Home » ځانګړي ليکني » دیتیم په پالنه څه ترلاسه کولای شئ!

دیتیم په پالنه څه ترلاسه کولای شئ!

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَنْ قَبَضَ يَتِيمًا بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى طَعَامِهِ وَشَرَابِهِ أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ الْبَتَّةَ إِلاَّ أَنْ يَعْمَلَ ذَنْبًا لاَ يُغْفَرُ لَهُ ». وَفِى الْبَابِ عَنْ مُرَّةَ الْفِهْرِىِّ وَأَبِى هُرَيْرَةَ وَأَبِى أُمَامَةَ وَسَهْلِ بْنِ سَعْدٍ.

ژباړه:له حضرت عباس رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي بې له شکه نبی عليه السلام وویل: چاچي د مسلمانانو په منځ کي يتیم د خوراک، څښاک او پاللولپاره ور واخيست، الله تعالی به بې شکه داسړی جنت ته داخل کړي، ترڅو داسي ګناه ورڅخه ترسره نه شي، چي بښنه ورته نه کيږي.

د حديث تشریح

يتيم چاته ویل کيږي؟ يتيم له يتم څخه را اخيستل شوې کلمه ده او يتم د يوازيتوب اوګوښي والي په معناسره ده، د لغت په اعتبار يتیم د تنها او ګوښي په معناسره دی، له همدې امله هغه څیز ته هم يتيم ویل کيږي، چي د زيات قيمت څښتن او بې مثله وي، ځکه داسي څيز هم د خپلوځانګړنوله کبله تنها اوله نوروڅیزنوڅخه ګوښی دی، د بېلګي په توګه ویل کيږي، چي «بلديتيم»،يعنی بې مثله ښار،«درة يتيمة» يعنی د زیات ارزښت او ډیره قيمتي ملغلره.

په اصطلاح (دود) کي يتيم هغه کس ته ویل کيږي، چي د وړوکوالي په مهال یې پلار مړ شي او په څارویوکي يتیم هغه یو وي، چي مور یې مړه شوي وي، نوپه دې سره د لغوي او اصطلاحي معنا تړاو څرګند دی.

رحمت اوکفالت:

له يتيم سره نرمي او په هغوی رحمت کول عامه بڼه لري، يعنی په هغوی رحمت او شفقت د مختلفولارو څخه کيږي، یو وخت يتیم کښېنوئ او خواړه ورکړئ، دا هم رحمت دی، یوه جوړه جامه واخلئ او يتيم ته یې ورکړئ، دې ته هم رحمت ویل کېدلی شي، پنځه يالس روپۍ د اړتياپه مهال ورکړئ، همداراز يتیم چي ناروغ وي، درملنه یې وکړئ، دا ټولي د رحمت او شفقت مختلفي څانګي دي.

کفالت (واکدارکېدنه) د ضم کولواو یوموټي کولو په معناسره ده، لکه څنګه چي په آیت کریمه کي راغلي: وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا، د يوه قرأت سره سم د «كَفَّلَهَا»توری له تخفيف سره ویل شوی، چي د ضمهااليه په معناسره ده، يعنی زکرياعلیه السلام مريم رضی الله عنها د خپل ځان سره کړه او د هغې پالنه یې په غاړه واخيستله، يعنی يويتیم در واخلئ، کورته یې بوځئ او د خپلو بچيانو په څیر، خوراک، څښاک، جامې، زده کړه، تربيه اونوري اړتياوي یې په غاړه واخلئ، دې ته کفالت وايي.

مَنْ قَبَضَ يَتِيمًا مِن بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ:

مِن بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ، ته که له يتيم سره تړاو ورکړې، نو یتيم خاص شو، یعنی د مسلماني کورنۍ يتیم اومطلب یې دا شو، چي چایومسلمان او د مسلماني کورنۍ سره تړاو لرونکی يتيم ور واخيست، هغه ته یې خوراک، څښاک او د هغه پالنه یې وکړه، الله تعالی به یې هرومرو جنت ته داخل کړي، خو که د «من بين المسلمين»تعلق تر من قبض پوري ورکړې، په دې اعتبار سره يتيم عام شو، که مسلمان وي، يا یهودي، نصراني او يا د کوم بل دین سره تړاو ولري، د حديث مطلب داشو، چي که کوم مسلمان د یوه يتيم پالنه وکړه، که هغه مسلمان وي، یایهودي، يانصراني او یابل څوک وي، الله تعالی به دا مسلمان پالونکی خامخاجنت ته داخل کړي.

له حديث څخه دا هم څرګنديږي، چي که د چا په خپل کور کي یتیم وي او بیا په هغه شفقت وکړي او په غوره طريقه يې پالنه وکړي، نو اجر به یې لازیات وي، چي هم یتیم والی او هم قرابت دی.

په يتيم چاپيريال اغېزه کوي:

وګورئ، اسلام یونړيوال دين دی، چي د ټولي دنيا لپاره د رحمت په توګه رالېږل شوی دی، له نامسلمانوسره هم د غوره چلنداو رحمت لارښوونه کوي، په دې حدیث کي د يوه نامسلمان یتیم په پاللود جنت د تل پاته راحت او نعمت زېری ورکول کيږي، ددې لارښووني په عملي کولو يوه لویه ګټه دا هم ترلاسه کېدلی شي، چي نامسلمان یتیم په یوه مسلمانه کورنۍ کي پالنه واخلي، د چاپیریال د اغيزي له امله ډیره هيله کېدلی شي، چي په راتلونکي کي به مسلمان شي، ماشوم په عمومي توګه د مور او پلار په دین باندي وي، له همدې امله ماشوم چي په کوم چاپيريال کي لوی شي، د هغه چاپيريال رنګ اخلي لکه څنګه چي همدې ټکي ته په يوه حدیث کي اشاره شوې ده:

کل مولود يولد علی الفطرة فابواه يهودانه اوينصرانه او يمجسانه.

ژباړه: هرماشوم په فطرت (اسلام) زيږي، خو وروسته یې مور او پلار یهودي، یانصراني او يامجوسي (اور لمانځونکی) کړي.

څرګنده شوه، چي د یوه نامسلمان لپاره چي د فطرت سره سم اسلامي چاپيريال برابرشي، ضرور به مسلمان شي،(ان شاءالله)دا د پالونکي لپاره د لازیات اجر او ثواب لامل وګرځیدو.

أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ الْبَتَّةَ: یعنی الله تعالی به د یتیم پالونکی هرومرو جنت ته داخل کړي، البتة، بت د قطعي او يقین په معناسره ده، يعنی قطعا او بې له شکه به الله تعالی داسړی جنت ته بوځي.

إِلاَّ أَنْ يَعْمَلَ ذَنْبًا لاَ يُغْفَرُ لَهُ: ليکن چي د يتيم پالونکی داسي ګناه اوجرم وکړي، چي مغفرت ورته نه کول کيږي، يعنی بیابه جنت ته د همدې جرم اوګناه له امله داخل نه کړای شي، دا جرم به ياشرک وي، ځکه الله تعالی د مشرک اړوندخپله فيصله کړي، څنګه چي الله تعالی فرمايي:

إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء.

ژباړه: الله تعالی هغه چاته بښنه نه کوي، چي له هغه سره یې شرک نیولی وي او له دې پرته نوري ګناوي، چي یې د چالپاره خوښه شي بښي.

کفرله شرک څخه کم نه دی:

د شرک د نه بښلواړوند دا آيت د سورة النساء په دوو ځایونوکي راغلی، د همدې سورة په ۴۸ آيت کي د همدې حکم يادونه شوي او په۱۱۶ آيت کي هم همداحکم ذکر شوی دی.

د ۴۸ آیت لاندي حضرت شیخ الهندرحمه الله د « وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ » ژباړه داسي کړي: د شرک څخه لاندي ګناه، چي د چالپاره یې خوښه شي بښي، د «دون ذلک»دا ژباړه د عربی قواعدو په رڼاکي ډيره غوره اوصحيح ده اوپه دې کي يوې باریکي نکتې ته هم اشاره کېدلی شي اودا باریکه نکته د هغه اعتراض ځواب ده، چي په عمومي توګه په دې ځای کي کول کیږي، چي په آيت کي له شرک څخه پرته بل هر ډول ګناه د بښلو وړ ده، نوکفر خوهم یوه ګناه ده، چي له شرکه پرته ده اوکه کفر هم د بښلو وړ وبلل شي، نو د کافر لپاره هم بايد د مغفرت هيله وشي؟

ددې سوال ځواب په دې ډول ورکول کیږي: د دې اعتراض منشاء داده، چي په عامو تفسيرونوکي د:وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء، ترجمه داسي کوي، چي له شرک پرته نوري ګناوي د هغه چا لپاره چي ورته خوښه یې شي بښي، کفرخوله شرک څخه بیله ګناه ده، نو باید هغه هم وبښل شي، خو د مادون ذلک ترجمه چي شيخ الهندعلیه الرحمه کړي، چي له شرک څخه لاندي ګناوي د خپلي خوښي سره سم بښي، بيادا اعتراض نه پرې کیږي، ځکه کفرله شرک څخه د وړې اولاندي درجې ګناه نه ده، بلکه کفرله شرک څخه لويه ګناه ده، ددې لپاره، چي مشرک الله تعالی او د هغه ټول صفات مني، خو په څنګ کي یې بل څوک هم له الله تعالی سره شریک او په دې صفاتوکي ګډ بولي، خوځیني کافران داسي وي، چي هغوی له لويه سره د الله تعالی ذات نه مني او له هغه څخه منکر وي، ځيني کافران د الله تعالی د بعضي صفاتوڅخه انکار کوي او ځيني یې بیا له دواړوڅخه انکار کوي، په دې څیزونوکي چي له هرڅیزڅخه ا نکار وشي، دا له توحيدڅخه انکار دی، له همدې کبله څنګه چي شرک د نه بښلو جرم دی، همداسي کفر لازيات د نه بښلوجرم دی، ځکه په آیت کریمه کي له شرک څخه د ټیټي درجې ګناهونه د بښلو وړ بلل شوي، څنګه چي کفرله شرک څخه کم نه بلکه ورڅخه لوړ دی، نو داخوبيخي نه بښل کیږي.

په خلکو ظلم او د بندګانو حقوق:

ياله دې جرم څخه مطلب هغه ظلمونه دي، چي دغه سړي په خلکوکړي وي، يعنی په مخلوق کړل شوي ظلمونه الله تعالی نه بښي، چي ترڅوخپله مظلوم بښنه ورته کړي نه وي، ځکه د هغه په حقوقو تېری شوی، نوبښنه هم بايدخپله مظلوم ورته وکړي.

ملاعلی قاری رحمه الله وايي: له آیت څخه دواړه معناوي یوځای اخيستل کېدلی شي، ځکه شرک خوله آیت څخه څرګندشو، چي د بښلووړنه دی اوله بله پلوه په دې هم اجماع شوي، چي یوازي د یتیم په پالنه د بندګانوحقوق نه بښل کیږي، ځکه د یتيم د مال خوړل هم د بندګانوپه حقوقوکي شمېرل کيږي، دا څنګه کېدلی شي، چي له يوه پلوه دي یتيم پالي اوله بله پلوه دې په ناجائزه توګه د يتيم د مال د خوړلوبښنه ورته وشي.

کوم يوغوره اوکوم ناوړه کوردی:

خَيْرُ بَيْتٍ فِى الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُحْسَنُ إِلَيْهِ وَشَرُّ بَيْتٍ فِى الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُسَاءُ إِلَيْهِ ».

ژباړه: د مسلمانانو په کورونوکي تر ټولوغوره کورهغه دی، چي يتیم پکښې وي اوله هغه سره غوره چلند کيږي او تر ټولوناوړه کورهغه دی، چي يتیم په کښې وي اوله هغه سره ناوړه چلند کوي.

ژباړه: موسی مهاجر

About admin