Home » درس الحديث » دقدر دشپی په عبادة ټول ګناهونه بخښل کيږی

دقدر دشپی په عبادة ټول ګناهونه بخښل کيږی

عن ابي هريرة رضی الله عنه قال : قال النبي صلی الله عليه وسلم :  من قام  ليلة  القدر ايمانا واحتسابا غفرله  من ذنبه ماتقدم ،متفق عليه  . وفی رواية قتيبة  وماتاخر  .
 الترغيب  ۱\۲۵۹   ابن کثير ۴\ ۵۳۱   . اخرجه البخاري برقم ۲۰۱۴ ومسلم ۱\۵۲۳ورواه الحميدي ۹۵۰ والنسائي برقم ۲۲۰۱ واحمد ۷۲۸۴  وابوداود ۱۳۷۲ وابن خزيمة ۱۸۹۴  وابن عساکر في فضائل رمضان ص\۳۳
ژباړه :  څوک چی  دقدر په شپه  په  ایمانداري  اواخلاص سره  عبادة  وکړي  نودده ټول وړاندینی ګناهونه به  وبخښل شي  . اودقتیبة په روایت کښی  داهم راغلي  : چی  وروستني  ګناهونه به یې هم وبخښل شي .

په دي اړه نورحديثونه

دقدر د شپي  څخه بي برخي دټولو ښيګڼو څخه بي برخي ده .
[ الف ]دابوهریرة رضی الله تعالی عنه په یوه   روایت کښي راغلي :  کله چی  دروژی  میاشت راغله  نوپیغمبرصلی الله  علیه وسلم  وفرمایل : تاسو ته  درمضان  میاشت راغله  چې ډیره مبارکه میاشته ده    روژي یې  په تاسو لوی خدای فرض کړي ده ،  داسی میاشت ده چی  دجنة دروازي پکښي  پرانیستل کیږي ، اودجهنم دروازي پکښي  تړل کیږي  .اوبیایې وفرمایل : 
فیه لیلة  خیر من  الف شهر  من حرم  خیرها فقد حرم    . په دي میاشت کي یوشپه ده چی ترزروشپو يي عبادة غوره ده  څوک چي ددی شپی دښيګڼو څخه  محروم شو نو دټولو ښیګڼوڅخه محروم شو.  تفسیر ابن کثیر۴\ ۵۳۱
[ب ] دانس بن مالک رضی الله په روایت کښي راغلي  چی کله دروژی میاشت  داخله شوه  نوپیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل  : 
عن انس رضی الله تعالی عنه قال  دخل رمضان فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ان هذ الشهر قدحضر کم ، وفيه ليلة  خير من الف  شهر  من  حرم فيها فقد حرم الخير کله  ولايحرم خيرها الا المحروم  . رواه بن ماجة    الترغيب ۱\ ۲۵۶
ژباړه :   دامیاشت خوتاسوته راغله  په دی میاشت کښی  یوه شپه ده چی ترزرومیاشتو غوره ده  څوک چی ددي  شپي دخیر څخه محروم شو نو دټول خیر څخه محروم شو اوددي شپي له اجراوثواب  څخه له  بدبخته ، او محرومه  پرته  نور څوک نه محرومیږی  . 
 

About admin