Home » دار الافتاء » په کومو مسجدونو کې اعتکاف صحیح دی ؟

په کومو مسجدونو کې اعتکاف صحیح دی ؟

 

الاستفتاء :په هغه مسجدونو کې اعتکاف صحیح ده چې دمارکیټو یابنګلو په سر جوړ وی یاپه لوړ چت باندي مسجدجوړوي اولاندي دکانونه وي  ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: داعتکاف له پاره شرعي مسجدضروري ده اوشرعي مسجد هغه دی چې واقف له خپل ملکیت څخه بیل اوممتاز کړی وي نوکه اوس که چیرته دغه مسجدچې لاندي يې دکانونه دي یانو رڅه که چيري هغه هم دمسجدلپاره وقف شوي وي یعني که دکانونه وي نوکرایه یې دمسجدپه ضرورياتو مصرفیږي اوکه نوري کوټي وي نوهم  دمسجد داړتیالپاره وي اومالک وقف کړي وي اوس نو دغه مسجدشرعي بلل کیږي اواعتکاف په کې صحیح دی اولمونځ کونکي ته په کې عباداتو پوره ثواب ورکول کیږي .

اوکه چيري داسې وي چې دکانونه دزمکي دمالک وي اوکرایه یې هم دغه مالک اخلي یانورګټه تري پورته کوي نوبیا دغه مسجدشرعي نه ګڼل کیږي بلکه عرفي مسجدګنل کیږي اوثواب یې دلمونځ کونکولپاره ترشرعي مسجد کم دی اواعتکاف لپاره چونکه شرعي مسجدضروري دی نوځکه په کې اعتکاف صحیح دی .

قال الله تعالی : وانتم عاکفون في المساجد الآیة  قال الالوسي  في تفسیره ۲\۱۳۷وفي تقييد الاعتكاف بالمساجد دليل على أنه لا يصح إلا في المسجد إذ لو جاز شرعاً في غيره لجاز في البيت وهو باطل بالإجماع

 

وفي البحر  ۱۵\۹شامله   . وحاصله أن شرط كونه مسجدا أن يكون سفله وعلوه مسجدا لينقطع حق العبد عنه لقوله تعالى { وأن المساجد لله } بخلاف ما إذا كان السرداب أو العلو موقوفا لمصالح المسجد فإنه يجوز إذ لا ملك فيه لأحد بل هو من تتميم مصالح المسجد .

وفي تبیین الحقائق۱۰\۲۱۶شامله  قوله في المتن ومن جعل مسجدا تحته سرداب ) قال في الهداية ومن جعل مسجدا تحته سرداب أو فوقه بيت وجعل باب المسجد إلى الطريق وعزله فله بيعه وإن مات يورث عنه قال الأتقاني وهذا ظاهر الرواية وهو من خواص الجامع الصغير .

ا هـ .

( قوله والمسجد لا يكون إلا خالصا لله تعالى إلخ ) ولأن اتخاذ المسجد عرف بالشريعة وفي الشريعة لم يكن المسجد إلا وما فوقه وتحته لله ألا ترى إلى مسجد رسول الله صلى الله عليه وسلم الذي بناه بالمدينة وإلى المسجد الحرام الذي الخ

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

About admin