Home » لیلة القدر » که چادقدرپه شپه کي عبادت وکړی ټول ګناهونه به يې وبخښل شي

که چادقدرپه شپه کي عبادت وکړی ټول ګناهونه به يې وبخښل شي

عن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: ((مَن قام ليلة القدر إيمانًا واحتسابًا، غُفر له ما تقدَّم من ذنبه))؛ متفق عليه

ژباړه: رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم فرمايي:څوک چي دقدرپه شپه دايمان سره دثواب په نيت عبادت وکړي الله جل جلاله به يې مخکني ټول ګناهونه وروبخښي.

فايده: په دغه شپه کي ددرېدوڅخه مطلب دادی چي پرلمانځه باندي ودريږي اوداهم پکښي داخل دی چي په يوبل عبادت لکه ذکر،تلاوت اوداسي نوروسره مشغول شي.دثواب لاسته راوړلوڅخه مطلب دادی چي ريااويابله بدنيتي نه وي پکښي بلکي يوازي دالله جل جلاله درضالپاره وي .خطابي رحمه الله تعالی فرمايي: چي ددې څخه مطلب دادي چي پرثواب يې يقين وي اوزړۀ يې خوشحاله وي. تکليف يې ځانته نه بولي اوناخوالي نه وي پکښي داښکاره خبره چي دسړي پرثواب باندي څومره يقين ټينګ وي په دغه اندازه په عبادت کي تکليف پورته کول اسانه وي .همداوجه ده چي څومره سړی والله جل جلاله ته نژدې کېږي په هغه اندازه په عبادت کي شوق ډيريږي . بله ضروري خبره داده چي په پورتني حديث اونورو حديثوکي چي دګناه دبخښلوبيان شوی دي مراد ورڅخه صغيره ګناه وې دي ځکه دکبيره ګناووپه اړه الله جل جلاله په (الامن تاب) سره تعبيرکړی دي يعني هغه وخت بخښل کيږي چي توبه وباسي بېله توبې کبيره ګناهونه نه بخښل کېږي علماوو هم پردې خبره اتفاق کړی دی چي کوم ګناهونه چي په دغه شپه کي بخښل کېږي صغيره ګناهونه دي. زماپلار رحمه الله تعالی په حديثوکي پرګناهوباندي دصغائروقيدلګولي دی اوددې وجهي يې بيان کړې دي لومړی داچي دمسلمان شان دادی چي کبيره ګناه به نه کوي اوکه ورڅخه وشي نوترهغه وخته پوري دې په آرام نه کښيني ترڅوتوبه ونه باسي،دوهمه خبره داده چي که انسان ته داسي زمينه برابره شي چي دقدر په شپه کي عبادت کوي نوګويادده لپاره توبه ضروري ده چي پرخپلوعملونوباندي پښېمانتياوکړي اوهم داسي کېږي،له همدې امله توبه په خپله پکښي راځي ځکه دتوبې څخه مقصد دادی چي پرتېروګناهونوپښېمانتياوکړي اود راتلونکي لپاره دنه کولوپخه اراده وکړي،له همدې امله څخه که دچاڅخه کبيره ګناهونه شوي وي نوچي کله دقدرشپه ورته ورسيږي اوياددعادقبلېدو موقع په لاس ورسې نودزړۀ له تله دې توبه په خوله وباسي اودراتلونکي لپاره دې دنه کولوټينګه اراده وکړي چي دالله جل جلاله کامل رحمت ورته متوجه شي .صغيره اوکبيره ټول ګناهونه به وبخښل شي .

 

لیکوال ؛ مفتي ابوالطیب

About admin