Home » اعتکاف » داعتکاف فضېلتونه اومسئلې یې
thD0EB8FME

داعتکاف فضېلتونه اومسئلې یې

په مسجدکي ټاکلي وخت داعتکاف په نيت اوسېدل داعتکاف څخه عبارت دئ دحنفي مذهب دعلماووپه آنداعتکاف پردرې ډوله دي يواعتکاف واجب دي دغه اعتکاف دنذرکولوڅخه عبارت دئ دمثال په ډول چي څوک ووايي که زمادغه کاروسوزه به دومره ورځي اعتکاف کوم نوپرده باندي دکارداجرا وروسته په هغه اندازه اعتکاف کول واجب دي اويادکارشرط ونه لګوي بلکي داغسي ووايي چي پرماباندي دومره ورځي اعتکاف نذردئ په دغه صورت کي هم داعتکاف اجراکول واجب دي.

دوهم ډول اعتکاف سنت دئ داهغه اعتکاف دي چي دروژې دمياشتي په آخرولسوورځوکي کېږي چي درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم مبارک عادت هم داسي و. دريم ډول اعتکاف نفل دي دغه اعتکاف نه دورځوتعين لري اونه دوخت چي يې زړه وغواړي کولاي يې سي که څه هم دټول عمرنيت وکړي البته په کښته اندازه کي يې اختلاف سته دامام ابوحنيفۀ رحمه الله تعالی په آندتريوې ورځي کم اعتکاف نسي کېدلاي خودامام محمد(رح) په آنددلږساعت لپاره هم اعتکاف کېداي سي اوهم پردغه قول باندي فتوي دعلماوو ده . په همدې وجه هرچاته پکارده چي کله مسجدته ننوزي داعتکاف نيت دي وکړي نوترڅوچي په لمانځه مشغول وي داعتکاف ثواب به هم ورته رسيږي.ماخپل پلارصاحب ډيروخت ليدلي وچي مسجدته به ننوتي درستې پښې ددننه کولوسره به يې داعتکاف نيت کاوه کله کله به يې دخادمانودتعليم په مقصدنيت په زوره وکړي.داعتکاف زيات فضيلتونه دي تردې به نولوي فضيلت چيري وي چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم به تل داعتکاف اهتمام کاوه.داعتکاف کونکي مثال داسي دي لکه چي څوک ديوچاپه دروازه کي پرېوزي او وايې چي ترڅوچي مي خواست قبول نه کړي دښورېدونه يم

که په حقيقت کي څوک داسي وکړي نوهرڅومره سخت زړه چي يې وي نرم به سي الله جل جلاله ډيرکريم ذات دي دبخښني لپاره بهاني لټوي بلکي بې بهانوهم بخښه کوي .

په همدې وجه څوک چي دنياپريږدي دالله جل جلاله په دربارکي پريوزي نوبياددغه غوښتني په پوره کيدوکي څه وخت لګيږي اوالله جل جلاله چي پرچاباندي انعام وکړي نودډکوخزانوبيان يې څوک کولاي سي. ددې څخه وروسته زه دبيان څخه عاجزه يم.ځکه تل نامرد دبلوغ کيفيت چيري بيانولاي سي خوهغه وخت چي کلکه اراده وکړي.

ابن قيم رحمه الله تعالی فرمايي:چي داعتکاف مقصددادي چي دمعتکف (اعتکاف کونکي)زړه او روح دالله جل جلاله سره وتړل سي،دټولوخواوو څخه فکررابندکړي يوازي دالله جل جلاله سره پيوست سي،دټولوبوختياووپه بدله کي دالله جل جلاله سره مشغول سي،دالله جل جلاله پرته دټولوڅخه اړيکي وشکوي اوداسي بوخت واوسيږي چي په زړه کي يې دټولوفکرونوپرځاي دالله جل جلاله مينه کښيني اودغه مينه دقبردوحشت په وخت کي په کار راځي په دغه ورځ به دالله جل جلاله پرته نه بل ملګري وي اونه به زړه خوشحاله کونکي وي که زړه ورسره بلدسوي وي نوڅومره به په خوندوخت پرې تيريږي .

دمراقي الفلاح مؤلف ليکي:اعتکاف چي په اخلاص وي دبهترينوعملونوڅخه دي ځانګړتياوي يې دومره ډيري دي چي تراندازې وتلي دي ځکه چي داعتکاف په کولوکي زړه ددنيااودهغه شيانوڅخه چي په دنياکي دي پرېکېږي اودالله جل جلاله سره مشغوله کېږي اوخپل نفس والله جل جلاله ته سپارل کېږي.

همداډول اعتکاف په وخت کي ټول وخت په عبادت کي مشغولتياوي يعني خوب،ويښوالي، خوراک اوڅيښاک اوداسي نوريې ټوله په عبادت کي شمېرل کېږي. اوالله جل جلاله ته نژدېوالي دي.په يوحديث کي راغلي دي چي الله جل جلاله فرمايي: څوک چي زمالوري ته يوه لويشت رانژدې سي زه به يوګزورنژدې سم اوڅوک چي زمالوري ته يوګزرانژدې سي زه به دوه ګزه ورنژدې سم څوک چي زمالوري ته کرارکرار راځي زه په منډه ورځم يعني زمارحمت ورځي،اعتکاف کول دالله جل جلاله په کورکي اوسېدل دي څوک دسخي چاپه کورکي ډيره کېږي سخي يې خامخاډيرقدراوعزت کوي.همداډول معتکف دالله جل جلاله په کلاکي محفوظ دي چي هيڅ دښمن رسيدګي نسي ورته کولاي.اوداسي نورفضيلتونه هم سته چي په دغه مهم عبادت کي نغښتي دي .

مسئله: داعتکاف لپاره ترټولوغوره ځاي مکه مکرمۀ ده بيامدينۀ منوره ده بيابيت المقدس دي،بياجامع مسجددي اوبيادخپل محل مسجددي.دامام ابوحنيفه رحمه الله په اندداعتکاف دمسجدلپاره داشرط دي چي پنځه وخته جماعت به پکښي کيږي خوديارانوپه آندشرعي مسجدکفايت کوي.که څه هم يووخت لاجماعت نه پکښي کېږي. دښځولپاره اعتکاف په هغه ځاي کي کېږي چي دوئ دلمانځه لپاره خاص کړي وي که ښځه دلمانځه لپاره ټاکلي ځاي نه لري نوپه کورکي دي يوځاي ويوکونج ته دلمانځه لپاره خاص کړي په هغه ځاي کي دي اعتکاف هم کوي.دښځولپاره دنارينوپه پرتله اعتکاف ډيراسانه دي ځکه په کورکي اعتکاف کوي دکورکارونه دنجنو يا نورو په واسطه هم ترسره کوي اوثواب هم ترلاسه کوي خوددې اسانتياسره سره هم ښځي ګوياددې سنت څخه بې برخي دي .

         ابې سعيدخدري رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم دروژې دمياشتي په اولولسوورځوکي اعتکاف وکړي بيايې په منځنۍ لسوورځوکي په يوه ترکۍ خيمه کي اعتکاف وکړئ(په دغه بهيرکي يې) سرراوايستې اووې فرمايل چي ماپه اولولسوورځوکي اعتکاف دقدردشپې په اميد وکړي بيامي په منځني ورځوکي ددغه شپي په اميداعتکاف وکړي بياماته يوچا(ملائکي)وويل چي دغه شپه په اخرولسوشپوکي ده نوڅوک که زماسره اعتکاف کوي ودي يې کړي ماته دغه شپه وښودل سوه بياراڅخه هېره سوه (نښانه يې داده) چي ماددغه شپې په سهارپه خټوکي خپل ځان سجده کونکي وليدي نوتاسوددغه شپې لټه په طاق،طاق شپه کي کوئ ،روايت کونکي وايي په دغه شپه باران وسودمسجدبام په خاشواولر ګوپټ و ماديويشتمي په سهار رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم په خپلوسترګوو ليدي چي تندي يې په خټولړلی و.

فايده:درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم مبارک عادت زيات وخت اعتکاف کول و خوپه دغه مياشت کي يې ټوله مياشت اعتکاف وکړي،په کوم کال چي يې ددنياڅخه تشريف وړي په هغه کال شل ورځي په اعتکاف کي پاته سواواکثره وخت به يې دروژې آخري لس ورځي اعتکاف کاوه په همدې وجه علما وايي چي دغه اعتکاف کول سنت موکد دي.دپورتني حديث څخه معلوميږي چي داعتکاف مقصددقدرشپې لټون دئ اوددغه کارلپاره اعتکاف کول مناسب هم دئ ځکه که معتکف بيده هم وي بياهم پرعبادت شمېرل کېږي بله خبره داده چي په اعتکاف کي يوې اوبلي خواته تلل اونورکارونه کول نسته نوځکه دده بوختيايوازي دعبادت کول دي.په همدې وجه څوک چي دقدرشپه غواړي نوبهترينه لاره يې اعتکاف کول دي،رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم به لومړي په ټوله روژه کي زيات عبادت کاوه بياپه اخرولسوشپوکي خوبه يې هيڅ اندازه نه وه خپله به ويښ و اودکورنۍ دويښولوبه يې هم زيات اهتمام کاوه لکه دصحيحينودزياتوروايتونوڅخه چي معلوميږي . دبخاري اومسلم په يوروايت کي حضرت عائشۀ رضي الله تعالی عنهافرمايي: چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم به دروژې په آخرولسوشپوکي لنګ ټينګ وتړي شپې به يې روڼولي اودخپل کورخلګ به يې هم ويښول. دلنګ ټينګ تړلوڅخه مقصدداو چي په عبادت کي به يې زيات کوشش کاوه اوهم کېداي سي چي مطلب يې داو چي دخپلوبيبيانوڅخه به يې بيخي ځان ساتي .

          ابن عباس رضي الله عنه درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم دمعتکف په اړه وفرمايل :معتکف دګناهونوڅخه محفوظ دئ اودومره نيکي ورته ليکل کېږي لکه دټولونيکيودکونکي لپاره .

فايده:په پورتني مبارک حديث کي داعتکاف دوې خاصي فائدې بيان سوي دي لومړۍ داچي معتکف به دګناه څخه محفوظ وي که نه نوانسان ډيرواري دځينوکمزوريانوله وجهي خامخاپه ځينوګناهونواخته کېږي اوپه داسي مبارک وخت کي ګناه کول څومره لوي ظلم دي خوددغه اعتکاف په وجه به په امن وي،دوهمه خبره داده چي معتکف چي ځيني نيک کارونه داعتکاف په وجه نسي کولاي لکه جنازه ،دمريض پوښتنه اوداسي نوربېله کولوبه يې الله جل جلاله ثواب ورکړي،الله اکبر!څومره دالله جل جلاله لوي رحمت دي چي ديوه عبادت په بدله کي الله جل جلاله دلسوعبادتوثواب ورکوي داپه حقيقت کي بخښي ته بهانه لټول دي لږغوندي توجه غواړي درحمت باران په شيبووريږي .

خوزموژدخلګوسره ددې قدرنسته اړتيايې نه بولوتوجه څوک کوي؟ولي يې وکړي چي زموږ په زړوکي ددين قدرنسته .

        ابن عباس رضي الله عنه په مسجدنبوي کي په اعتکاف کي و چي يوسړی راغلي پټه خوله کښېناستي ابن عباس رضي الله عنه پوښتنه ځني وکړه چي اې فلانکيه!غمجن اوخفه دي وينم څه وجه ده ؟هغه سړي ورته وويل چي اې درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم داکازويه! پرماباندي ديوسړي حق دي زمادي ددغه قبردخاوندپه عزت قسم وي چي دپوره کولوتوان يې نه لرم درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم وقبرته يې اشاره وکړه.ابن عباس رضي الله عنه ورته وويل:ايازه ستاسپارښت وکړم؟هغه سړي ورته وويل: څنګه چي ته لازمه بولي هغسي وکړه ابن عباس رضي الله عنه څپلۍ په پښوکړې دمسجدڅخه دباندي راووتی هغه سړي ورته وويل چي تاخپل اعتکاف هېرکړي ابن عباس رضي الله عنه ورته وويل چي هيرکړي مي نه دي ماددې قبردخاوندڅخه اوريدلي دي چي لږ وخت نه وتيرسوي(چي ددې الفاظوپه ويلوسره) دابن عباس رضي الله عنه دسترګوڅخه اوښکي رواني سوې چي نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم وفرمايل: څوک چي دمسلمان ورور دحاجت پوره کولولپاره ووزي کوشش وکړي ترلسوکالواعتکاف ثواب زيات لري اوڅوک چي يوه ورځ دالله جل جلاله درضالپاره اعتکاف وکړي دده اوددوزخ ترمنځ به درې خندقونه پيداسي يوخندق دمځکي اواسمان ترفاصلې زيات دئ .نودلسوکالوبه څومره فضيلت وي چي ديوې ورځي دومره فضيلت دي .

فايده:دپورتني حديث څخه دوه مضمونونه معلوم سول . لومړی داچي ديوې ورځي اعتکاف دومره فضيلت دي چي دده اوددوزخ ترمنځ درې خندقونه جوړيږي ديوه خندق به دومره لوي والي وي لکه ټول جهان اوتريوې ورځي چي اعتکاف څومره زياتيږي ثواب يې هم په هغه اندازه زياتيږي علامه شعراني رحمه الله په کشف الغمه کي درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم څخه نقل کوي چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم فرمايي: دروژې دآخرولسوورځواعتکاف ددوو حجواودووعمرو ثواب لري.اوڅوک چي دماښام ترلمانځه وروسته ترماخوستنه پوري په داسي مسجدکي اعتکاف وکړي چي جماعت پکښي کېږي اودتلاوت اولمانځه پرته دبل چاسره خبري نه وکړي الله جل جلاله به په جنت کي يوه ماڼۍ ورکړي .

دوهمه خبره داچي ترپورتنۍ خبري هم مهمه خبره ده هغه دمسلمان ورور حاجت پوره کول دي چي ترلسوکالواعتکاف يې ثواب زيات ښودل سوي دئ همداوجه وه چي ابن عباس رضي الله عنه دخپل اعتکاف پروا ونه کړه ځکه ددې اعتکاف پوره والی په قضاسره ممکن دی همداوجه ده چي صوفيان وايي: دالله جل جلاله په وړاندي چي دمات زړه څومره قدردي دبل هيڅ شي نسته،همداوجه ده چي په حديثوکي دمظلوم دښراووڅخه ويره کول ښودل سوي ده . رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم چي به څوک ديوځاي حاکم مقررکړي نودابه يې ورته وفرمايل: واتق دعوۀ المظلوم . يعني دمظلوم دښراوو څخه ځان وساته

بترس ازآه مظلومان که هنګام دعاکردن                اجابت ازدرحق بهراستقبال مي آيد

ژباړه:دمظلوم دآه څخه وويريږه چي ښراوي قبليدل دالله جل جلاله ددربارڅخه داستقبال سره راځي په دې ځاي کي يوه مسئله ديادوني وړ ده هغه داچي څوک داعتکاف څخه دمسلمان دحاجت پوره کولولپاره ووزي اعتکاف يې ماتيږي که اعتکاف واجب و نوقضايې واجب ده، رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم به دبشري اړتياپرته دمسجدڅخه نه واتی .

دابن عباس رضي الله عنه قرباني يعني دبل لپاره داعتکاف ماتوالی دداسي خلګولپاره مناسب و چي خپله به مړه کېدل خواخري څاڅکي  اوبه يې خپل ملګري ته مخکي ورکولي خپله يې نه چيښلي آن تردې چي تږي به شهيدسولکه مخکي چي يې قصه تيره سوه اوممکن چي دابن عباس رضي الله عنه اعتکاف نفلي و په دغه صورت کي نوبياهيڅ ډول اشکال نه پيداکيږي.

لیکوال : مفتي ابوالطیب 

About admin