Home » دار الافتاء » په مسنون اعتکاف کي استثناء صحیح ده اوکنه ؟

په مسنون اعتکاف کي استثناء صحیح ده اوکنه ؟

الاستفتاء  : یوتن وایې چې زه درمضان المبارک په روستیو لسو شپو ورځوکې مسنون اعتکاف کوم په عین حال کې زه په یوه عالم باندي دقرآن کریم ترجمه هم کوم  نو زه دغه دوره تفسیر ته تلل په دي مسنون اعتکاف کې استثناء کولی شم ، همداراز دجنازيٍ لمانځه ته وتل یادبیمار پوښتنه په کې استثناء کولی شم اوکنه ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په احکام القرآن کې لیکلي چې که څه هم په دي اړه له فقهاؤ څخه څه نه دي نقل شوي لکن له حدیثو اونورو فقهي اصولو څخه داسي معلومیږی چې په مسنون اعتکاف کې استثناء نشي کیدلی  . اوکه یې استثناء وکړه  نومسنون اعتکاف یې پای ته رسیږي  اودغه اعتکاف يې نور نفلي  ګرزي  .

 وهل اذا شرط مثل ذلک في الاعتکاف المسنون تتادی به سنة الاعتکاف لم اره صريحا والظاهر لا ويصير اعتکافه نفلا  لانه صلی الله علیه وسلم کان لایخرج الالحاجة انسانية ولايشترط الخروج لغیرها وهذا هوالسنة الخ احکام القرآن ۱\۲۷۳

 دمفتی ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

About admin