي خلك ذوالنون مصري رح ته ورغلو اوهغه ته يي داسي وويل :كه ته يوه دعا وكړي چي لوی خدای داوچكالي وركه کړي  اوبارانونه وشي ،دابه دي له ټولو سره یواحسان وي .

ذوالنون مصري له شاره ووت  يوه څنګل ته يي مخه كړه اوهلته لوى خداى ته سرپه سحده شو ،بیاراکیناست ،لاس يې لپه کړ.اوداسي يي خپل فرياد پيل كړ: لويه خدايه له مصر څخه ترټولو نالايق اوګنهګار راوتلی دی . اوس دي دخپل رحم اوكرم باران په مصر و اوروه  . ويل كيږي چي څو شيبي لا نه وي تيري چي له یوې بلې خوا وريېځي راپورته شوي اوپه مصر خوندور بارانونه شروع شوو  .  كشكول ص\302

ابوحمزه

About admin