Home » اسلام او ساینس » دروژې طبي ګټي (۱۷ برخه )

دروژې طبي ګټي (۱۷ برخه )

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

زما سفر اسلام ته!

د جمعې په شپه چې د اپریل له (۲۵) مې نېټې سره برابره ده، ما یوه میلمستیا درلوده او په دې میلمستیا کې مې هر څه بې کنتروله وخوړل، زما د وینې فشار (BP) جګ شو او څه موده وروسته می له عادی حالت څخه د بدلون احساس وکړ او د لوړ فشار ټولې نښې راکښې پیدا شوې وې چې هیڅ مې ځان نشو کنترولولی، یو ې ملګرې (نانسی)  روغتون ته یووړلم او زما تداوي د ډاکتر جان جوزف(Dr. John Josef) په غاړه شوه، د دوه ساعتونو لپاره په روغتون کې بستره وم او فشارمې څه کنترول شو، دارو درمل یې راکړل خو هغه داسې درمل وو چې ما باید د تل لپاره خوړلي وای او کلک پرهیز مې هم کړی وای، خو دا زما لپاره اسمان ته ختل وو، د ډاکټر د هدایت مطابق یوه اونۍ وروسته ورغلم، فشار مې عادی او ډېره هوسا ومه، ما ورڅخه وپوښتل چې ډاکتر صاحب، که د فشار لپاره یوه طبعي درملنه راته په ګوته کړئ، نو ډېره به ښه وي، ځکه چې د اوږد مهاله درملو خوړلو څخه مې ډېره کرکه کېږي، ډاکتر جان جوزف راته وویل چې سکاټ! د مسلمانانو په څېر د (۲۰-۳۰) ورځو پورې روژه ونیسه، نو له دې ټولو ناروغیو نه به د تل لپاره خلاصون ومومې، ما ورته وویل چې ډاکتر صاحب په دې خبره پوه نشوم، چې دا دې څه راته وویل؟  ډاکټر صاحب راته  وویل چې د (۲۰-۳۰) ورځې، له سهار څخه تر ماښامه پورې خوراک او څښاک مکوه، نو د تل لپاره به د  فشار له تکلیف څخه خلاصه شې او دا درملنه موږ تجربه کړې ده، ځینو کسانو ته لس ورځې، چاته شل ورځې او که د کوم ناروغ تکلیف زیات وي، نو د (۳۰) ورځو روژه نیولو توصیه ورته کوو.  بیا می ورڅخه وپوښتل چې دا همغه د مسلمانانو روژه ده او که بل ډول؟  ډاکتر راته غبرګه کړه،  چې ته یو څو دقېقې پر دې چوکۍ کښینه چې د خپل زړه بړاس درته ښکاره او حقیقت درته څرګند کړم؛ هغه دا چې په هر کال کې یوه میاشت روژه نیول، د مسلمانانو سپېڅلې عبادت دی، چې خپله میاشت یې معلومه ده  او دې میاشتې ته مسلمانان ډېر تقدس لري، زموږ او ستاسو په بایبل کې هم د روژې بیان شته، خو د کلیساګانو واکداران ورباندې لومړی خبرنه دي او دوهم دا چې موږ او تاسی يې ډېر بې خبره ساتلی یوو، بله دا چې  اوس عیسایانو روژه له عبادت څخه ایستلې او هیڅ ارزښت نه ورکوي، خو مسلمانان خپل هر عبادت په پوره مینه او لېوالتیا ترسره کوي  او د تعجب خبره لا دا ده چې د دوی په هرعبادت کې ډېر رازونه او ارزښتونه پراته دي؛ چې یو له هغو څخه  د روژې بې شمار ګټې دي او د شوګر، فشار، د زړه تکلیف، د معدې ناروغي او د چاغښت او کولسترول د کنترول لپاره یواځنی بې مثله دایمی درملنه همدا روژه ده، نو دا باید ومنو چې د اسلام دین حق دی او  دا چې زه هم عیسایي یم او ته هم او  د اسلام پر حقانیت مو سترګې پټې کړي دي، نو دا جلا خبره ده.

ما ورته وویل چې هرو مرو ته مسلمان شوی یې، ځکه دې  د اسلام تبلیغ پیل کړی دی؟ ډاکتر صاحب په خندا راته وویل نه! خورې! د غاړې صلیب یې راښکاره کړ، بایبل يې را واخیست چې زما دې په همدغه صلیب  او بایبل دواړو قسم وي، چې مسلمان شوی نه یم؛ بلکې د کاتولیکانو د ډلی یو غړی یم، مګر تحقیقات، حقیقت او د هدایت رڼا څوک نشی پټولای. بیا ما ورته وویل چې زه خو په اسلام دومره خبره یمه چې اسلام د ترهګرۍ، د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي او د سولې پر ځای د جنګ او جګړې دین دی او بس.

ډاکټر صاحب چې د ناروغانو ګڼه ګوڼه هم ورباندی ډېره وه، راته وویل :خورې! واقعیت او حقیقت تر خاورو لاندې کېږي، د اسلام په اړه څه ناڅه مطالعه ما کړې ده، کومه څهره چې اسلام ته د لویدیځ رسنیو ورغوستې ده،  دا ټولې غلطې او بې بنسټه خبرې دي؛ خو دا درته وایم چې ضرور د اسلام مطالعه وکړه، په هره څه به پوه شې؛ له دې نه وروسته ډاکتر صاحب څه دارو درمل راکړل، له روغتون څخه ووتلم او له ځان سره می دا هوډ وکړ چې زه باید د اسلام په هکله پوره مطالعه وکړم، ځکه د ډاکتر صاحب له خبرو دا جوتیږي، چې چې عیسايي نړۍ له سر نه تر پایه په لهو لعب کې غرقه ده، دا ځکه چې د اسلام دین برحق دی او موږ يې نه منو، د اسلام هر قانون رښتنی دی، خو مونږ ورته غاړه نه ورکوو او بل دا فکر راته پیدا شو چې کېدای شی، ډاکتر جان جوزف مسلمان شوی وي او زه یې هم اسلام ته هڅولې یمه، بیا می خپل عقل دا راته وویل چې دلته  ډاکټر نه کومې ډګرۍ، نه پیسو او نه کوم امتیاز او شهرت ته اړتیا لري او نه هم مسلمانان دومره ځواک او واک ته رسیدلي دي چې کومه خاصه ګټه ورته ورسوي، دا ځکه چې دوی په (Minority)  یعنی لږکېو کې راځي، نو ښه به دا وي چې تر ټولو لومړی د مسلمانانو له یوه عالم نه د روژې په اړه معلومات پیدا کړم چې دا زما درملنه ده او بیا د اسلام مطالعه وکړم؛ خو یوه خبره می په زړه کې په وار، وار راګرځېده، هغه دا چې زما له اسلام څخه څومره کرکه کېږي او اوس څومره ورته اړینه یمه چې زما مرګ او ژوند ورپورې وتړل شو، له ځان سره مه دا فیصله وکړه، چې له کوم بل ډاکتر سره هم په دې هکله مشوره وکړم، تر څو ښه مطمئنه شم. د سرطان د مرکز (Cancer Center)  یو پروفیسر ډاکتر(رابرټ هال) سره مې تلیفوني اړیکه ونیوه، هغه سمدستي دا پوښتنه رانه وکړه، چې دا خبره چا درته کړې ده؟ ما ورته په خندا کې وویل، چې ( ډاکټرجان جوزف) راته دا خبره کړې ده، ده راته وویل چې په دې کې هیڅ شک نشته، مګر موږ دا څیړنې  ډېرې پټې ساتو، تر څو خلک  اسلام ته تشویق نشي، خو د انټرنیټ په مټ اوس هر څه چې زموږتر خوله ووځی، هغه سبا په هر هیواد او هره ژبه کې شتون لري؛ بهر حال په دې کې هیڅ شک نشته چې روژه د انسان د (85) په سلو کې د ناروغیو ښه درملنه ده  او دا چې ته روژې ته لیواله يې نو څیړنه پکښې کولی شې.

د ډاکټر رابرټهال له دې خبرو نه وروسته مې قسمت تغیر وکړ او سل په سلو کې می د اسلام حقانیت زړه ته لار وموندله.

له دې وروسته مې کلک هوډ وکړ چې د اسلام په اړه څیړنه وکړم او په دې لاره کې له الله جل جلا له څخه د توفیق غوښتنه وکړه.

نوربیا…

About admin