Home » اسلام او ساینس » د روژې طبي ګټې (۱۵ برخه)

د روژې طبي ګټې (۱۵ برخه)

روژه او شنډوالی (بې اولادی)
په نړیواله توګه، د مېرمنو پر شنډوالي باندې د(۱۹۹۰- ۲۰۰۰) میلادي کاله پورې ډېرې تجربې وشوې، چې په پای کې د جاپان په اکېټا پوهنتون سنډايی (The Akita University Sendia North Tokyo Japan) کې د مېرمنو پر شنډوالي (Sterility) باندې یو نړېوال کانفرانس دایر شو، چې په کې د جاپان یو وتلی ډاکټر تادا یوشي هاسیجاوای (Dr. Tadayoshi Hasegawai) وویل:
شنډوالی (بې اولادي) د درملنې وړ دی، هغه مېرمنې چې چاغې وي، د هغو لپاره یواځې د وچوالی سبب د دوی شحمیات دي او د دوی درملنه په روژې سره کېدای شی، ما پرعقیمو (شنډو) شپږو مېرمنو باندې تجربې وکړلې او په دوی مې په اسلامي طرېقې سره روژې ونیولې چې له شپږو څخه څلور مېرمنې حمل داره شوې او د ښکلو ماشومانو څښتنانې شوې. دوی ځکه حمل داره شوې چې روژه پر (Pituitary Glands) یعنې هغو غدو چې د مغزو په قاعده کې پرتې دي او د بدن مهم هارمونونه تولیدوي، ډېرې ژورې اغیزې کوي، چې په دې اغیزو کې په ښځو کې میاشتنۍ ناروغي (حیض) هم پیدا کېږي.
په دې مېرمنو کې یوه داسې مېرمن وه چې په ټول عمر کې حیض نه ؤ پرې راغلی او څلور نورې د چاغښت له کبله عقیمې (وچې) وې، چې د مبارکې روژې په برکت او نیولو سره يې دا ټولې ناخوالې ختمې او د هیلوغوټۍ يې وغوړېدلې او د ښکلو ماشومانو څښتنانې شوې.
روژه اوسرطان
نړېوالو ساینس پوهانو اوس دا یقینی کړې ده چې روژه سرطان کموي او د سرطاني حجرو مخه ډ ب کوي، په روژه کې ګلوکوز کم شي او د انسان بدن لا هم انرژۍ ته اړتیا لري، چې د ګلوکوز پر ځای له شحمیاتو څخه کار اخلی؛ چې په دې وخت کې د پروتینو د تقسیم او ویش مرحله درېږی او حال دا چې د سرطان د حجرو وده د پروتینو په کوچنیو ټوټو سره ده، اودروژې په حالت کې دپروتینوذرات کمیږی، چې مطلب ئې دادی چې دسرطان دحجروخوراک ختمیږی اویالږیږی، چې روژه دسرطان د کمولو او ختمولو لپاره غوره درملنه ده۔
(عبادات اور جدید میډیکل ساینس)
روژه د داخلي زخمونوغوره درملنه ده
د امریکن نېچرل سوسایټۍ (American Natural Society) مخکینی مشر ډاکتر ګولډسټېن Dr. Gold Stain پخپل یو کتاب (Natural Diet Triumph over Disease by Fasting) یعنې په روژې او طبعي خوراک سره د ناروغیو کنترول او قابو کول، کې لیکې:
روژه د بدن ټول زهري مواد (Toxin) له مینځه وړي، نو ځکه د انسان لپاره اړینه ده چې روژه ونیسي او پر طبي پلټنو باندې هر کال تقریبا۱۴۰ میلیونه ډالره لګیږي، مګر ډېر لږ خلک د پوره روغتیا څښتنان کېږی، چې په اصل کې د ناروغیو پر پېژندلو باندې پوره غور نه کېږي.
دی زیاتوي، چې روژه د بدن غیر منظم ټول فعالیتونه برابروي او ډېر ځله داسې تجربې هم مونږ کړي دي، چې یوه ناروغ ته مو د عملیات د مشورې باوجود، په اسلامی طرېقه د روژې نیولو امر کړی دی او د ناروغ دننه زخمونه، د روژې په نیولو سره جوړ او روغ شوي دي؛ خو یوه خبره اړینه ده چې چا ته د لږو روژو او چا ته د ډېرو روژو امر کوو؛ کله چې روژه د بدن زهري مواد او رطوبات ختم کړي؛ نو د بدن دفاعي نظام بیا له سره ترمیم شي، چې بدن تر ډېره مهاله پورې د ناروغیو په مقابل کې پوره مقاومت لري.
(اسلام او میډیکل ساینس، عرب نیوز، شیخ حبیب)

نور بیا…

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

About admin