Home » بېلا بېلي لیکني » دروژي دوروستیو لسو ورځوځانګړي ا عمال

دروژي دوروستیو لسو ورځوځانګړي ا عمال

 

 

پیغمبرصلی الله علیه وسلم  دروژي په دي ورستیولسو ورځوکې دعبادت ځانګړي  طريقه  درلوده، چي په نورومیاشتوکي یادهمدي میاشتي په لمړیوشپوکي به یې  دغه طريقه نه وه  . دهمدغه ځانګړو اعمالواوعباداتو څوبیلګي یې نقل کوو .

لمړی : إحياء الليل؛ یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دغه وروستۍ لس ورځې اوشپي ټولي په عبادت تيرولي یابه یې   دشپي زیاته برخه په عبادت کي تیره وله .

لکه دعائشي رضی الله تعالی عنهاله روایت څخه چي څرګندیږي ، چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي په سرکې دشپي له خواعبادت کاوه ،اوخوب به یي هم کاوه ،خو وروستۍ لس شپي به یې په عبادت کي رڼولي  . کمارواه احمد في مسنده

دوهم  : په دغه شپوکي به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دکورنۍ غړي هم دعبادت لپاره راکیښنول ، چي دائي درمضان المبارک په نوره میاشت کي نه کول .

امام سفیان ثوري رحمه الله فرمایې :زه خوښوم  چي کله دروژي دمیاشتي وروستۍ لس ورځي راشي نودشپي له خواخلګ تهجدوکړي .  اوډیر زیار په کښې وباسې  ،اودخپلي کورنۍ غړي ،اوماشومان هم دغه لمانځه ته راکښینوي . که یې طاقت درلود ،

له پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه صحیح روایت نقل شوی چي په دغه شپوکي به یې فاطمه اوعلي رضی الله تعالی عنهما راکیښینول اوورته ویل به یي : ولي نه راکښېنئ چي لمونځ وکړئ .  رواه البخاري ومسلم .

همداراز به پیغمبرصلی الله علیه وسلم عائشه رضی الله تعالی عنها دغه عبادت ته راکښېنوله .

دابي محمدالفارسي میرمني به هم په دغه شپوکي دکورغړي دتهجدلمانځه ته راکښېنول اودابه یې ورته ویل :

قدذهب اللیل وبین ایدینا طریق بعید وزادنا قلیل وقوافل الصالحین قدسارت قدامنا ونحن قدبقینا .

ژباړه :شپه ولاړه . اوموږته لااوږده لاره پاته ده ، دسفر توښه موپه خلاصیدودی ، دصالحینوقافلي رانه لیري ولاړي ، اوموږ ترټولووروسته پاته یو .

دریم  : شدّ المئزر: یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به په دغه ورستیولسوشپوکي له خپلومیرمنوڅخه راګوښه شو یاداچي خپلي بستري ته به دارام  لپاره نه ورتو .لکه دانس رضی الله تعالی عنه په روایت کي چي راغلي دي : چي دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دراحت بستره به په دغه شپوکي ټوله شوي وه ،اوله میرمنوڅخه به یي کوښه والی غوره کړی ؤ .

څلورم  : تأخيرالفطورإلى السحر:یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به په دغه ورستیولسوشپوکي دماښام  اوپشلیمي خوراک یوځای کاوه ،

لکه دانس رضی الله تعالی عنه په روایت کي چي راغلي :  أنه كان في ليالي العشر يجعل عشاءه سحوراً. یعني چې کله به یې روژه ماته کړه نورخوراک به یې بیاپه پشلیمي کول  .

پنځم : اغتساله بين العشاءين، یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به په دغه ورستیولسوشپوکي دماښآم اوماخوستن دلمنځونوپه مینځ کي غسل کاوه لکه دعائشي رضی الله تعالی عنها په روایت کي چي راغلي : واغتسل بين الأذانين والمراد: أذان المغرب والعشاء،

ابن جریر رحمه الله وایې : چي دوئ خوښول چي په دغه شپوکي هره شپه بایدسړی غسل وکړي ، امام نخعي به په دغه لسوشپوکي هره شپه غسل کاوه ،همداراز له ځینونورسلفو علماوڅخه نقل شوي چې دوۍ په دغه شپوکي غسل کول اوپاکي جامي به يې په غاړه کولي ، اوخوشبویې به یې لګوله  .

فتبين بهذا أنه يستحب في هذه الليالي  التنظف والتزين، والتطيب بالغسل والطيب واللباس الحسن، كما يشرع ذلك في الجُمع والأعياد. ً

شپږم : اعتكاف،دپیغمبرصلی الله علیه وسلم دروژي ددغه ورستیولسوشپوله عبادت څخه یو هم اعتکاف ؤ ،لکه دعائشي رضی الله تعالی عنها په روایت کي چي راغلي ،چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم دژوندترپایه په دغه شپوکي اعتکاف کاوه .

ففي الصحيحين عن عائشة رضي الله عنها أن النبي كان يعتكف العشر الأواخر من رمضان حتى توفاه الله تعالى   .

تنبیه : خودافسوس ځای دادی چي اوس وخت ډیرخلګ په دغه ورستیوشپوکي  له روژي اوعبادت سره داسي بي ذوقه شي چي دغه ټولي شپي اوورځې یې په عبثو اونارواوګفو اومجلسونوتیریږي .

ډيرخلګ خوداسي هم وي چي په دغه شپوکي تراویح لاپریږدي . اودجماعت دلمانځه لپاره هم جماعت ته نه حاضریږي ، ځیني خویې بیا دغه مهمي شپي په تشوګفو اودبازارونوپه چکرونوتیره وي چي داټول له خپل ځان سره یوه ستره جفا او دالله تعالی دنعمتونولویه ناشکري ده .

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه .

About admin