Home » بېلا بېلي لیکني » ددرو کسانودعاالله جل جلاله نه ردوي بلکي قبلوي يې

ددرو کسانودعاالله جل جلاله نه ردوي بلکي قبلوي يې


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ دَعْوَتُهُمْ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حِينَ يُفْطِرُ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ يَرْفَعُهَا فَوْقَ الْغَمَامِ وَتُفَتَّحُ لَهَا أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَيَقُولُ الرَّبُّ عَزَّ وَجَلَّ وَعِزَّتِي لأَنْصُرَنَّكِ وَلَوْ بَعْدَ حِينٍ “.

ژباړه:ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چي نبي کريم صلي الله تعالٰي عليه وسلم فرمايلي دي درې کسان دي چي الله جل جلاله يې دعانه ردوي روژاتي چي دروژه مات په وخت کي دعاوکړي،دوهم عادل پاچادی درېيم مظلوم دی چي الله جل جلاله يې دعاتروريځوپورته کړي داسمان دروازې ورته خلاصې شې اوالله جل جلاله ورته ووايې چي زمادې په خپل عزت سره قسم وي چي زه به ستامرسته کوم که څه هم تريووخت وروسته وي.

فايده:  درمنثوردعائشي رضي الله عنهاپه روايت نقل کړي دئ چي کله به روژه راغله دنبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم رنګ به بدل سوپه لمانځه کي به يې ډېروالي کاوه،دعابه يې په عاجزۍ سره کول وېره به پرې غالبه سوه په دوهم روا يت کي راغلي دي چي دروژي دمياشتي ترپايه پوري به بستري ته نه راتلي. په يوه حديث کي راغلي دي چي دروژې په مياشت کي الله جل جلاله وعرش پورته کوونکوملائکوته ووايي چي خپل عبادتونه پرېژدئ دروژاتيانوپردعاووباندي آمين واياست په ډېرو روايتوکي په روژه کي ددعاقبلئدلوخاص اهميت بيان سوي دئ کله چي الله جل جلاله وعده وکړي اودهغه درښتيني رسول صلي الله تعالي عليه وسلم څخه رانقل سي نوپه پوره کېدوکي يې هيڅ شک نسته ځيني خلګ ديوه خاص غرض لپاره دعاکوي اودده غرض پوره نه سي نوددې دامعني نه ده چي دعايې نه سوه قبوله بلکي ددعاپه معني ځان پوه کول په کاردي.رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:کله چي مسلمان دعاوکړي په دې شرط چي دخپلوۍ پرېښودويادګناه کولودعانه وي نوالله جل جلاله يود درشيانوڅخه ورکوي ياپخپله هغه شي ورته رسېژي،يايې په بدل کي ديوه شره څخه خلاص سي اويايې په بدله کي د ده دلپاره په آخرت کي ثواب وليکل سي .په يوحديث کي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به الله جل جلاله يوبنده راوغواړي او ورته وبه وايي چي ماتاته ددعاکولوامرکړي واوقبلولووعده مي درکړې وه اياتاماته دعاوکړه؟ بنده به ورته ووايي چي هوماکړې وه الله جل جلاله به ورته ووايي چه تاهيڅ دعانه ده کړي چه مانه وي قبوله کړې،تافلانۍ دعاغوښتې وه مافلانی تکليف درڅخه ليري کړ،ستاهغه دعامي قبوله کړه اودفلاني تکليف دعادي غوښتې وه دهغې دعااثردې په دنياکي نه وليدي په بدله کي مې دغه ثواب په آخرت کي درکړ، نبي کرېم صلي الله تعالي عليه وسلم وفرمايل چي بنده ته به ټولې دعاوي وريادکړي اوبدله به يي په دنيااوياپه آخرت کي وروښودل شي. بنده چي په آخرت کي ددعادبدلې ثوابونه وويني نوووايي چي کاشکي په دنياکي زمايوه دعاهم نه واي قبوله شوي دټولودعاووبدلې دلته په آخرت کي راکړل شوې وای .

لنډه داچي دعاډېرمهم شی دئ ددعاڅخه غافله کېدل دلوي تاوان خبره ده ، که په ښکاره ددعاقبلېدونښي ونه ويني نوفکردي نه خرابوي ، ددئ رسالې په پاي کي يواوژدحديث راروان دئ دهغه حديث څخه معلومېژي چي الله جل جلاله دبنده مصلحتونوته نظرکوي کوم شي چي دبنده لپاره خيروي هغه ورکوي اوکوم شي چه ورته خيرنه وي هغه نه ورکوي داهم دالله جل جلاله لوي احسان دي چي موژيوشي غواړواوموژنه پوهيژوچي هغه شي زموژلپاره تاوان دئ نوالله جل جلاله هغه شي موژته نه راکوي اوکوم شي چي زموږلپاره خيروي هغه شی راکوي ، يوه اړينه خبره ديادونې وړده چي ډېرنارينه ياښځي د دردپه حالت کي اولادوته ښېراوې کوي اوحال داچي دالله جل جلاله په دربارکي ځيني داسي وختونه سته چي په هغه کي هره غوښتنه قبليږي نوکله چي يې اولادوته غم ،مرګ اويابل تکليف ورسيږي بيانوژاړي اودايې په فکرکي نه راځي چي دادخپل لاس څخه ورته پېښ دي ،رسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم فرمايي: تاسوخپلواولادواوخادمانوته ښېراوې مه کوئ داسي نه چي ستاسوښېراوې په داسي وخت کي وشي چي دقبلېدووخت وي په ځانګړي توګه دروژې مياشت چي ډېره مهمه ده ددعاپه قبلېدوکي په  داسي وختوکي بيخي دښېراووڅخه ځانونه وژغورئ ۔ حضرت عمررضی الله تعالٰی عنه درسول الله صلی الله تعالٰی عليه وسلم څخه نقل کوي چي دروژې مياشت کي دالله جل جلاله يادوونکي خلګ بخښل کېږي اونه يادوونکي نامراده پاته کېږي ۔ ترغيب نومي کتاب دابن مسعود رضی الله عنه په روايت يوحديث رانقل کړی دی چي دروژې په مياشت کي هره ورځ يواوآزکوونکی ږغ کوي:اې دخيرلټوونکې !متوجه سه او راوړاندي شه اې دبدي غوښتونکې! بس کړه سترګي وغوړوه ۔ بيادغه ملائکه ووايی: څوک دبخښنې غوښتونکی شته چي بخښنه يې وشي؟ څوک توبه ايستونکی شته چي توبه يې قبوله سي ؟څوک دعاکوونکی شته چي دعايې قبوله شي؟څوک غوښتونکی شته چي سوال يې قبول شي ۔

ديادوني وړ ده چي ددعادقبلېدولپاره ځيني شرطونه شته چي دنه موجوديت په صورت کي يې ډېروخت دعانه قبلېږي يوله دغوڅخه حرام خوراک نه کول دي په دغه وخت کي هم دعانه قبلېږي چي خوراک يې حرام وي ځکه رسول الله صلی الله تعالٰی عليه وسلم فرمايي:ډېروخت يوبدحاله دالله جل جلاله ولوري ته لاسونه پورته کړي او وايي: اې ربه !اي ربه!خود ده خوراک حرام وي څښاک حرام وي اوجامه يې حرامه وي په داسي وخت کي نود ده دعاچرته قبلېږي ۔

دتاريخ کتابونه ليکلي دي چي په کوفه کي يوه ډله وه چي دعايې قبلېدل هرظالم چي به پر دوئ باندي مقررسو دوی به ښېراوې ورته کولې هغه به هلاک شوکله چي حجاج پردوئ باندي مقررشونويوه مېلمستيايې جوړه کړه دوئ ته يې خاصه بلنه ورکړه دوئ هم پکښي شريک سوه کله چي دوئ ډوډۍ وخوړه حجاج وويل چي زه اوس د دوئ دښېراووڅخه وساتل شوم۔اوس نوزموږ دزمانې په روزيوباندي نظراچول په کار دي چي دسودکولودلارې پيداکولولپاره څومره هڅې روانې دي رسمي دندې لرونکي رشوت اخلي اوتجاران دوکې کوي ۔

 

لیکوال : م/ ابوالطیب

About admin