Home » دار الافتاء » آیادعذر څښتنان هم درمضان المبارک دثوابونو څخه برخمن دي ؟

آیادعذر څښتنان هم درمضان المبارک دثوابونو څخه برخمن دي ؟

الاستفتاء : درمضان المبارک دمياشتي دروژي دنيولو ډیرثوابونه ذکرشوي .نوکه يوتن دسفر یاکوم عذر يابيماري له امله یامثلامیرمني دخپلوځانګړو بيٍماریوله امله روژه پوره ونه نیسې نوآیادغه خلګو لره هم درمضان المبارک دغه ټول ثوابونه شته ؟ بينوا توجروا

الجواب حامدا ومصليا وبعد: سفر ،بيماري ، حیض اونفاس او… دادروژي نه نيولو له شرعي عذرونوڅخه دي ، نوکه  څه هم دغه خلګ دشرعي اعذارو له وجي روژي ونه نیسې . خونور عبادات  په سمه طريقه سرته رسوي ،اوله ګناهونوڅخه يې ځانونه ساتلي وي ،نوبياددغه مبارکي مياشتي دروژو دثوابونواوبرکتونوڅخه نه محرومه کيږي ،

بلکه دميرمنولپاره خودروژي دثوابواوبرکتونولاس ته راوړل ډير اسانه وي ځکه چې که لمونځ اوروژه نه نشي نيولی نوله اذکارو اوتسبيحاتو څخه خونه دي بندي شوي ،همداراز دروژتيانوخدمت کول هغوۍ ته دروژه ماتي برابرول اوداسي نور …

په حديث شريف کې راځې چي که يوتن بيمارشې یامسافرشې  اودلمانځه داداکولو قدرت یې نه وي  نوبياهم دغه تن ته دروغتيااوداقامت دوخت دعبادت ثواب ليکل کيږي ، همداراز په بل حديث شريف کې راځې چي که يوتن په روژه کې مړشي نوترقيامته پوري به دروژي ثواب ورته ليکل کيږي  .

وفي موسوعة رمضان  : وإن تركت الصلاة والصيام فهناك ولله الحمد عبادات أخرى مثل الدعاء والتسبيح والإستغفار والصدقة والقيام على الصائمين وتفطيرهم وغيرها من الأعمال الصالحة الكثيرة ثم  أنه يكتب لهن من الأجر مثل ما كانت تعملين وهي صحيحة قوية .

كيف ذلك ؟ لحديث رسول صلى الله عليه وآله وسلم الله عليه وآله وسلم الذى قال فيه « إذا مرض العبد أو سافر كتب الله له تعالى من الأجر مثل ما كان يعمل صحيحاً مقيماً » «28» . رواه البخارى « فتح البارى 6/158/ح/2996» كتاب الجهاد والسير باب يكتب للمسافر مثل ما كان يعمل فى الإقامة .

 

 

About admin